لنډه کیسه: درد
درد
د پوهنتون په چمن کې نجونې بیا ترې راتاوې شوې. یوې وپوښتله: د مودو ورکې غمجنې! دا دې څه راوړي چې دستکول یې دومره درته پړسولی؟
بلې ورغبرګه کړه: هله ژر شه که خوراکه وي، همدا یې وخت دی چې نوش جان يې کړو.
هغې دستکول ټینګ په غېږ کې ونیو. يوې خورلڼې یې پرې بړچ وهل: لېونۍ! پخوا خو دې خپله هرڅه راباندې په زوره خوړل، اوس څه در شوي؟
هغې لږ نور هم دستکول په غېږ کې کلک کړ. همدا چې دوو نورو خورلڼو یې غوښتل پرې راودانګي، دې چیغه کړه: پرېږدئ مې! راوباسم یې.
دستکول یې خپلې مخې ته کېښود. کرار کرار یې پرانیست او ورو یې د هغه له منځه یوه نانځکه راوکښله.
د نانځکې په لیدو ټولې خورلڼې یې په کړس کړس وخندلې.
دا موسکه شوه: پوهېږم، وبه وایاست وړه خو نه یم چې نانځکې ګرځوم. خو دا څه موده چې نه ومه، همداسې یو څه پسې سرګردانه وم.
نجونې بیا کړس په خندا شوې. یوې یې وویل: همدې پسې؟
هغې نانځکه غېږ کې ونیوله او د نجونو د خندا په څپو کې یې له يوې اوچتې کړیکې سره وویل: هو! همدې پسې، یو بې درده کس پسې.
١٣٩٧.٥.١٤