لنډه کیسه: د خوب دوام
د خوب دوام
(لنډه کیسه)
انتظار خونې کې ناست وم. هره شېبه لکه پېړۍ تېرېده. دیوالي ساعت به داسې ټک وکړ، لکه د زړۀ درزا چې غږ وکړي. نور پایوازان چوپ ناست وو، پر څېرو يې د اندېښنې او ستړیا پرده غوړېدلې وه.
د جدي مراقبتونو څانګې ډاکتر شناخته و، سهار يې د موبایل شمېره رانه اخیستې وه چې د اړتیا پر وخت به راته زنګ وهي.
خړ مازیګر، ناڅاپه د لوډسپیکر غږ اوچت شو. زما د ناروغ نوم یې واخیست: «پایواز دې آی.سي.يو ته ورشي.»
دهلېز ناڅاپه لکه یو دروند بار پر ولیو راکېناست. ګامونه مې ولړزېدل. داسې وم لکه د شګو له ډکې دښتې چې تېرېږم او پښې مې په زوره په ځان پسې راکشوم.
د آی.سي.يو دروازې ته چې ورسېدم، ډاکټر له یوې نسخې سره ولاړ و. په کراره یې وویل:
«وبخښه، زنګ مې باید وهلی وای. اندېښنه مه کوه، ناروغ رک روغ دی. دغه درمل ورته راوړه چې نور هم ښه شي.»
نسخه مې واخیسته. د کاغذ سپینوالی د دېوالونو په سپینوالي کې ګډ شوی و، داسې ښکارېده چې دواړه په یوه نه پایېدونکې تشه کې ورکېږي.
د زړه درزا مې ورو ورو آرامه شوه، خو ځان مې داسې احساساوه لکه له یوې تورې کندې چې راوتلی یم. رښتیا نه پوهېدم، دا رڼا رښتینې ده، که یوازې د خوب د دوام یوه برخه.
۱۴۰۴.۶.۱۴