جان چیور څه ډول ليکل کول؟

جان ویلیام چیور چې د ۱۹۱۲ کال د مې میاشتې په ۲۷ مه د ماساچوست په کوئنسي کې زېږېدلی، یو امریکایي کیسه لیکوال او ناول لیکونکی و.

چیور په لنډه کيسه کې د خپلې پېړۍ یو له مهمو ليکوالو یاديږي. غټه راډیو او نورې کيسې، قوماندان او د خلیج کونډه، د مڼو دنیاګۍ او ځينې نور د چيور د لنډو کيسو ټولګې او د یشات رسوايي، د مردکيو پارک، فالکونر او اوه! څه یو ښکلی جنت د هغه ناولونه دي. پر دې سربېره په ۲۰۰۹ کې د چيور د لنډو کيسو او ناولونو مجموعې هم خپرې شوې دي.

د چيور د داستانونو اصلي موضوعات د ژوند احساسي او معنوي تشه وه. هغه په ځانګړي توګه د کنایي طنز په مرسته امريکا ته څېرمه د منځنۍ کچې خلکو کړوړه او اخلاق انځورول. که څه هم نوموړي د لومړنیو موادو په توګه له خپلې کورنۍ استفاده کړې، خو لور يې سوزان چیور ویلي دي چې: موږ له خپل پلار څخه د دومره دقت او صحت تمه نه لرله، ځکه هغه د داستان لیکلو له لارې ژوند کوي.

په ۱۹۷۹ کې د چیور د لنډو کيسو ټولګې د پوليترز او د منتقدانو د ملي ټولنې جایزې وګټلې او په ۱۹۸۲ کې د چيور له مړينې شپږ اوونۍ مخکې د امریکا د هنر او ادب اکاډمۍ هغه ته ادبي مډال ورکړ.  

له چيور سره دا مرکه د ۱۹۶۸ کال په پسرلي کې شوې چې په هغه کې يې د خپلې لیکوالۍ په اړه ځينې خبرې کړې دي. چيور ډېر کم د خپلې لیکوالۍ او کار په اړه غږېده: