کرونايي ورځې
اوله ورځ
کرونا چې راخوره او اوس ډېره وېروونکې شوې، دا اووه لسمه ورځ ده چې زه دوه ورځې تر میان کار ته ځم. نن چې دې بلا ما ته رامخه کړې. ډېر سودايي نه یم ورته خو ډارېږم چې د زړه تکلیف را زیات نه کړي.
دویمه ورځ
مشره لور مې لس دولس ورځې تر ما مخکې په کرونا اخته شوې وه. د هغې روحیه پیاوړې وه، ژر راپاڅېده او نن دندې ته هم لاړه. ګوره چې ما غوندې بې خونده سړي سره کرونا څه کوي.
درېيمه ورځ
په هيڅ شي کې خوند نشته ټول، خوندونه کرونا ولجه کړي دي. په جوشو اوبو، چايو، ترکاري شوروا او دمنوشونو مې زړه خوی می شوی. مېرمن مې د ورځې شپږځلې دمنوش را جوړوي او په زوره يې راباندې څښي.
څلورمه ورځ
مشر خوريي مې حفیظ الله پس له مودو زنګ را وواهه، ما هیڅوک نه وو خبر کړي. رانه خپه دی. وايي، ما دا دوره تېره کړې، خبر کړی به دې وم. موږ يې له یو سره چپه کړي وو، خپلې تجربې به مې درسره شریکولې چې څنګه مو کرونا ته ماتې ورکړه. خوريي مې ویل، دمنوشونه چې دې وخوړل، هره ورځ پښې تر ښنګرو لوڅې کړه او لمر ته يې ونیسه. داسې ژر جوړېږې.
بس موبایل ته مې لاس کړ او یو نیم خپل خپلوان مې خبر کړل چې کرونا راسره انډيوالي شروع کړې.
پنځمه ورځ
ښينې مې زنګ را ووهه، غریو نیولی وه، ویل يې نیمه شپه پاڅېدم، مونځ مې وکړ او له زړه مې دعا درته وکړه. نوره په ژړا شوه.
۶ ورځ
ښينه مې په غوسه ده، اوه! د دې له غوسې دې خدای ساته، وايي ولې دې اول خبره نه کړم. دوی هم ټولو دا دوره تېره کړې، سهار زنګ وهه، ماسپښین او ماخوستن، ډاکتره ده، طبي مشورې راکوي او د يوې نیمې یوناني دوا تجویز هم کوي. وايي که ویلي دې وای تراوسه به رک روغ وې.
۷ ورځ
ماخوستن دی نفس مې تنګېږي. وايم څه وکړم؟ رايادېږي چې خوريي مې ویل پیاز او هوږه له تراشک نه وباسم او پوزې ته يې ونیسم. مېرمن مې لکه چې زما نالښت اورېدلی وي، له اوښکو ډکې سترګې کوټې ته راننوته. ورته مې وویل چې پیاز او هوږه راته له تراشک نه وباسه. د پیاز او هوږې قاب مې پوزې ته ونیو. لږ آرامه شوم. بیا مې قاب له بالښت سره نږدې کېښود. آرام ویده شوم. تېره شپه هم نفس تنګي يو څه ځورولی وم او خوب مې نه و کړی.
۸ ورځ
زړه مې کېږي ځينې نور نږدې دوستان او خپلوان هم خبر کړم خو اوس چا ته اخ هم نه شم کولای، وایم راسره پاذاب به شي ځکه یو نیم تر کوره راځي. که درواغ يې و نه ګڼئ د دوستانو او خپلوانو له دومره خواخوږيو سره غره شوی یم. وایم لکه چې رښتيانو په ټولو ګران يم. هر یو چې خبرېږي ویش او وای کوي او بیا بیا زنګونه وهي: اوس څنګه يې، تر څو شیبو مخکې څه احساس لرې؟ ټول راته په غوسه دي، چې زنګ راځي په خندا خبرې کوم خو درد مې ځوروي.
