سيدجمال الدين افغاني او د ختيځ او لويديځ مخامختيا

ليكونكى: ډاكتر سيد بهاؤالدين مجروح

ژباړونكى: صديق الله بدر

سيد جمال الدين افغاني

او

 د ختيځ او لوېديځ مخامختيا

 

 يادونه: د ډاكتر سيد بهاؤالدين مجروح دا ليكنه په ۱۳۵۵ لمريز كال د كب په مياشت كې په هغه پرتمين سيمينار كې اورول شوې وه، چې د افغانستان جمهوري دولت له خوا د ختيځ د نابغه سيد جمال الدين افغان د مړينې د اتيايم تلين په وياړ جوړ شوى و.

دلته يوازې د دغې ليكنې يوه لنډه برخه راوړم او پوره ليكنه به انشاالله ډېر ژر په ليكه كړم.

بدر

سيد جمال الدين افغاني؛ د معاصرې نړۍ يو له اسرار امېزو، په زړه پورې او له معنى څخه ډكه څېره ده، اسراراميزه له دې كبله، چې د هغه د ژوند ځينې مرحلې تر شك و ترديد لاندې راځي او د البرت حوراني په وينا: (( هغه خپل ځان ته افغان وايه او دښمنان يې هغه ايرانى بولي.))

سربيره پر دې لاهم د هغه د ژوند او هڅو ځينې مهم اړخونه لكه څنګه، چې حتمي برېښي په پوره توګه روښانه شوي نه دي. په زړه پورې والى يې په دې كې دى، چې هغه د لرغونو فلاسفو لكه ابن سينا او ابن رشد او هم په نوې معنى د يو سياسي متفكر او هم د يوه مجاهد او مبارز، ورځپاڼه ليكونكي او هنګامه غوښتونكي او ماجراجو څېرې په توګه وځلېد.

خو هغه څه، چې په ځانګړي ډول د دغې څېرې اهميت لا زيات كړ او هغه ته يې ځانګړې معنى وبښله، هغه د نړۍ د تاريخ له سترې پېښې يعنې د اسلامي ختيځ له تمدن سره د لوېديځ د تمدن مخامختيا او د تاريخ د ستر بهير له فعالې ونډې اخستنې څخه عبارت و.

ادامه نوشته

ليكنه: لاهو؛ نوښتګر شاعر او ليكوال

 

ليكوال: صديق الله بدر

 

لاهو؛ نوښتګر شاعر او ليكوال

 

نورمحمد لاهو ډېر كمالونه لري: شاعر لاهو، ليكوال لاهو، كارتونيست لاهو، ممثل او د تمثيلي ټوټو او ډرامو ليكوال.

د لومړي ځل لپاره ما لاهو د يوه شاعر په توګه وپېژاند او هغه هم د يوه نوښتګر شاعر په توګه. نوښت يې په دې كې و، چې شعر يې تمثيلي بڼه او رنګ و خوند درلود.

ادامه نوشته

ليكنه: د علامه رشاد ژوند او اثار، درېيمه برخه

ليكوال: صديق الله بدر

 

 

                  درېيم څپركى

 

شـــــــاعــــــــــــــري                                

علامه رشاد، چې څومره زيات د څېړنې او تحقيق په چارو ځان ستړى كړى، هغومره يې شعراو شاعرۍ ته هم پوره ميلان ښوولى او خپله ذوقمنه طبعه يې په كې ازمايلې ده.

استاد د ژوند په ديارلسم پسرلي كې و، چې د خيال بڼ يې د شعر ګل وټوكاوه . استاد شاعر شو او زړه يې د مينې او عاطفې هنداره شو ه او دا هنداره يې ښه په مينه وځلوله. د شعر  هره مسره يې د مينې او عاطفې په اوبو ولل شوې ده،  ځكه خو په زړونواغېز ښندي.

ادامه نوشته

ليكنه: د علامه رشاد ژوند او اثار، دويمه برخه

ليكوال: صديق الله بدر

 

دويم څپركى

  

ليكـــــــوالـــــــــــي

 

  

يادونه:

د كتاب دا برخه يو څه نيمګړې ده خو زه هڅه كووم، چې ډېر ژر دا نيمګړتياوې پوره كړم. خداى دې توفيق راكړي.

علامه رشاد لكه نور پښتانه ليكوال د ادب ډګر ته د شعر له وره راننوتى او د مړينې تر ورځې پوره ۷۰ كاله د پښتو ادب په سرڅڼه كولو بوخت و.

 په ۱۳۱۳ لمريز كې د استاد لومړنى شعر په طلوع افغان كې چاپ او خپور شو اوپه دې ډول د استاد همكاري له مطبوعاتوسره پېل شوه. له طلوع افغان سره همكاري او هلته د نوموړې جرېدې له مسوول چلوونكي لوى استاد  علامه پوهاند عبدالحى حبيبي سره بلدتيا، ناسته پاسته او د هغه لوى استاد لارښوونې استاد  رشاد ادبي او فرهنګي چارو ته نور هم پسې وهڅاوه.

ليكنه: د علامه رشاد ژوند او اثار، لومړۍ برخه

ليكوال: صديق الله بدر

 

لومړى څپركى

 

د ارواښاد اكادميسسن پوهاند علامه عبدالشكور رشاد

 

ژوند او فرهنګي هاند و هڅه

 

علامه استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد په سيمه او نړۍ كې د يو ډېر دقيق او باريكبين ليكوال، فرهنګي او د يو ملي او ټولنيز شخصيت په توګه خپله بشپړه پيژند ګلوي لري.

ادامه نوشته

ليكنه: ايمل پسرلى، د ځانګړي سبك كيسه ليكوال

ليكوال: صديق الله بدر

                  

                    ايمل پسرلى، د ځانګړي سبك كيسه ليكوال

 

    ايمل پسرلى د پښتو د نازكخيال شاعر او پاخه ليكوال محمد صديق پسرلي زوى په كندز كې زېږېدلى، وړكتون يې په كندز او لومړني دوه ټولګي يې په كابل كې لوستي دي. په افغانستان كې د ناتار له پيل نه كال وروسته له خپلې كورنۍ سره پېښور ته كډه شوى دى. 

ادامه نوشته