کوتره شوې چوپتیا

سپینې مرغلرې، د شپې توره پرده کې وزرې وپړکولې. هر چا به ویل، دا کوتره د رازونو پېغله ده، خو د راز دا غوټه لا هم چا نه وه خلاصه کړې.

بشیر، چې د زمانې په چوپتیاوو کې ورک ولاړ و، کوتره یې د خپلې کړکۍ په شیشو کې ولید. ډېره شېبه‌ له خپل ذهن سره لاس او ګرېوان و: "نه، داسې به نه وي... نه، نه یم تېروتی."

کوتره د یو چا سیوری و، چې کلونه وړاندې د جګړې په تورو لوګیو کې ورک شو.

کوتره پر کړکۍ کېناسته. یو تور تار یې له پښې ځوړند و. بشیر ورو کړکۍ خلاصه کړه: "ته... ته ولې راغلې؟"

کوتره غلې وه، سترګې ‌یې ژورې تللې وې.

بشیر بیا وپوښتله: " څه راز دې راوړی؟"

کوترې ورو یو خړ کاغذ وغورځاوه، چې پرې لیکل شوي وو:

"تا هېڅکله زما غږ نه اورېده، مجبورۍ نه کوتره شوم."

بشیر اوږده ساه واخیسته: "لور جانې؟ دا ته یې؟"

کوترې یو وار وزرونه وپړکول او بیا غلې کړکۍ ته ودرېده.

د بشیر پر شونډو موسکا خوره شوه، کړکۍ یې خلاصه کړه او ويې ویل:

"ښه راغلې، که غلې هم یې... دا ځل دې هره چوپتیا اورم."

شپې بېرته پخپله چوپتیا کې ځان ونغاړه. له هغې ورځې، اوس هره شپه د بشیر کړکۍ ته یوه کوتره راځي.

بشیر هر سهار غلی وي او د یوې نوې چوپتیا پر زنګنو سر ږدي.

۱۴۰۴.۲.۲۸