خور مې په موبایل کې ژړلې. ویل يې تا ولې ما ته نه دي ویلي، نن مازیګر يې وویل چې نذر يې منلی، همدا چې ښه شوم د یو پير زیارت ته به ځي او خیرات به کوي.
زړه يې طاقت و نه کاوه، مازیګر او ماښام منځ کې له خواجه بغرا د تايمنیو تر پروژې پیاده زما پوښتنې ته راغله. تر څو چې تله سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
۹ ورځ
درد لږ زورور غوندې شو، ماسپښين مې ډاکتر صاحب احسان الله درمل ته زنګ وواهه. په حال مې خبر کړ. ډاډ يې راکړ. درمل صاحب خو مې د زړه ډاکتر دی. خبرې يې راباندې اثر کوي. سخت پاذاب اوسم خو همدا چې ورشم او معاینات وکړي او یا په تلفون کې ورته خپل تکلیف و وایم، راته وايي چې هيڅ خبره نشته، د معدې مشکل دی. خوراک سره احتیاط کوه. دا چې راته ووايي سم له واره رک روغ شم. هغه راته په واټس اپ کې دوه درې رقمه ټابليتونه ولیکل، ویل يې دا ټابلېټ دې وینه کلکېدو ته نه پرېږدي او دا ټابلیټ دې د ستوني درد دوا کوي او دې بل سره دې نفس تنګي لرې کېږي.
لسمه ورځ
پنځه کلنه او تر ټولو بچیانو وړه لور مې کوټې ته راننوته. ويې ویل: دا جمعه هم هيڅ نه خلاصېږي، هره ورځ جمعه ده. ما ویل ولې؟ ويې ويل: ته کار ته نه ځې او عمران دوی مکتب ته. عمران يې مشر ورور دی.
یوولسمه ورځ
ډاکتر صاحب زغم ته مې زنګ وواهه، ویل مې داسې وضعیت لرم. هغه ویل، ولې دې مخکې نه راته ویل، تراوسه به ګل غوندې جوړ وې. ما وې څنګه، ويې ویل، تراوسه دې څه خوړلي، ما ټول دمنوشونه وریاد کړل او ګولۍ مې ور وښودې. هغه وویل، ښه شیان دې خوړلي خو زینک، ويتامین سي او ډي ۳ او مولټي ويتامینونه واخله. د هغه دواګانو عکسونه يې په واټس کې راولېږل. دې دواګانو ډېر اثر وکړ.
دولسمه ورځ
مورکۍ مې بې خبره ساتلې وه، خور کره مې وه. هغه هم د زړه ناروغي لري. یو ځل يې عملیات هم کړي. خدا زده چا خبره کړې وه. ځان يې را ورساوه. ویل يې دنیا درباندې خبره ده او ما ته دې نه دي ويلي، ولې؟
دیارلسمه ورځ
د دفتر همکارانو خو تر دې مودې هره ورځ زنګونه را وهلي دي. خو یوه خبره وه چې له پوښتنې سره به يې د یو کار پوښتنه او د مقالو د لیکلو سپارتنې هم کولې. رښتيا په دې دوو هفتو کې مې لکه پخوا هره جمعه کلید راډیو ته د جام ادبي خپرونه هم لیکله. نن د کوهستاني په نامه یو همکار مې زنګ را ووهه او ويې ويل چې که ښه يې سبا ته راشه چې اوس زه یو څه ناروغ یم.
۱۴ ورځ:
کرونا په یوه کوټه کې ایسار کړی یم. په دې څوارلس ورځو کې يوازې مېرمن مې په وچ زور د ورځې څو ځلې کوټې ته سر راښکاره کوي. ګورم يې خپه وي خو ما ته چې ګوري خاندي او يوه نیمه ټوکه هم کوي. وايي، هسې دې ځان اچولی. رک روغ يې.
لورکۍ مې لیزا ګله چې ډېره زړه تنګې ده، هغه هم بس یو ځل نیم په غلا راننوځي. په غوسه ونه شوه. نن سهار مې ورته وویل: زما او ستا دښمني ده نوره، ويې ویل: ولې؟ و مې ویل: نه مې خوب ته پرېږدې او نه زما د کرونا په فکر کې يې. څوک چې زما کوټې ته راځي زما دښمنه ده.
