لیکنه: د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟

د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟

په کيسه ليکنه کې؛ که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی؛ په تېره بيا هغه موضوع، چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي. پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري اصلوبو مراعتول دي. د دې خبرې معنا دا ده، چې هره کيسه بايد د خپلې موضوع په بنسټ کيسه ييزه ژبه ولري. د کيسو کره کتونکي پر دې اصل ځکه ډېر ټينګار کوي، چې زموږ د ډېرو کيسو ژبه ډېره اوږده او مقاله يي وي او لوستونکي ترې د کيسې پوره خوند نه شي اخستلای.

ماشومانو ته کيسه ليکل خپل ځانګړي خصوصیات لري، چې ليکوال يې بايد مراعت کړي. کره کتونکي وايي، چې تر ممکنه حده پورې بايد د ماشومانو په کيسو کې له کمو او ډېرو معمولو کلماتو استفاده وشي. دا اړتيا هغه وخت ډېر احساسېږي، چې د عمر په نسبت ماشومانو ته کيسې وليکل شي. ايمل پسرلي پخپله يوه ليکنه کې، چې په تاند ويبپاڼه کې خپره شوې؛ وايي، چې د ماشومانو د عمر او د هغوی د درک د قوې په پام کې نيولو سره بايد هغوی ته کيسې وليکل شي. هغه د عمر مرحلې له دريو تر پنځه کلنو، له پنځو تر نهو کلنو او له لسو تر پنځه لسو کلنو پورې وېشلې دي. د ايمل پسرلي په باور له دريو تر پنځه کلنو پورې کيسې بايد ډېر ساده او ماشوم ته د هضمولو وړ وي. د دې عمر کيسو لپاره د نثر مسجع والی، د جملو لنډوالي او د رنګه تصويرونو په کښلو هم ټينګار کېږي. دلته بله مهمه خبره دا هم کېږي، چې د دغه عمر ماشومانو ته نباید، چې وېروونکې کيسې ولیکل شي، لکه د ديوانو او پریانو، ځکه د دوی پر ذهن بده اغېزه کوي او په نهایت کې د بدۍ احساس په کې قوي کېږي. له پنځه کلنو تر نهه کلنو پورې ماشومانو ته ښايي هغه ډول کيسې وليکل شي، چې که د کوم څيز د معرفي کولو هڅه هم په کې شوې وي، ماشوم ته د منلو وړ ځکه وي، چې په دې عمر کې هغه د خپل چارچاپېر له ځينو شيانو خبر وي او خيال يې وده کړې وي. له لس کلنو تر پنځلس کلنو يا يو څه ورپورته عمر لپاره کيسې که يو څه پېچلې هم وي، پروا نه کوي، ځکه چې دغه ماشومان د خپل چارچاپېر په يو څه نور هم خبر وي او د خپل چاپېریال له حقايقو سره هم بلد او مخ شوي وي، يعنی دا هغه مرحله ده، چې ماشومان د زړورتيا او يو څه رومانتيکو کیسو د لوستلو ليوالتيا څرګندوي.

د دغه وېش لوی مقصد دا دی، چې موږ بايد د موضوعاتو په انتخاب کې ډېره توجه وکړو او هغه څه وليکو، چې زموږ ماشومانو ته د درک او پوهېدو وړ وي. د ماشوم د ادبیاتو کره کتونکي او ادبپوهان په دې خبرې سره يوه خوله دي، چې ماشومانو ته باید داسې کيسې وليکل شي، چې خوند ترې واخلي، پرې تاثير وکړي او په هغه باندې پوه شي. له لويه سره څوک، چې غواړي د ماشومانو لپاره کيسې وليکي باید دا وړتيا ولري، چې خپلې کيسې د ماشوم له ليده وليکي، يعنې د ماشوم ذهن ته ځان ورسوي او د هغه له ذهنه خپله کيسه وليکي.

دا چې کيسې خپل اغېز لري او د يو هدف لپاره ليکل کېږي لازمه ده، چې داسې موضوعات انتخاب شي، چې ماشومان مينې، محبت او دوستۍ ته وهڅول شي. نه داسې، چې زموږ کيسې هغوی جنګ او بدبينۍ ته وهڅوي او کرکه ورته زده کړي. د کره کتونکو وړانديز دا دی، چې د ماشومانو لپاره داسې کيسې وليکل شي، چې پای يې خوشالوونکی او اميد بښونکی وي.

لکه څنګه، چې په هره کيسه کې پیغام ډېر مهم وي او د هرې موضوع رانغاړل خپله ژبه غواړي، دغسې د ماشومانو لپاره کيسې هم داسې يوه ژبه غواړي، چې ماشومانو ته د پوهېدو وړ وي. ماشومانو ته کيسه ليکل خپله ژبه غواړي. د ماشومانو لپاره په کيسه ليکلو کې په ژبه باندې ټینګار ځکه ضروري ګڼل کېږي، چې د سختې ژبې کارول د کيسې د مفهوم په پوهېدو کې خنډ رامنځته کوي، يعنی ماشوم په کیسه باندې نپوهېږي. د ايمل په باور هغو ليکوالو ته، چې د ماشومانو لپاره کيسې ليکي په کار ده، چې پخپلو کيسو کې د سختو لغتونو له راوړلو ډډه وکړي او هغه ژبه دې پخپلو کيسو کې وکاروي، چې په کورونو کې ميندې له خپلو ماشومانو سره غږېږي. نوموړي دغه ليکنه د مصور ټولنې له خوا ماشومانو ته د کيسو پر څو خپرو شوو کتابونو کړې ده. هغه ليکي: (( د خزانې په لټون کيسه کې يو ځاى لولو: .... هغه ته خپله ټوله هڅه بې ګټې واېسېدله؛ په کورونو کې عمومآ هڅه نه وايو، ايسيدل هم ډير نه کاروو. په ژوبڼ کې ځناور دي؛ کتاب کې: يوه پياوړې حافظه، .... له نورو ځانګړى دى؛ پياوړى او ځانګړى هم له ميندو نه اورو.))

د جملو او مکالمو اوږدوالی هغه ستونزه ده، چې په پښتو او دري دواړو ژبو کې زموږ ليکوال دومره ډېره توجه ورته نه کوي، په تېره دا ستونزه په هغو کيسو کې ډېر ليدل کېږي، چې له نورو ژبو راژباړل کېږي. زموږ يو شمېر ژباړونکي له دويمې ژبې سره د پوره بلدتيا د نه درلودلو له کبله کله کله د کيسو متن او حتی لنډې مکالمې هم ټکي په ټکي ژباړي، چې مفهوم اخستل ترې ډېر ستونزمن وي. ايمل پسرلی په يو ژباړل شوي کتاب کې دې ستونزې ته ځير شوی او يو ځای ليکي: (( که چيرې يو موږک ښوونځي ته يوسې؛ کتاب کې يو ځاى داسې راغلي: ( هغه به د فوټبال چټکه لوبه کوي.) دا جمله داسې معنا لري، چې د فوتبال يوه بله بڼه ده، چې چټکه يې بولي. په انګريزي کې بايد دا جمله داسې وي:

he will be playing a quick game of football

کويک ګيم په چټکې ژباړل، معنا نه ورکوي. غوره به يې شايد دا واى: هغه به يوه شيبه د فوټبال لوبه وکړي.))

