لنډه کيسه

ليکوال: صديق الله بدر

كېس

 

نبي ګل چې له لرې وليدم، په منډه منډه يې تر ما ځان راورساوه او په سوې ساه يې وويل: دوسته! څنګه شوه؟

-          څه شي؟

-          وۍ هغه د كېس خبره.

ما څه ونه ويل، هغه مې له لاسه ونيو او د هغه د كور پر خوا وخوځيدو. د چاي څښلو پر وخت نبي ګل بيا خوله خبرې ته جوړه كړه: دوسته! ودې نه ويل، چې . . .

ما خبره په نيمه كې ورغوڅه كړه: چې څه مې ونه ويل؟

-          هغه د كېس خبره دې؟

-          د كوم كېس خبره؟

نبي ګل د چايو پياله پر سر واړوله او ويې ويل: ګوره! مه مې ځوروه، سم حال وايه، كه دې كار كړى وي، بيګاه يوه ښه ميملستيا دركوم.

ما سترګې پرې رابرګې كړې: او كه كار مې نه وي كړى، شړې خو به مې نه؟

نبي ګل لږ چورتي غوندې شو او په نيولي انداز يې وويل: لكه چې نن هم كار ونه شو، خير زما د بخت مرغه له ازله په وزر ټپي ده، نور پسې مه ګرځه، دا يوه اوونۍ مې ډير سرګردانه كړې. . .

نبي ګل لاهسې له ځانه سره بونګېده، ما يوه پاڼه له جيبه راويستله او ورو ورو مې ولوستله: "د راغلو اطلاعاتو له مخې يو تن د نبي ګل په نامه، چې پلار يې سيد ګل نوميږي، زموږ د نظام او

دولت سره سخت مخالف دى او زموږ په ضد بد تبليغات كوي بناء ټولو

امنيتي ځايونو او پوستو ته خبر وركوو، كه دغه سړى مو په لاس درغى عاجل يې ګرفتار او زموږ په

پته يې راواستوئ"

نبي ګل يو دم راټوپ كړ. په هوا كې يې پاڼه رانه واخستله او د سپين ږيرو په شان يې دعاګانې

راته وكړې: كور دې ودان، بچيان دې لره، خداى دې عزت دركړي، خداى دې خوشاله لره.

له دې سره په خيزكو، ترپكو يې پيل وكړ او ځان يې ښه ستړى كړ.  ما پرې غږ وكړ: نبي ګله! زه درنه ځم.

نبي ګل مخامخ راته كيناست او په موسكو شونډو يې وويل: څه!  ځې!؟ والله كه رانه قدم واخلې، بيګاه به سره ښه ميله جوړوو، يو دوه نور ياران هم راغواړو.

د هغه په ډير ټينګار مازيګر مهال له هغه سره ګډ خپل كور ته

لاړم او د شپې د نه راتګ خبر مې وركړ. كله چې له كوره ووتو، نبي ګل وويل: دوسته! ودې نه ويل، چې دا پاڼه دې څنګه واخيسته؟

ما ورته وويل: لكه تا غوندې يو نژدې دوست ته، چې له ډيرو سركاري

خلكو او قوماندانانو سره پيژني، ورغلم. هغه نه مې دا هيله وكړه. هغه راسره د پاڼې ليكونكي

قوماندان قرارګاه ته لاړ. ښه شو، چې په وخت ورغلو كه نه نيم ساعت وروسته به مو هغه هندوستان كې غوښت.

نبي ګل په ډيرې تلوسې سره وويل: هغه څنګه؟

هغه داسې، چې قوماندان کاکا د علاج لپاره هند ته روان و او ويل يې، چې كيداى شي مياشت دوه

هلته پاتې شي. همدا درې په درې سره ناست و، دا پاڼه زما د وست وليكله او قوماندان خپل مهر پرې

ولګاوه.

ماښام تير زموږ دوه دوستان، چې

مازيګر مو ورته خبر وركړى و، راغلل، شپه مو په خندا او خوشالۍ سره سبا كړه. سهار، چې

له نبي ګل نه رخصتيدم ورته مې وويل: پروګرام دې څنګه دى؟

بس، نن يو څه كارونه پاتې دي هغه خلاصوم، سبا

سهار د وخته روانيږم. پېښور كې د كار د  جوړيدو او بيا اصلي ځاى ته رسيدو سره سم ليك درليږم.

