لنډه کیسه:

یخ ډنډرونه

هره پنج‌شنبه هدیرې ته ځم. پر مزار دې ژاړم. خاوره لا تازه ده. غږ مې په کې ورکېږي، لکه په یوه بې‌پایه څاه کې.

کور ته ستنېږم. دروازه چې پرانیزم، تا وینم. ناسته یې، لکه هېڅکله نه وې تللې.

دسترخوان دې غوړولی. ډوډۍ ګرمه ده، چای لا توس کوي.

په منځ کې یې د ګلو هغه ګېډۍ ایښې ده ـ هماغه چې یوه اوونۍ مخکې مې ستا مزار ته وړې وه. ګلپاڼې یې اوس له پخوا ډېر تَر و تازه دي.

لاس وروړم چې بوی یې کړم، خو ډنډرونه یې ساړه دي، د هغې خاورې په څېر چې لا هم زما پر ګوتو نښتې ده.

۱۴۰۴.۶.۹