لنډه کيسه/ صدیق الله بدر


کېبل

اسد په منډه له کوره ووت. تر بازاره يو څه لاره وه. په نيمه لار کې يې خپل ګامونه ورو کړل. خپل موټی يې خلاص کړ، شل ګون ته يې بد بد وکتل: که د پلار وېره نه وای، هغه د کېبل په څېر به مې ورکولې.

شل ګون يې بېرته په موټي کې ونغښت. د پلار قهرجنه څېره ور په یاد شوه: په منډه به ځې او راځې، په بل شي د دې سابه نه په مالګه کېږي.

زړه نازړه بیا چټک شو. بازار ته په رسېدو نېغ د برقي سامان الاتو دکان ته ننوت. دکاندار ته يې شل ګون ورکړ: کاکا! پلار مې ویلې نيم متر کېبل راکړه.

-          کوم ډول کېبل؟

-          چې ډېر کلک نه وي.

-          کېبل خو وي کلک.

-          ته خو وګوره.

اسد کېبل واخست، له دکان نه يې په وتو، کېبل قات راقات کړ: هم، ښه دی ډېر کلک نه دی.

ورو ورو د کور په لور روان شو، د ښوونکي خبره وریاده شوه، ځای په ځای ودرېد: سبا د مور ورځ ده، لاسونه يې مچ کړئ، ورته مبارکي ورکړئ.

له دې سره يې کېبل لرې ګوزار کړ، خو ژر يې منډه کړه او هغه يې بېرته راواخست: نه! پلار ته دروغ نه شم ويلای چې کېبل لاره کې رانه ورک شو. هغه پوهېږي، راته په غوسه و چې ها بل کېبل مې ولې ورک کړ.

کېبل ته يې وکتل، بیا بیا يې قات راقات کړ، لکه چې زړه کې يې څه وګرځېدل، ورو يې خپله پښه په کېبل ووهله: نه، ډېر درد نه لري، کلک نه دی.

په سوچونو کې له ځانه سره لګیا شو: کلک دی، ما خو هسې ورو ګوزار وکړ، پلار خو پر مور کلک ګوزار کوي، نه، نه! دا نه وړم.

سترګې يې اوښکې اوښکې شوې، شاوخوا ته يې وکتل، لکه چې کوم څوک يې لټول: عجب لېونی هم نه ښکاري، کاشکې وای او کېبل يې رانه اخستی واى، پلار ته به مې رښتيا ويلي وو چې عجب لېوني په زور رانه واخست. نورې ورځې خو يو دم راپیدا کېږي او له بیکه مې هرڅه چور کوي.

بیا يې شاوخوا ته وکتل، مايوسه شو، کېبل ته يې وکتل، په ژړا شو: دا خو به مې مور بیا تغمې تغمې کړي، نه، نه! دا کور ته نه وړم.

اسد په همدې چورتونو او د عجب ليوني د پیدا کولو په هيله له يوې کوڅې بلې او له بلې نه بلې ته لاړ. بازرا ته نږدې کوڅه کې يې له لرې ولیدل چې پلار يې هغه د برقي سامان الاتو دکان ته ننوت او بېرته په منډه راووت، شاوخوا ته يې وکتل او د کور په خوا رهي شو.

هغه سخت ووېرېد، د پلار زړه ورته ډېر ډک ښکاره شو، کېبل يې راپورته کړ، بد بد يې ورته وکتل، خو زړه يې ونه شو چې لرې يې خطا کړي. پلار ته يې دروغ نه شو ویلای.

تر هغو كوڅه په كوڅه وګرځيد چې ماښام شو، ماخوستن شو؛ وېرې واخست، زړه يې وکړ چې کور ته لاړ شي، خو پر کېبل د مور د بدن تغمې تغمې کېدو له کوره راوګرځاوه. له کوره ډېر لرې د يو جومات د ملا کور ته ننوت. سهار د ملا له اذان سره راووت او د کور په خوا رهي شو.

په لاره کې يې کور ته نږدې د دوه درې جوماتونو د ملایانو غږ اورېده چې په لوډسپیکر کې يې ويلې: يو دولس کلن هلک چې يو کېبل هم ورسره دی او اسد نومېږي، له تېر مازیګره راهيسې ورک دی.

کور ته نږدې يو ناڅاپه عجب لېونی يې په مخ کې ودرېد، کېبل يې ځينې کش کړ او منډه يې واخسته. اسد په منډه کور ته ننوت. پلار، مور او نور خپلوان يې د سوپې پر سر ناست وو، مور يې د هغه په ليدو چيغې کړې: هلئ زوی مې راغی.

پلار يې هم ورمنډې کړې. چې ور نږدې شو، ده ورته وويل: پلاره! کېبل عجب لېوني رانه واخست.  

   ۱۳۹۱.۳.۲۲