د لنډو کيسو کره کتونکي په دې نظر دي، چې د ماشومانو د کیسو مکالمې بايد ډېرې لنډې وي، ځکه اوږدې مکالمې ستړي کوونکي وي او د ماشوم ذهن په سمه توګه هغه نه شي اخذ کولای. په دې وروستيو کې يوه ډېره په زړه پورې ناچاپه کيسه مې لاس ته راغله، چې لمر به ستوري راوړي، نومېږي؛ د دې کيسې يوازنۍ ستونزه دا ده، چې ځينې مکالمې يې له حده زیاتې اوږدې دي، حال دا، چې په لږې خوارۍ لنډای شي. يوه مکالمه يې داسې ده:

خان: سبا د زرغون ازموينه ده او زه غواړم، چې اتل د هغه په ځاى ازموينه وركړي، ځكه هغه ډېر تكړه دى.

بزګر: خان صاحب قربان مو شم. اتل د زرغون په نيمايي لوست هم نه دى ويلى، هغه خواركى خو كرۍ ورځ له ما سره په كروندو كې لګيا وي. او بيا د كلي او ښار ښوونځي او درسونه ډېر فرق لري. زما په خبره باور وكړه. هيله ده خان صيب زما اتل ته دومره دروند بار مږده. موږ ته اجازه راكړه. بېرته سل ورانې او ويجاړې را له غاړې دي.

د خان مکالمه داسې لنډېدای شي: سبا د زرغون امتحان دی، غواړم اتل د هغه په ځای امتحان ورکړي.

د بزګر مکالمه: خان صاحب! قربان مو شم، نه کېږي؛ اتل خو تر زرغون کم سبق ويلی، دا امتحان به ورته سخت وي.

دلته د مکالمې د اوږدوالي ترڅنګ، که د ازموينې پر ځای امتحان راشي، طبیعي به ښکاري.

لږ تر لږه که ماشومانو ته په کيسه ليکلو کې پورته ياد ټکي په نظر کې ونيول شي، نو موږ به يوه ښه کيسه ليکلې وي او ماشومان به هم ترې خوند اخلي او هم به يو څه ترې زده کوي. له بل لوري هغوی به له مطالعې سره عادتېږي. ډېرې کورنۍ دا شکايت کوي، چې ماشومان يې سبق نه وايي او یا له سبق ويلو سره شوق نه لري، که موږ ښې کيسې وليکو او د ماشوم توجه جلب کړای شو، نو هغه به په طبيعي ډول له مطالعې او سبق ویلو سره عادت پیدا کوي.

ادامه نوشته

کره کتنه: کیسه او د اوج ټکی

کیسه او د اوج ټکی

په داستان یا کیسه کې د تېرو شویو پېښو دوام او منطقي پایله اوج بلل کېږي.

ادبپوهان او کیسه لیکونکي په دې نظر دي چې اوج د یوه حرکت او خوځښت د لوري بدلېدو د پیل شېبه ده.

د دوی په وینا، اوج په داستان کې هغه له شور او هیجان نه ډکه او پاروونکې شېبه ده چې کړکېچ او کشمکش په کې پر وروستۍ پوله درېږي او د غوټې خلاصېدو ته لار هوارېږي.

په انگلیسي کې په کلایمکس پېژندل کېږي چې زموږ وال یې د اوج ټکی بولي.

په کومه کیسه کې چې کلایمکس یا د اوج ټکي ته پام نه وي شوی او سر سري چلند ورسره شوی وي، دومره کشش او جذب په کې نه وي.

زما اکثره کیسې همداسې دي، ښایي ما ته به همداسې خوند راکوي. کله کله چې خپلو کیسو ته له دې دریڅې ورگورم، ځان ته عادي نکلچي ایسم خو کفر یې نه گڼم، په کیسه لیکلو کې یوه لار راته ښکاري یا خو دا ده چې له خپل مزاج سره سم ډېر کمکش سره جوړ نه یم. نور یاران چې زما دې چلند ته په کومه سترگه گوري، په دې نپوهېږم. ښایي ساده باده کیسه لیکوال ورښکاره شم.

ادامه نوشته

لیکنه: د احساس تابلو

د احساس تابلو

چیغې یې وکړې. شونډې یې داسې سره وخوځولې ته وا زمزمه کوي. له یو آخ سره یې مخ په دواړو لاسونو پټ کړ. اوښکې یې له زنې پر گرېوان وڅڅېدې.

دا د یوې شېبې کیسه وه خو زه دا دی کلونه کېږي دا تابلو کښلی نه شم.

دوه درې واره یې د پنسل څوکه پر خپلو غاښونو وټکوله او ویې پوښتل:

څوک شته چې د یو ښکلی څیز د یو احساس تابلو وکښي؟

۱۴۰۱.۲.۲۲

لیکنه: تنده

تنده

زه او ته د اوبو پر ژۍ ولاړ یو. نه، نه! دلته نه ته يې او نه زه يم. مينه ده چې تندې پسې اخستې. ښايي تنده د مينې او زما او ستا هرکلي ته راوتلې وي. اوبه، داسې اوبه اوبه راګوري لکه چې غواړي خپله هينداره کې زموږ په ګډ تصویر کې ډوبه شي.

نه، نه! زه، ته، مینه او اوبه هغه څه يوچې له تندې څخه چورلي. موږ د تندې اړتیاوې یو، د داسې یوې تندې چې نه غواړي ماته شي.

۱۳۹۷.۲.۲۳

لیکنه: د لیکلو عادت

د لیکلو عادت

ډېر لیکلو سره، لیکل د یو چا عادت وگرځي. موضوعات چې وي، لیکونکی/ې په دې فکر کوي چې کومه موضوع په کوم فورم او چوکاټ کې ځایولی او ښه لیکلی شي. چې دې پریکړې ته ورسېد بیا پر لیکلو پیل کوي. یا مقاله، یا تبصره، یا شعر، یا کیسه، یا خاطره او یو بل څه ولیکي او ورته خوشاله وي.

خو کله کله داسې هم کېږي چې زړه تنگي ورمخه کړي. دا هغه وخت وي چې که موضوعات ونه لري، یو څه به خپه وي خو که چیرته لیکونکی/ې موضوعات ولري، هر څومره کوښښ چې وکړي، زړه، ذهن او قلم ورسره ملگرتیا نه کوي او لیکل نه شي کولای. عادت هم په دغه شېبه کې ډیر ورسکونډي یې، حیران پاتې وي چې څه وکړي. ځینې وایي چې دغه حالت کې د بشپړې بیسوادۍ احساس کوي او فکر کوي چې نه په څه پوهېږي او نه یې حتی کله څه لیکل کړي دي.

دا ډېر عجیب او سخت حالت دی، خو لیکونکی/ ې نباید خواشینۍ ته تسلیم شي. دا یوه حل لاره لري. ما د همدې ټکو په لیکلو تجربه کړه.

د لیکلو د عادت یو ډول.

ادامه نوشته

ليکنه: د لیکلو لپاره ځای او ځانگړتیاوې یې

د لیکلو لپاره ځای او ځانگړتیاوې یې

په عام ډول ټول په دې نظر دي چې د مطالعې او لیکلو لپاره آرام او بې غږوغوږه ځای ته اړتیا ده خو آیا په داسې ځایونو کې چې گڼه گوڼه په کې وي، لیکل او مطالعه به څنگه وي، آیا سمه مطالعه او ښه لیکل به وکولای شو، هغه هم په داسې حال کې چې هم مطالعه او هم لیکل فکر کولو ته اړتیا لري.

پر شمېر نورو لیکوالو سربېره، زادي سمیت او همینگوی له هغو لیکوالو څخه وو چې د لیکلو لپاره گوښه ځای ورته غوره ښکارېده. د دوی باور دا و چې له نورو څخه لریوالی په ښه تمرکز کولو کې ورسره مرسته کوي. دوی حتی وړاندیز کړی چې د مزاحمت د نه رامنځته کېدو لپاره ور پور کړی شي او تلفون بند شي.

