ژباړه:  المور ليونارد جونیور څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

المور ليونارد جونیور څه ډول لیکل کول؟

المور جان لیونارد جونیور چې په ۱۹۲۵ کال د امریکا په لوئيزیانا کې زېږېدلی او په ۲۰۱۲ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي، د جنايي کیسو یو له مهمو لیکوالو څخه و.    

جونیور يو پرکاره ليکوال و، هغه تر خپل مرګه پورې ۴۶ ناولونه ولیکل چې له مخې يې ګڼ فلمونه او سریالونه جوړ شوي دي.

جونیور هغه ليکوال دی چې نورو د هغه د لیکلو او نثر ریتم د جاز د موسیقۍ له ریتم سره مقایسه کړی دی.

د جونیور لومړی ناول چې جایزه اخیستونکي نومېږي، په ۱۹۵۳ کې چاپ شوی دی. خو نوموړي پخپله یوه مرکه کې ویلي چې لومړی چاپ شوی اثر يې د اپاچي محاکمه نومېږي چې په۱۹۵۱ کال کې چاپ شوی دی.

جونیور یو شمېر مهمې ادبي جایزې اخیستي دي چې له هغو څخه د امریکا د قلم او د اسکات فیتزجرالد جایزو ته نغوته کولای شو.

ټيټکی راونیسه، له لید نه بهر، ناپېژانده، والدز راځي، د سیبر په رود کې وروستی تمځای، آرامه اوسه، لمس، د سرو زرو کڅ، پرونتو یا ناڅاپي، سويچ، هومبر، د لیکلو لس لارښوونې، ستر غورځنګ او یو شمېر نور د جونیور چاپ شوي اثار دي.

دلته د جونیور هغه لارښوونې درسره شریکوو چې له تازه کارو لیکوالو سره مرسته کوي چې څنګه ښه داستان یا ناول ولیکي:

ادامه نوشته

ژباړه:  فرانسواز ساګان څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

فرانسواز ساګان څه ډول لیکل کول؟

فرانسواز ساګان (۲۰۰۴-۱۹۳۵) چې اصلي نوم يې فرانسواز کواره و، د نړۍ یو له هغو کم شمېر ليکوالو څخه ده چې په اتلس کلنۍ کې يې وکولای شول د خپل لومړي کتاب په خپرولو سره د ادبیاتو په نړۍ کې تلپاتې نوم خپل کړي.

کله چې په ۱۹۵۴ کال کې د نوموړې ‎د «سلام پر غم» ناول خپور شو، فرانسوا موریاک ( په ۱۹۵۲ کې د نوبل د ادبي جایزه ګټونکی) په دې ټکو « یوه وړه اتلس کلنه غولوونکې هیولا» د ساګان په ستاینه کې له شور او ځوږ نه ډکه فضا رامنځته کړه، چې د هغې د کتاب د شهرت لوی سبب شو. هغه ولیکل چې: « کوم پرتم او ویاړ چې ما د یوې اتلس کلنې په ۱۸۸ پاڼو کې ولیدل، لکه یوه فضايي چاودنه وه.»؛ د فرانسوا دې خبرې دا پاریسۍ ناول ليکونکې دومره مشهوره کړه چې کتاب يې د فرانسې په تاریخ کې يو له ډېرو خرڅېدونکو کتابونو څخه شو.

ساگان لکه څنګه چې لويي اراګون، موریاک او یو شمېر نورو فرانسوي کره کتونکو او ليکوالو ویلي دي، په شلمه پېړۍ کې د فرانسوي ادبیاتو یو له نادرو پدیدو څخه وه چې د فرانسوي ځوانانو په تېره د ښځو د طغیان په سمبول بدله شوه.

نوموړې په خپل ژوند کې له څلویښتو زیات ادبي او ننداریز آثار کښلي چې له هغو څخه ۱۲ يې لکه «سلام پر غم»،» نمونه خندا» او «ایا له برامس سره مینه لرئ»، سینما او ټلویزیون ته لاره وکړه.

هغوی چې سیوری نه لري، لکه په ګوته کې تللی اغزی، ناپوه، په سویډن کې ماڼۍ، روږدې، د زړه ساتونکی، جادوګرې ورېځې، ورېښمينې سترګې، اوبرنګه وینه، طوق او یو شمېر نور د ساګان هغه اثار دي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي دي.

کله چې د ساګان لومړی ناول چاپېده، هغه قانوني عمر ته نه وه رسېدلې او د خپلې کورنۍ په مشوره يې ځانته د ساګان مستعار کورنی نوم غوره کړ چې د عمر تر پایه په همدې نامه یادېدله. پلار يې د دې ناول له خپرولو سره جوړ نه و.

ساګان په ۱۹۵۷ کې په مخدره توکو روږدې شوه چې ډېرې سختې شپې يې په کې وزغملې.

دلته چې څه درسره شریکوو له مشهورو نړیوالو خپرونو سره د نوموړې د مرکې لنډيز دی چې په کې يې د خپلې لیکوالۍ او ليکلو په طرز غږېدلې ده.

ادامه نوشته

ژباړه: مانوئل پوییګ څه ډول لیکل کول؟

ژباړه / صدیق الله بدر

مانوئل پوییګ څه ډول لیکل کول؟

 مانوئل پوييګ ارجنتایني ناول لیکونکی و چې په ۱۹۳۲ کال بونس آیرس ته څېرمه د خنرال ویګاس په نوم يو ښارګوټي کې زېږېدلی او په ۱۹۹۰ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوييګ په ماشومتوب کې له فلمونو سره ډېره لېوالتیا لرله او د دې لپاره چې په امریکايي فلمونو ښه وپوهېږي، په لس کلنی کې يې د انګلیسي ژبې زده کړې ته مخه کړه.

پوييګ تر لومړنیو زده وکړو وروسته، د بونس ایرس پوهنتون ته لاړ. له ادبیاتو، ارواپوهنې او فلسفې سره يې مینه پیدا شوه، خو دا چې غوښتل يې فلم جوړوونکی شي، روم ته لاړ. له هغه ځای نه ډېر ژر پاریس او لندن ته يې د تګ ملا وتړله او په همدې وخت کې و چې سناریو لیکل يې پیل کړل.

پوييګ امریکا ته له راستنیدو سره په داستان لیکلو پیل وکړ. "د غڼې مچه" د نوموړي يو له مشهورو آثارو څخه دی چې د هغه په بنسټ یو ښه فلم هم جوړ شوی دی.

د ریتا هيورث دوکه، له غمه ډکه تانګو، د بونس ایرس پېښه، د دې پاڼو پر لوستونکي ابدي نفرین، وصال ته د رسېدلې مينې وینه او سوزونکې شپه په لاره ده، د نوموړي نور غوره آثار دي.

د پوييګ د داستانونو ځانګړنه په دې کې ده چې په ډيالوګونو ولاړ دي. د پوييګ یو زیات شمېر ناولونه په تېره د غڼې مچه او د دې پاڼو لوستونکي ته ابدي نفرین تر ډېره له دغې ځانګړنې برخمن دي.  

پاریس ریویو په ۱۹۸۸ کال له نوموړي سره یوه اوږده مرکه کړې، چې دلته یوازې د لیکلو او لیکوالۍ د تجربو په اړه د هغه د مرکې ځينې برخې درسره شریکوو.

ادامه نوشته