مازیګره پورې مې بیا ونه لیده. ورور راته دوا راوړې وه. غږ يې پرې وکړ چې د آغا د کمپيوتر موس راوړه. څو ځلې يې دا غږ وکاوه خو هغې به ویل، ښه. اخیر پسې لاړ چې ولې موس نه راوړي، ورته يې ويلي وو: د پلار دښمني نه اخلم.
خوريا مې دا څو ورځې پرله پسې زنګونه را وهي. هغه د چا خبره روحیه راکوي او وايي داسې وکړه، دا وخوره او دا مه خوره. نن يې راته وویل چې درې وخته د مڼو له سرکې سره غرغره وکړم او سهار او ماښام له یو څه سرو اوبو سره ولمابم.
۱۵ ورځ:
رښتیا یاران دې له مرګي هېر شي. ادبي یاران ښييم. چا غضنفر صاحب خبر کړی و. ښايي دا کار د زغم صاحب و. ځکه له زغم صاحب نه تر اړيکې وروسته هغه زنګ را ووهه او بیا يې هره ورځ زما پوښتنه کوله. نن يې هم زنګ راغی. د نورو ورځو په څېر يې بیا هم وویل: نن دې غږ جوړ دی، ساه دې هم تازه ښکاري. بس بدر نور جوړ شوی دی. شکر شکر. دې خبرو کې یوه دنیا مینه او ډاډ نغښتی و. غضنفر صاحب ته مې وویل چې زړه مې غواړي نن ماښام بازار ته لاړ شم. ويې ویل: دستکشې اغونده، هغومره پیسې یوسه چې سودا دې کېږي، ماتې پیسې بېرته کور ته مه راوړه.
۱۶ ورځ
لیزا هماغه تر ټولو وړه لورکۍ مې ماسختن د وره ترڅنګ ودرېده او له لرې يې وويل: آغا! نور چې جوړ شوی يې، ولې د تلویزیون کوټې ته نه راځې؟ ما وویل یو دوه ورځې وروسته راځم. لا ډېر ښه نه يم. ویل يې چې ته ښه نه يې نو بیا ولې مور مې یکبار مصرف کاشوغې او کاسې نه راوړي، چې ډوډۍ په کې وخورو.
مور چې يې راغله، ورته مې وویل چې احتیاط نه کوي. هغې راته کړه: لکه چې شیطانکې دې خبره در رسولې. چوپه شوه او بیا يې وویل: خو د هغې بل څه ته سودا ده. که ښه يې لږ بهر ووځه. هغه به هم درسره ووځي.
رښتيا زما د شیطانکې لیزا سودا بهر ته وتلو او خپلې سالګرې ته وه. دا دوه کاله هغه هر مازیګر چې له دندې راځم، راته وايي: ځه چې لاړ شو، سودا راوړو. کله کله زیاته سودا هغه رانه اخلي او وايي چې ستا د زړه تکلیف دی، ډېره سودا درته نخس کوي. دوې میاشتې وروسته يې سالګره ده. دا دومره موده هره ورځ يې ورونو، خویندو او مور ته ویلي چې کلیزه مې ونیسئ، فکر کوي چې په دې کار به يې زه هم له خوشالۍ ښه شم.
اووه لسمه ورځ
مازیګر دی، بازار ته وتلی یم. لیزا هم راسره ده. د سالګرې يې وويل. ما وویل، دوه میاشتې وروسته ده. هغې په ګوتو د میاشتو حساب وکړ: ...سرطان، اسد. همممممممم يې کړل: لویه يې نیسو، ترور، عمه، ګاونډيانې ټول را غواړو.
ماخوستن د کوټې له دروازې يې سر راښکاره کړ: نور ښه شه، کوټه اوزګاره که، میلمنې مې بله کوټه کې نه ځاييږي.
اتلسمه ورځ
دندې ته پر لاره یم. د غضنفر صاحب خبره رایاده شوه: د موټر ښېښې خلاصې پرېږده چې هوا په جریان کوي.