خو په دې منځ کې بیا لکه موراکامي داسې لیکوال هم شته چې غوره گڼي په گڼه گوڼه کې لیکل وکړي. دوی ښايي دا وغواڔي ووایي چې د لیکلو پر وخت هیڅ شی پرې اغېز نه کوي او دا امکان هم شته چې د یو نوي حالت او یو اورېدل په لا ښه لیکلو کې ورسره مرسته وکړي او د جوش و جم نه په په ډکه فضا کې سرعت ورسره ملگری شي او چټک لیکل وکړي.

ځوان لیکوال کولای شي دواړه فضاگانو کې لیکل تجربه کړي خو د ښه تمرکز لپاره گوښه ځای ورته غوره ښکاري. دوی باید پر هر څه فکر وکړي، هم پر کرکټر، هم پر مکان او هم پر زمان.

کله چې له دې تجربې تېر او پر ځان ډاډمن شول، دویمه او سرخلاصه فضا په ښه توگه تجربه کولای شي.

تر دې ځایه د لیکلو لپاره پر ځای او ورسره د ځای پر ځینو ځانگړتیاوو تم شولو خو دا بسنه نه کوي.

یو شمېر لیکوال په دی نظر دي چې له گوښه ځای څخه یوازې دا مقصد باید وا نه خیستل شي چې خلک لیکوال ته مزاحمت رامنځته کړي، بلکې هغه ځای باید کابو خالي وي او حتی د گلو یو گلدان، پوستر او نقشه هم نه وي او خلاصې فضا ته لاره نه وي تر څو یو دم د دوی ذهن هغو شیانو ته وا نه وړي او دوی پر خپل کار له فکر کولو پرېنږدي. خو که لیکوال هر څه له مخکې په ذهن کې جوړ کړي وي، ښایي له دې ستونزې سره مخ نه شي. ځکه دا بیا یوازې د لیکلو مرحله او د کلماتو له انتخاب پرته بل زحمت ور له غاړې نه وي چې دوی له کار او ډېر فکر کولو او دقت کولو نه وباسي.

موږ په د ځای په ځانگړنو کې یوه خبره د غږ وکړه چې د لیکوال د کار خنډ و نه گرځي، غالبا همینگوې چې خپلې کیسې یي په ټایپ ماشین کې لیکلې او د هغو تڼیو ډېره ټکا هم درلوده، دا خبره کړې ده چې د ټایپ د ماشین د تڼيو ټکا پرې داسې خوندوره لگیده لکه د باران غږ.

ادامه نوشته

لیکنه: څومره وخت او څومره لیکل؟

څومره وخت او څومره لیکل؟

هر لیکوال د لیکلو لپاره ځان ته ځانگړی وخت ټاکي. ځینې د شپې له مخې لیکل کوي او ځینو ته د ورځې لیکل خوند ورکوي.

ځینې دغه لیکوال وایي، دا چې هم شپه خپله آرامه ده او هم یې ډېر څوک د کار مزاحمت نه کوي او ویده وي، په شپه کې ښه او ډېر لیکل کولای شي.

هغوی چې د ورځې لیکل ښه بولي په دې نظر دي چې د ورځې رڼایي وي او دغه طبیعي رڼایي لیکلو ته هڅوي. دوی وایي په طبیعي لحاظ هم ورځ د کار لپاره وي.

دا لیکوال به یا د شپې لیکلو ته زړه ښه کوي او یا د ورځې خو مهمه ورته دا ده چې د خپل کار نتیجه ژر او په ټاکلي وخت کې ترلاسه کړي. د دې لپاره دوی د خپل کار لپاره ساعتونه ټاکي چې څو ساعته کار وکړي.

هغه لیکوال چې لیکوالي یې دنده ده او بل کار نه لري، ښایي په څلورویشتو ساعتونو کې ډېر وخت آن خپل لس ساعته او یا تر دې ډېر وخت لیکوالي ته ورکړي خو هغوی چې بله کومه بوختیا هم ولري، ممکنه ده په یوه ورځ او شپه کې یو ساعت، دوه ساعته او تر دې لږ ډېر وخت په لیکوالۍ ولگوي.

وخت ټاکل او څومره وخت لیکل راته دا وایي چې د خپل کار په وړاندې ژمنتیا ولرو او خپل ریاضت څرگند کړو.

که داسې و نه کړو، دا امکان شته چې هم خپله لېوالتیا له لاسه ورکړو او هم ښه اثر رامنځته نه شو کړی.

ادامه نوشته

لیکنه: په داستاني ادبیاتو کې  د زیات لوستلو او لیکلو ونډه پیاوړی او غوره لیکوال کېدل زیاته مطالعه او

په داستاني ادبیاتو کې

د زیات لوستلو او لیکلو ونډه

پیاوړی او غوره لیکوال کېدل زیاته مطالعه او ډېر لیکل غواړي. یعنې پیاوړی لیکوال باید هم ډېر ولولي او هم ډېر لیکل وکړي.

ډیری کسان له لوستلو او لیکلو سره مینه ښیي خو د هغو کسانو شمېر کم ترسترگو کېږي چې ډېر لوستل او لیکل وکړي.

لومړی به لوستلو ته ور تم شو. د کم لوستلو لومړۍ نښه په زده کوونکو کې لیدل کېږي. ډېر لیدل شوي که د یوه ټولگي د زده د کوونکو شمېر ۴۰ کسه وي، بې له شکه تر ازموینو وروسته که د دوې شهادتنامو ته ځیر شو، متوجه کېږو چې د نومرو ترمنځ یې غټ توپیر موجود وي. حتی یو کم شمېر کامیاب او یو زیات شمېر یې ناکام او مشروط پاتې وي.

که دوی مطالعه وکړي، پایله به د دې اپوټه وي.

د زده کړې تر دورې وروسته دا سیوری دوامداره خور وي. کامیابه زده کوونکي په مطالعې دومره روږدي شوي وي چې آن د روزگار غم او کار هم په مطالعه کې خنډ نه گرځي. خو هغه نور که اوزگار هم وي، د کتاب پاڼې نه اړوي.

ځینې وايي چې لکه د ناولونو په تېره د پولیسي ناولونو او د نورو په زړه کتابونو لوستل ځینې خلک د مطالعې لیوال کړي. دا یوه لاره ده خو موږ نه خپله دومره دا ډول کتابونه لرو او نه مو له نورو ژبو راژباړلي.

دا یو ضرورت دی او په کار ده چې ورته پام واړول شي.

دا مساله چې موږ په خپله دومره ډېر کتابونه نه لرو، د دې ښکارندویي کوي چې موږ د په زړه پورې کتابونو د لیکلو لپاره لیوالتیا یا نه لرو او یا کچه یې تر حده کمه ده.

دا په عادي بڼه زموږ د لوستلو او لیکلو کچه سترگو ته دروي خو دا چې قوي لیکوالي لپاره لیکل او هغه ډېر لیکلو ته توجه وکړو، د اندېښنې وړ موضوع ده.

دا چې د عنوان له مخې دلته زموږ د بحث موضوع د داستاني ادبیاتو پر زیات لوستلو او زیات لیکلو متمرکزه ده. دلته غواړو دا ووایو چې موږ په دې برخه کې هم کمه مطالعه کوو او هم کم لیکل کوو.

که موږ زیاته مطالعه او زیات لیکل وکړو نو قوي لیکل کولای شو.

زیات لوستل دا مرسته راسره کوي چې د لیکلو له گڼو باریکیو سره بلد شو او د ښه او قوي لیکلو چلونه زده کړو.

غوره او ستر بهرني لیکوال هم په همدې نظر دي او د زیات لوستلو او لیکلو وړاندیز کوي.

د هرې پاتر د مجموعې لیکوال استیفن کینگ وایي، هغه وخت یو څوک پیاوړی لیکوال کیدای شي چې زیاته مطالعه او ډېر لیکل وکړي. د هغه په خبره بل انتخاب نشته.