څه كم دوې مياشتې ورسته، يوه ورځ د

كار ځاى يو تن ساتونکي راته وويل: پرون، چې كله تاسې

كورته ولاړئ يو كس ستاسې

پوښتنه كوله او ويل يې، چې تا ته يې كوم خط راوړى.

ما په بيړه ترې وپوښتل: خط يې راوړى و، د چا خط، څه شو؟

ساتونكي وويل: ويل يې، چې د نبي ګل خط يې راوړى.

-          خط يې درنه كړ.

-          نه، ويل يې، چې سبا يعنې نن په لسو بجو بيا راځي.

زه خپلې شعبې ته لاړم شېبه په شېبه مې خپل ساعت ته كتل. لس، يوولس شوې سړي رامعلوم

نه شو، له خپلې شعبې ووتم او نيغ د ساتونكي پر خوا ورغلم. ساتونکي، چې زه وليدم زما خواته يې لاس

اوږد كړ او راغلي سړي ته يې وويل: هغه دی سبحان خان په خپله راغى.

هغه سړى زما په لوري رواخوځيد. له روغبړ وروسته مې هغه خپلې شعبې ته بوته. سړي له

كيناستو سره سم وويل: ستا كور مې ډير ولټاوه. پيدا مې نه كړ. دوې ورځې هاخوا

ديخوا وګرځيدم. دا ځای مې هم په ډيرو پوښتنو پيدا كړ.

له دې خبرو سره سړي له خپله جيبه يو بې پاكټه ليك راويست او

ويې ويل: دا خط نبي ګل راكړى.

ليك مې ترې را واخيست خو دې ته حيران وم، چې خلك له خارجه

څنګه سرخلاصى خط راليږي. د ليك له پرانيستو سره مې هغه وپوښت: تاسې په خارج كې سره يو ځاى اوسيږئ؟

هغه بې له ځنډه وويل: نه وروره! کوم خارج کې، همدلته ورسره ګډ اوسيدم، په يوه كوټه كې.

ما ورته وويل: څنګه، دا څه وايې، دلته چيرته؟

ليك راوړنكى، چې دير ستړى ښكاريده مخامخ راته وكتل: خط ولوله، هر څه به درمعلوم

شي.

ليك مې ورورو له ځانه سره ولوست:

"ګرانه سبحان خانه! سلامونه!

دا مې څلورم ليك دى، چې درليږم يې يا خو نه در رسيږي او يا دا چې بې غوره شوى يې. دا ليك له

بندي خانې درته ليكم.

هو! دوسته زه بندي خانه كې يم، په هغه سهار، چې ما حركت وكړ، د پل چرخي د تلاشۍ په پوسته كې

له موټره يې راكښته كړو. خلك يې جيب په جيب لټول، ما له ويرې كېس پاڼه له جيبه راوويسته  او په

موټي كې مې ونيوله. دې شېبه كې يو تن سپاهي راباندې غږ وكړ: لاس دې راديخوا كړه، څه دې په كې پټ كړل.

زه وارخطا شوم، ژبه مې بنده بنده شوه او خولې راباندې ماتې شوې، هغه زما له موتي پاڼه

واخستله، ښه شېبه يې له ځانه سره ولوستله، بيا يې زه ټينګ له مټه ونيولم او خپل قوماندان ته يې

وروستلم:

قوماندان صاحب دا سړى زموږ دښمن دى. زموږ په ضد كار

كوي، ښه شو چې ژر پرې پوه شوم. كه نه، تښتيدو. هه دا خط واخله ولوله دا ټول  شيان په كې نوشته

دي.

هغوى تر مازيګره هلته وساتلم، څه نا څه وهل يې هم راكړل، بيا يې د كېس پاڼې په لارښوونه دلته د پاڼې

ليكونكي قوماندان بنديخانې ته راوستلم. دوى هم څو ورځې سر په سر په مړه خيټه ووهلم،  چې دا دى

دوې مياشتې كيږي دې بانديخانه كې پروت يم، زه كه هر څه وايم دوى يې نه مني. د خپل قوماندان راتګ

ته انتظار دي. دوسته! د خدای په پار  هر څنګه، چې كيږي زما غم وخوره كه نه . . . "

۱۳۷۴