ادامه نوشته

لیکنه: الهام او لیکل

الهام او لیکل

زموږ ځوان لیکوال پر الهام دومره ډېر باورمن دی چې فکر کوي که الهام ور نه شي، لیکل نه شي کولای.

دیری کره کتونکي په دې نظر دي چې د شعر په برخه کې د الهام خبره خپل ځای لري خو د داستان په لیکلو کې دا خبره کره نه ده. د دې کره کتونکو نظر دا دی چې د داستان د لیکلو لپاره د موضوعاتو موندل په کار دي. ښایي ځینې وپوښتي چې دوی داستاني موضوعات څنگه راپیدا او خوندي کړي.

کره کتونکي وايي چې د داستاني موضوعاتو د ترلاسه کولو لپاره یوه لاره دا ده چې ځوان لیکوال دې تل له ځانه سره یوه د یادښت کتابچه ولري او په هغه کې دې خپل فکرونه، مشاهدې او په مجلو او ورځپاڼو کې او د ثبتولو وړ بل هر څیز یادښتولای شي.

ډیری ادبپوهان او کره کتونکي وایي، هغه هیوادونه چې د جگړې په حال کې وي او یا جگړه پرې تېره شوې وي، له داستاني موضوعاتو ډک وي. په تیرو پېړیو او معاصره دوره کې زموږ هیواد گڼې جگړې او یرغلونه تجربه کړې دي. که دې ټکي ته پام وکړو، نو موږ د ورځنیو پیښو ترڅنگ چې د تېرو څه پاسه څلوېښتو کلونو زېږنده دي، د داستاني ادبیاتو د رامنځته کولو لپاره ډېر څه لرو چې پر هره یوه موضوع یې حتی له بیلابیلو زاویو گڼ داستانونه لیکلای شو.

کله چې موضوعات ولرو او هغه راته معلوم وي او یادښت کړي مو وي، یوازې لیکل یې پاتې کېږي. دا لی

لیکل د لیکوال هڅه غواړي، که څوک هڅه و نه کړي، لیکل نه شي کولای.

کره کتونکي وايي، لیکوالي او هغه هم رښتنې لیکوالي، هڅه غواړي. د دوی په وینا، د کاغذ پر مخ د کلماتو راوړل لپاره یو څوک باید هغه پر کاغذ ولیکي. د دې کره کتونکو باور دا دی چې له دې واقعیت نه د تېښتې کومه لاره نشته

ادامه نوشته

ليکنه: په کاغذ که په کمپیوټر لیکل؟

په کاغذ که په کمپیوټر لیکل؟

کمپیوټر چې نه و، د بیا لیکلو او ډېر کاغذ مصرفولو له ستونزې سره مخ وم. خو خوند یې راکاوه. ځکه هم مې د زیات کار کولو کچه رامعلومېده چې ډېر کار او ډېره خواري کوم او هم مې جملې اړولې را اړولې، هغه کار چې هر متن ورسره ښکلی کیدای شي.

کله چې کمپیوټر راغی او زه ورسره بلد شوم، کاغذ رانه هېر شو او په کمپیوټر لیکل مې عادت شول. که څه هم په کمپیوټر لیکل آسانه و او د تېروتنو اصلاح کول او د جملو اړول را اړول آسانه وو او ورسره له چټک لیکلو سره یې بلد کړم خو هغه کیف مې په کې و نه موند چې د کاغذ په مخ لیکل درلودل.

هغه ستونزه چې له تېرو دوه ویشتو کلونو د کمپیوټر تجربې په کمپیوټر لیکلو له کبله را پیدا کړې، تراوسه هم ورسره مخ یم.

چټک لیکل کوم او داسې ښکاري چې هر څه مې لکه څنگه مې چې فکر کړی، سم لیکلي، خو د هر څه تر خپرولو ډېر وروسته یا خپله ورته ځير شوی یم او یا نورو دوستانو ورته متوجه کړی یم. زما منظور دا نه دی چې ډېری به زما غوندې له دې ستونزې سره مخ وي. ښایي ډېری له ډېر دقت نه کار واخلي او ستونزې یې یا کمې او یا هیڅ ستونزه و نه لري.

د دې ستونزې تر څنگ چې کومې بلې پایلې ته رسېدلی یم، دا دی چې په کمپيوټر لیکل له سړی د ډېر فکر کولو، تمرکز کولو او پر خپلې لیکنې له لا ډېر تمېدلو مخه نیسي. ښایي لوی لیکوال دې ستونزې سره مخ نه وي، خو ممکن ځوان ليکوال دا ستونزه ولري.

باید ووایم چې له دې ټکي څخه زما هدف دا نه دی چې په کمپيوټر لیکل رد کړم خو د خپله خبره مې شریکه کړه.

ادامه نوشته

ليکنه: د کیسه گۍ یا مایکرو فیکشن ځانگړتیاوې

د کیسه گۍ یا مایکرو فیکشن ځانگړتیاوې

کیسه گۍ یا مایکرو فیکشن تر فلش فیکشن لنډه بڼه ده.

ځینې کره کتونکي وایي چې په دې ډول کیسو کې د هرې یوې کلمې پر کارولو ډېر حساب کېږي.

دوی په داسې حال کې چې ټینگار کوي د دې کیسو په لیکلو کې باید معنی داره کلمې غوره کړای شي او قوي جملې جوړې کړای شي، غبرگوي چې هیڅ یوه کلمه هم باید بې ضرورته و نه کارول شي.

د جوړښت له مخې دا کیسه د فلش فیکشن او لنډې کیسې غوندې پیل، منځ او پای لري خو ډېرو جزیاتو ورکولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

موږ اکثره په خپلو کیسو کې د لوستونکي د عواطفو او احساساتو د پارولو لپاره د کیسې په هره برخه کې څه د شخصیت په انځورولو کې او څه د پېښې په انځورولو کې جزیات ورکولو ته ډېره لېوالتیا ښییو خو وروسته که دقت ورته وکړو، دې کار مو د ښې کیسې په پنځولو کې هغه د تمې وړ مرسته نه وي کړې او کیسه هسې رانه اوږده شوې وي.

په دې کیسو کې د حد اکثر دوو کرکټرونو د انتخاب خبره کېږي. که کرکټرونه ډېر شي، د هغه په اړه توضیحات هم په کار وي، چې مایکرو فیکشن یې حوصله نه لري.

کره کتونکي وایي چې د مایکرو فیکشن شخصیتونه باید خاصې ځانگړنې ولري. دوی وایي، دغه شخصیت باید جذاب وي، یعنې یوه فزیکي ځانگړنه ولري او یو قوي یا مرموزه لید.

د دوی په وینا لکه څنگه چې دا کیسه بیخي لنډه ده، د کرکټرونو نومونه یې هم باید ډېر لنډ وي.

کره کتونکي د دې کیسې د لید زاویه درېیم شخص غوره بولي او وایي چې د لوستونکو او شخصیتونو ترمنځ اتصال او رابطه په ښه توگه ټینگولی شي.

د مایکرو فیکشن لیکوال او کره کتونکي وایي چې دغه کیسه باید سم له واره له ټکر او د کیسې له پای سره نږدې راپیل شي.

دا کیسه د یادو او ځینو نورو ځانگړنو او عناصرو په لرلو سره همدلته پای ته نه رسیږي، د کار اصلي برخه یې لا پاتې چې د لیکلو په وخت کې دومره ډېر فکر پرې نه وي شوی چې هغه بیا کتل او لیکل دي.

باور دا دی چې له بیا کتلو او لیکلو سره تر ممکنه بریده بې ضرورته کلمې کمیدای او کیسه په رښتنې معنی مایکرو فیکشن کیدای شي.

ادامه نوشته

لیکنه: کیسه او دقت

کیسه او دقت

په کیسو کې په دقت د پېښو، موقعیتونو او کرکترونو په تېره د کرکترونو د رواني او اندروني حالتونو انځورول کیسې کیسه کوي خو دا یو څه ستونزمن کار دی.

دا کار ځینې لیکوال ډېر له جنجال سره مخ کوي ځکه دا هر څه د خیال په مټ کوي او له دې کبله حتمي ده چې ښوییږي هم.

ژوند کیسه ده او کیسه له ژونده اخیستل شوې یوه برخه ده. دا چې ژوند پر تجربو ولاړ دی او موږ کیسه د ژوند یوه برخه گڼو دا باید ومنو چې کیسه او هر څه یې پر تجربو ولاړ وي. که خیال هم په کې گډوو، کیسه باید رښتنی و ایسي.

خو دا کار هغه لیکوال ښه کولای شي چې په خپلو کیسو کې خپل ژوند او یا د هغه یوه برخه را اخلي. ځینې لیکوال په تېره یو شمیر نړیوال کیسه لیکوال چې کیسې یې د ډېرو خلکو پوره پام خپلوي، د کره کتونکو په باور د کار یوه ځانگړنه یې دا کیدای شي چې خپلې ژوند پیښې یې کیسې کړې وي.

ما هم چې کله کومه کیسه لیکلې او ملگرو راټوله ښکاره شوې، ځیر شوی یم چې هغه، هغه کیسه ده چې ما خپل تصویر په کې ور کړی او یا په یوه بڼه زما د خپل ژوند پیښې دي.

ادامه نوشته

لیکنه: لنډه کیسه له کومه ځایه پیل کړو؟

لنډه کیسه له کومه ځایه پیل کړو؟

له پخوا نه تراوسه زموږ ډیرې لیکل شوې لنډې کیسې د یو چا د ټول ژوند د تصویر وړاندې کولو خصوصیت لري. ماشوم زیږي، ځوانیږي، میئن کیږي او حتی ډېر پوخ عمر ته هم رسېږي.

حال دا چې لنډه کیسه د خپل جوړښت له مخې د ژوند یوه شېبه را اخلي او له هغه ځایه راپیليږي چې پای ته نږدې وي.

پای ته نږدې پیل دا مرسته راسره کوي چې کیسه راټوله وي او سر بې سره یې لاره نه وي، ویستې.

ليکنه: د کیسه لیکلو تجربې

د کیسه لیکلو تجربې

ځینې لیکوال د کیسه لیکلو بیلابیلې لارې او تجربې لري. ځنې د سوژو له موندلو سره سم له واره په لیکلو لاس پورې کوي چې ښایي کیسه ترې تر معمول حد او ضرورت اوږد شي خو یو شمېر نور بیا نورې لارې لري.

یو شمېر نړیوال کله هم چې پوښتل شوي، ویلي یې دي چې کیسه لومړی پخپل ذهن کې جوړوي او وروسته یې لیکي.

د دوی په وینا، دا کیسې یې تر نورو هغو کیسو چې سوژې یې موندلې او د لیکلو په تکل کې يې شوي دي، ښې راغلې دي.

دا خبره دا معنی ښندي چې دوی کیسې په ذهن کیسې پخوي. هم یې پیل، منځ او پای، هم یې کرکترونه، هم یې ځایونه، هم یې پېښه او پېښې او هم یې وخت په ذهن کې سره اړوي را اړوي.

له دې سره لیکل هغه څه دي چې د لیکوال ډېر وخت نه نیسي.

دا یوه ښه تجربه ده او له خپلې کیسې سره د بوخت پاتې کېدلو او ژوند کولو معنی لری.

ښایي داسې یوه تجربه چې ډېره برخه د خیال محصول وي، کیسه واقعیت ته نږدې او تر ډېره د باور وړ وگرځوي او ښایي هغه د رښتیا غوندېتوب له اصل سره هم مرسته وکړي.

ادامه نوشته

لیکنه: زیات که کم کرکټرونه؟

زیات که کم کرکټرونه؟

کره کتونکي او لیکوال وايي، څومره چې د یوې لنډې کیسې کرکټرونه کم وي، ځکه غوره ایسي چې لوستونکي به په ښه توګه په خپل ذهن کې ورته ځای ور کړي او گام په گام به ورسره مخ ته لاړ شي.

د دوی په نظر یوه لنډه کیسه یوازې درې کرکټرونو ته اړتیا لري، اصلي، یو مخالف او رابطه کرکټر.

خو په دې منځ کې ځینې کیسې بیا داسې هم وي چې یو کرکټر ولري. کره کتونکي بیا داسې کیسې ته د عالي او غوره کیسې په سترگه هم گوري. ښايي دوی ورته بیلابیل دلایل ولري خو یو یې کیدای شي دا هم وي چې هر څه په یو زمان او یو مکان کې ډیر ممکن وي او وحدت تاثیر په کې موجود وي.

ځینې کیسې ښایي درې کرکټر هم ولري، خو کیدای شي ځینو ته هغه له کیسې نه د خپل برداشت له مخې یو کرکټر و ایسي. کلونه پخوا مې په سپیدې مجله کې د ایمل پسرلي د یوې کیسې کره کتنه ولوسته. کیسه درې په درې نومېده، د نورو ترڅنگ حقدار لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي پر کیسۑ د خپلې کره کتنې په یوه برخه کې ویلي وو چې دا درې کسه نه بلکه یو کس دی. اوس مې هغه کیسه او د استاد خبرې هیرې دي.

زموږ مشرانو تل ویلي هر څه په خپله اندازه ښه وي، حتی خوراک ځکه هضمول یې ستونزمن نه وي.

که په کیسه کرکټرونه ډېر شي، نه یوازې دا چې لوستونکې ته جذب او هضم یې سختېږي، بلکه لیکوال ته یې پالل او انځورول هم سخت وي.

ما ته یو وخت د څو کیسو ارزول راپه غاړه شول. هم کیسې لږې اوږدې وې او هم کرکټرونه یې زیات وو. ځینې کرکټرونه او په تېره د هغوی نومونه را نه هیریدل او ځینو کې بیا دا ډول هېریدل د لیکوالو ستونزه هم وه. حتی د یو کرکټر نوم به یې بیا بیا بل کرکټر ته لیکلی و.

که کرکټرونه کم انتخاب شي فکر کوم، دا ستونزه به نه راپېښېږي.

ادامه نوشته

لیکنه: مکالمه په کیسه کې څه ونډه لري؟

مکالمه په کیسه کې څه ونډه لري؟

زموږ د مکالمو یوه همیشنۍ ستونزه دا ده چې یا اوږدې وي او یا غیر واقعي ایسي.

کره کتونکي خبرې اترې یا مکالمه د کیسې روح ګڼي او وايي چې مکالمه باید کیسه را ژوندۍ کړي.

د دوی په اند د صحنو پر تنظیمولو نباید زیات وخت ولګول شي ځکه کیسه باید ژر یوې پایلې ته ورسېږي. دوی وايي چې مکالمه او په تېره ښه مکالمه کرکټرونه را ژوندي کوي او ورسره کرکټر راته را پېژني او هم ځای او مکان راته راپېژندلای شي.

د دې کره کتونکو په خبره کرکټرونه په صحنه کې راولی، بوخت يې کړئ. اوبه پرې راوړئ، کور پرې جاړو کړئ او یا بل کار پرې وکړئ. خو له دې کار سره سم پر مکالمې تمرکز وکړئ، چې کیسه مخته بوځئ او ټکر رامنځته کړئ.

هغوی چې پر مکالمې ټينګار کوي، وايي چې مکالمې باید لنډې وي او واقعي څرګندې شي، ځکه غیرواقعي مکالمې د لیکوال په کار کې د ستونزې ښکارندويي کوي.

د مکالمې يوه ترټولو اساسي ځانګړنه دا هم ګڼل کېږي چې باید په مکالمه کې د کرکټر عمر او ټولنیز موقف (باسواده، بیسواده، ښوونکی، شاګرد، عالم او عامي) په نظر کې وي. دا کار پر کیسې او کرکټر د لوستونکي باور زیاتوي.

له پرونه تر ننه زموږ د اکثرو لنډو کیسو یوه نیمګړتیا دا ده چې هم يې مکالمې له حده اوږدې دي او هم د عمر او ټولنیز موقف خیال په کې نه وي ساتل شوی.

اوږده مکالمه ستونزه نه ده خو لږ زحمت غواړي. زموږ لیکوال باید د ښې مکالمې د لیکلو او بورته يادو دوو ځانګړنو په نظر کې نیولو لپاره باید خپله کیسه بیا بیا ولولي. په تېره د مکالمو برخه باید بیا بیا له نظره تېر کړي.

ځینې کیسه لیکونکي کله هم چې په کوم ځای کې د کیسه لیکلو تجربې شریکې کړې دي، ویلي دي چې د ښو مکالمو د لیکلو لپاره يې خپلې مکالمې بیا بیا له ځان سره تکرار کړې دي.

ادامه نوشته

د کیسې بیا کتنه او اصلاح کول

د کیسې بیا کتنه او اصلاح کول

اضافي صحنې، سره ورته یا مل کرکټرونه، تر کچې زیاتې ستاینې او غیر ضروري قیدونه، نه انځورونه، تکراري کلمات او ناحسابلې او اوږدې جملې زموږ د لنډو کیسو له ستونزو څخه شمېرل کېږي. خو دا هغه ستونزې نه دي چې حل نه شي او د حل لار و نه لري.

د کره کتونکو او د لنډو کیسو د لویو او مشهورو لیکوالو سپارښتنه دا ده چې کیسه لیکوال باید د خپلو کیسو تر بشپړېدو وروسته په هغو کې د اصلاحاتو راوستلو ته مخه وکړي، هغه هم تر هغې کچې چې ښه په کې ستړي شي.

که څه هم ښايي په دې کار سره کیسه ډېره رالنډه شي خو دا ځانګړنه هرو مرو خپلوي چې قانع کوونکې شي او د لوستونکي پام لا زیات را خپل کړي.

نپوهېږم له چا مې اورېدلي او یا کوم ځای کې مې لوستي دي، چې یو ليکوال ویلي دي: د دې لپاره چې یو ښه ليکوال و اوسئ، باید یو بې رحمه ایډيټر و اوسئ.

کره کتونکي وايي چې لوستونکو ته د یوې ښې کیسې د وړاندې کولو لپاره باید د کیسې د لیکلو او اصلاح کولو په بهیر کې لاندې خبرې په ذهن کې ولرو:

د زیاتو کرکترونو په ځای باید پر کمو کرکټرونو قناعت وکړو او هغه ورته او مل کرکټرونه سره ګډ کړو.

د زیاتو صحنو له راوړلو تېر شو، اضافي او فرعي صحنې لرې کړو او د داستان اصل ته پام واړوو.

د یو څه ویلو په ځای باید یو څه ورښکاره کړو او غوره لا دا چې زموږ د پنځه ګونو حواسو خیال په کې ساتل شوی وي.

د غیر ضروري قیدونو او ستاینو له راوړلو ډډه وکړو.

د کلماتو په انتخاب کې دقت وکړو، اضافي کلمات له منځه یوسو او حسابلې جملې وکاروو.

ادامه نوشته

لیکنه: زموږ لیکوال او يو همت

زموږ لیکوال او يو همت

د ۱۳۹۵ کال لیکنه

==========؛

له هغه راهيسې چې ما د لویو نړیوالو لیکوالو په اړه مطالعه شروع کړې او کله کله د یو نیم داسې لیکوالو تجربې درسره شریکوم، دا فکر راسره پیدا شوی چې موږ(افغانان) هم د هغوی په کچه خپل لیکوال لرو، خو دا چې نړۍ ته مو نه دي ورپېژندلي، تر ډېره هم يې نومونه او هم يې اثار له نړیوالو پټ پاتې دي. ښايي یو علت چې زموږ پر لیکوالو په نړیواله کچه ډېر بحثونه نه دي شوي، همدا خبره وي.

موږ لکه استاد سعدالدین شپون، ډاکتر اکرم عثمان، ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی، ارواښاد نجیب توروایانا او ډېر نور لیکوال او شاعران لرو چې اثار يې شهکارونه دي، خو دا چې د دې استادانو اثار په نورو ژبو او په تېره په انګريزي نه دي ژباړل شوي او یا بیخي کم ژباړل شوي، نړیوالو ډېر نه دي پېژندلي او په نړیوالو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه نه دي شوي.

دا زموږه تنده ده، که موږ غواړو چې دا تنده مو ماته شي، يو همت په کار دی، یو قوي همت. هغه همت دا دی چې موږ خپل اثار نورو ته د هغوی په خپله ژبه وژباړو او تيت يې کړو.

تر دې دمه چې کوم مخلص لیکوال او شاعر داسې یو مخلصانه همت کړی، هغه دروند استاد نجیب منلی دی. تمه کېږي چې نور لیکوال مو هم د هغه په پلونو قدم کېږدي او خپله ژبه په نړۍ کې و ځلوي.

ادامه نوشته

لیکنه:د یوې کیسې د لیکلو لپاره قوی لیدلوری

د یوې کیسې د لیکلو لپاره قوی لیدلوری

هنرونه په مجموع کې د یو څه ویلو او ښودلو په مقصد رامنځته کېږي.

کیسه هم له دې امره مستثنی نه ده. کیسه لیکوال د کیسۑ له لیکلو باید یو مقصد ولري.

کره کتونکي وایي چې کیسه لیکوال ته ښایي له هماغه پیله په دې وپوهېږي چي څه غواړي و وایي.

د دوی په وینا، کیسه لیکوال ته ښایي له ځانه وپوښتي، لوستونکی د ده د کیسې له لوستلو سره باید څه ډول احساس یا فکر ولري او په دې ځان ډاډه کړي؟ سره له دې لیدلوری باید په څرگند ډول په کیسه کې منعکس شوی وي.

په 1376 کال کې زه، ایمل پسرلی او نورمحمد لاهو د کابل د لومړۍ امنیتي حوزې څنک ته په سماوار کې(چې اوس یې نښه نښانه هم نشته) ناست وو، تر نورو خبرو وروسته ما وویل چې زه د کیسې لپاره یوه سوژه لرم او غواړم هغه داسې ولیکم. هغه جزیات مې تشریح کړل. ایمل جې بې له ځنډه وپوښتل: یعنې څه؟ زه حریان دریان پاتې شوم چې څه و وایم. که رښتیا و وایم ترې خپه شوم، خو ډېر وروسته بیا پوه شوم چې د هغه مقصد له دې پوښتنې څه و او زه هسې خپه شوی وم. د هغه مقصد دا و چې زه د هغې کیسې له لیکلو څه غواړم و وایم. بیا ایمل جان لندن کې و او ما نه شو کولای چې ورته و ووایم د کیسې له لیکلو څخه زما مقصد داسې یو څه و.

له دې خبرې څخع زما منظور دا دی که موږ د خپلې کیسې د لیکلو لپاره هغه له پیله قوي لیدلوری ولرو او پورته راوړل شوې پوښتنې ځواب کړو نو ښه کیسه به مو لیکلې وي.

ادامه نوشته

لیکنه:کرکټرکښنه او لارې يې

کرکټرکښنه او لارې يې

په تېرو پوسټونو کې مو د کیسې د کرکټرونو په اړه یو څه سره وویل. په دې پوسټ کې پر کرکټرکښنې غږېږو او اهمیت ته یې تم کېږو.

"د کیسې هنر" لیکوال آر اس گوین وایي چې لیکوال د کرکټرکښنې د بېلابېلو بڼو له لارې، اصلي کرکټر ته، چې د لنډې کیسې د لیکلو یوه اساسي برخه ده، وده ورکوي. نوموړی دا هم وایي چې مډرنه لیکوال لېوالتیا لري چې کرکټرکښنې ته د کیسې د یوه توکي یا عنصر په سترگه وگوري چې د داستان له پلاټ سره برابر او حتی تر هغه ډېر مهم گڼل کېږي.

د کره کتونکو او کیسه لیکونکو په اند، د کرکټرکښنې په برخه کې باید د کرکټر پر ځینو اړخونو تم شو.

لکه:

د شخصیت ډولونه

د ځانگړنو تعیینول

مکالمه

له ځان سره شخړه کې

د ټولو توافق، لکه څنگه چې په لیکنو کې هم ورته اشاره وشوه، پر دې راڅرخي چې یوه کیسه یو اصلي او څو فرعي کرکټرونه لري خو اصلي شخصیت یا کرکټر ځیني ځانگړنې لري چې په نورو کرکټرونو دومره ډېر د اهمیت وړ نه گڼل کېږي، مثلا اصلي کرکټر اصلي کولی شي احساساتو او ادراکاتو ته بدلون ورکړي، ځینې وختونه کیسه بیان کړي او کیسې ته معنی وبخښي. لیکوال کیسه د یوه اصلي کرکټر پر شاوخوا راچورلوي. خو که نور فرعي کرکټرونه داسې ځانگړنې و نه لري دومره مهمه نه ده.

آر اس گوین په دې نظر دی چې یوه لنډه کیسه یو اتل او ډېر ځله یو مخالف لري او اتل له مخالف سره په ټکر کې وي.

دی وړاندې لیکي، کله کله د کیسې اتل د کیسې ضد اتل وي، یو داسې اصلي شخصیت چې په خواشینوونکي ډول نیمگړتیا ولري او یا د شخصیتي نیمگړتیاوو لرونکی دی. د نوموړي په وینا کیدای شي دغه کرکټر ځانغوښتی، وېروونکی او متعصب وي.

د کرکترونو د ځانگړنو په برخه کې کره کتونکي وایي چې لیکوال د دوی د انځورولو لپاره له دوو لارو استفاده کوي:

په مستقیم او غیر مسقیم ډول

دوی اصلي کرکټر هغه څوک راپېژني چې لیکوال یې د راوي په مټ رامعرفي کوي چې له خپله ځانه ځینې ځانگړنې راڅرگندوي.

د نامستقیمې کرکټرکښنې په برخه کې ډیری پر دې یوه خوله دي چې لیکوال د کیسې کرکټر د هغه د افکارو، احساساتو او کړنو په بنسټ لوستونکو ته ور پېژني.

ډیالوگ یا مکالمه هم په کرکټرکښنه کې خپله ونډه لري.

ډیالوگ هغه څه ته وایي چې د کلماتو په بڼه د کرکټر له خولې راوځي.

کره کتونکي وایي مکالمه لیکوال ته اجازه ورکوي چې شخصیت ته وده ورکړي، لکه د هغه شخصیت، لیدلوری، نظرونه، فکرونه، انگېرنې او اخیستنې.

دا هغه څه دي چې لیکوال لاس د کیسې په ډراماتیزه کولو کې خلاص پرېږدي. په دې کار سره لیکوال لوستونکو ته دا ښیي چې څه پېښه ده، نه دا چې دا هر څه ورته ووایي.

ادامه نوشته

لیکنه: لیکل او هره ورځ لیکل

لیکل او هره ورځ لیکل

استاد اسدالله غضنفر هره ورځ لیکل د لیکوال کېدو یوه لاره را په گوته کوي. په دې برخه کې د استاد لیکنې تاکیدو پر ښه او متفاوته لیکلو او لیکوال کېدلو دی. د غضنفر صاحب تاکید تر ډېره پر مشاهدې دی، یعنې هر هغه څه چې وینئ، هغه ولیکئ. په لیکوالي کې مشاهده یو هنر دی او معنی یې داده چې هر هغه څه او حالت سره چې مخ کېږئ، لکه څنگه چې مو لیدلي، هغسې یې ولیکئ. په تېره د هغه څه لیکل چې د چا لپاره جالب ښکاري.

فکر وکړئ تاسو په موټر کې ناست یاست. ډریور ته ځير و اوسئ چې په گڼه گڼه کې څه ډول موټر چلوي، لاسونه څه ډول پر شترینگ گرځوي، څه وایي، څه ډول یې وایي، د سترگو حرکت یې څنگه وي؟

خو که هر څه وینئ او عادي یې لیکئ، کېدای شي جذب او کشش کم وی.

که هره ورځ لیکلو ته وخت نه وي، لنډ یادښتونه واخلئ او بیا په مناسب وخت کې د هغه لیکلو ته زړه ښه کړئ.

د په زړه پورې حالتونو او شېبو یادښت لیکل، نه یوازې دا چې موږ له لیکلو سره روږدي کوي، د ښو کیسو او حتی ناولو د لیکلو سبب هم کیدای شي.

که تاسو د نړۍ د هر لوی کیسه لیکوال او ناول لیکونکي مرکې ولولئ د ښه لیکوال کېدو یو راز همدا هره ورځ لیکل او یادښتونه اخیستل دي.

ادامه نوشته

لیکنه: یو څه انځور کړئ، مه يې وايئ

یو څه انځور کړئ، مه يې وايئ

زموږ په اکثرو کیسو کې راغلي وي چې احمد ډېر زړور سړی دی، احمد ډېر مهربانه دی، احمد بد سړی دی، احمد ښه سړی دی، احمد قاتل دی یا هغه ځای ډېر پاک و، یا چټل و او داسې نور.

کره کتونکي وايي، چې دا د ښو کيسو نښه نه شي کېدای. د دوی په وینا، ښه کیسه هغه ده چې هر څه يې انځور کړای شي نه دا چې وویل شي.

که احمد زړور دی هغه زړورتوب يې باید وښودل شي او لوستونکی باور وکړي چې هغه واقعا زړور دی. که یو ځای ښایسته دی، هغه ښایست انځور شي، که مرچ تراخه دي، تریخوالی يې باید د کرکټر د حالت په انځورولو سره انځور شي.

کره کتونکي وايي، کیسه لیکوال باید خپل لوستونکي د پنځو واړو حواسو په نظر کې نیولو سره په خپله داستاني تجربه کې شریک کړي. لوستونکی باید یو څه لمس کړي، یو څه بوی کړي، یو څه مزه کړي او یو څه واوري او یو څه وګوري. د دوی په خبره، یوازې په بصري تجربه کې د لوستونکو رامحدودول د لیکوال د کار مقصد نه دی.

ادامه نوشته

ليکنه: انځوریزه کیسه

انځوریزه کیسه

شعر، کیسه، مقاله او نورې لیکنې ټول او ټول د کلماتو منت بار دي. سره له دې چې په منفرد ډول کلمات بې روحه دي خو د همدغو بې روحه کلماتو کمال دا دی چې په لیکنو کې ساه اخلي، کولای شي یو تصویر جوړ کړي او هغه تصویر د لوستونکي یا مخاطب په ذهن کې ځای کړي.

کره کتونکي وايي، که موږ په هر قالب یا لیکنه کې، د لیکنو خصوصیت، ځانګړتیا او جوړښت ته په پام له کلماتو استفاده وکړو. هغه لیکنه که هر څه ژوندی ښکاره کېږي او لوستونکي له ځان سره اخلي.

دا چې دلته مو بحث پر کيسې دی، لازمه ایسي چې په کیسه کې له کلماتو د کار اخیستلو او د هغوی په مرسته انځور جوړولو ته تم شو.

په تېره لیکنه کې مو وویل چې ښه کیسه هغه کیسه ده چې د یو څه ویلو په ځای یو څه انځورولو ته په کې توجه شوې وي. دا کار کلمات کوي خو چې کیسه لیکوال پر ځان یو څه د زحمت سختي وزغمي.

که موږ په کیسه ووایو ((احمد په غوسه و او سترګې يې رډې راوتلې وې.))

دا یو څه ویل دي خو که ووایو ((احمد خپل لاسونه کلک موټي کړل، غاښونه يې سره وکړچول، سترګې يې سرې واوښتې او په زوره يې ور په سوک وواهه.)) دا یو څه انځورولو ته پاتې کېږي او يو څه وینو.

که د کره کتونکو سپارښتنو ته پام وکړو، ویلای شو چې دواړه بیلګې داستاني دي خو دومیه بېلګه ځکه غوره چې یو څه راباندې ويني او موږ خپل حضور ته په هغه موقعیت کې ځير کېږو او هرڅه په خپلو سترګو وينو.

ډېری دوستان به د یو فلم په کتلو کې دې ته ځير شوي وي چې د فلم په ځينو صحنو کې خپل ځان او شاوخوا محیط او موقعیت هېروي او یوازې په صحنه کې ډوب وي خو شېبه وروسته بېرته هغه عادي حالت ته راګرځي، هم تلویزیون ور ښکاري، هم د هغه مېز، هم کوټه، هم په کوته کې موکود نور شیان او کسان.

نوټ: دې لیکنې ته د اجمل جان پسرلي یو يادښت وهڅولم. که نه د کيسې په تخنیکي اړخونو خبرې زما له وسې نه دي. دا خو لا پرېږده چې زما خپلې کیسې څومره په دې لحاظ کمزروي دي.

ادامه نوشته

لیکنه: کبۍ او مونوک

کبۍ او مونوک

په داستاني ادبیاتو کې د یو بل د منلو او زغم غوره بېلګه

که څه هم په ناول کې ډېره اوږده مخینه نه لرو، خو هغه څه چې له یوې پېړۍ راهیسې په دې برخه کې په لیکلې بڼه تجربه شوي، په ښه او سمه ژبه د یو مثبت او له مينې ډک پیغام د لېږدولو هڅې دي.

خو دا هم باید هېر نه کړو چې موږ له پخوا په خپل فولکلوریک ادب کې د نکلونو، داستانونو او حکایتونو يوه ستره خزانه لرو چې ترټولو مشهوره هغه يې د ادم خان او درخانۍ، مومن خان او شیرينۍ او داسې نور دي. په دې هستونو کې هغه څه انځور شوي او کښل شوي چې نن هم د نړیوالو داستاني ادبیاتو خوراکه يې ګڼلای شو. مینه، نفرت، فقر، جګړه، سوله، طبقاتي تضاد، تاوتریخوالی، حق تلفي، له ښامارانو سره ډغرې وهل، د قاف له غرونو اوښتل او د ښاپيریو په څنګلونو ویده کېدل یې بیلګې کېدای شي.

په لیکني ادبیاتو کې بیا د ځینو پورته ذکر شویو مواردو ترڅنګ په پراخه کچه مینه انځور شوې. خو معاصرې هستونې مو جلا رنګ او خوند لري. زموږ ځینې معاصر لیکوال چې ادبي اثار د خپل وخت هینداره بولي، په تېرو پنځوسو کلونو کې يې پر وطن راغلي ناورینونه انځور کړي دي.

کومو مواردو ته مو چې نغوته وکړه، هغه ټول په خپلو ناولونو کې لرو، پرون مو هم درلودل او نن يې هم لرو. ځکه پرون هم موږ ژوند کول غوښتل او نن يې هم غواړو. داسې ژوند چې نفرت ته په کې ځای نه وي، مینه په کې وي، زغم په کې وي او د یو او بل د منلو جوهر ولري.

د نورو ناولونو د نومونو له یادولو که تېر شو، د کبۍ او مونوک ناول ته خامخا پښه نیولی کېږو. ولې؟ دا خپل دلایل لري.

کبۍ او مونوک د یو بل د منلو او د ګډ ژوند اوچت پیغام لري، د انسان له انسان سره ژوند او له ژويو سره د انسان خواخوږي او د څرنګه ژوند کولو پیغام.

کبۍ او مونوک د ډاکتر محب الله زغم ناول دی. تر دې مخکې د ځانمرګي، ځوروونکي او د ولسمشر فرمان په نومونو د زغم نور ناولونه هم چاپ شوي دي.

کبۍ او مونوک د محتوا او منځپانګې په لحاظ یو روزنیز، معلوماتي او هنري اثر دی. داسې يو اثر چې تراوسه په پښتو ادب کې د هغه بله بېلګه ترسترګو شوې نه ده او یا ما نه ده لوستې.

کبۍ او مونوک راته څه وايي؟

کبۍ او مونوک د کبانو او انسانانو ترمنځ د ژوند کولو یو اوچت او رنګین انځور دی چې هر لوستونکی ځان ته په مينه پښه نیولی کوي.

کبۍ او مونوک دا وايي چې هیڅ انسان تر بل انسان او هیڅ ژوی تر بل هغه غوره نه دی. د ناول اصلي پیغام همدا دی. لیکوال دا راته وايي چې د یو پر بل برترۍ غوښتنې حس موږ د تباهۍ کندې ورټېل وهي او له یو بل سره له ګډ او له مینې ډک ژوند څخه مو راګرځوي. دا وړتیا راڅخه تروړي چې د يو بل په ژبه پوه شو او یو بل درک کړو.

کبۍ او مونوک په همدې منطق پېلېږي او تر پايه همدغه منطق تعقیبوي. په دې ناول کې يو پر بل د برترۍ د حس زیانونه ډېر ښه انځور شوي، هغوی چې ځان ورته برتره او غښتلی ښکاري په دې سوچ نه کوي چې تر ده هم بل غښتلی چې زیان ور رسولی شي.

کبۍ او مونوک راته وايي که یو بل ومنو او پر یو بل د برترۍ احساس له ځانه لرې کړو نو ژوند ته ورلنډېږو او ورڅخه خوند اخستلای شو.

په ناول کې دا پيغام په څرګند ډول محسوسېږي چې انسانان که وغواړي د خپلو همنوعانو او ژويو پر ژوند د پوهېدو وړتیا لري. په دې ناول کې یو اتل ځيرک نومېږي، ځيرک د خپل یوه ملګري په مرسته دا هڅه کړې چې د کبانو ژبه زده کړي او د هغوی د ژوند په راز ځان خبر کړي.

کبۍ او مونوک نورې ځانګړنې هم لري.

لیکوال هڅه کړې چې خپل اثر د فولکلور په خوږو ښکلی کړي. کیسه تر يوځایه رسوي، پرېږدي يې او له بل ځای نه يې را اخلي. کټ مټ زموږ د فولکلوریکو کیسو غوندې. په معاصرو ناولونو او کیسو کې دا سخته چاره ده، حتی دا چې ناشونې ده. خو لیکوال ښه لاره فولکلوریک ادب کې ورته لټولې او تجربه کړې ده. هره صحنه چې نوې کېږي، لیکي، دا به همدلته پرېږدو، وګورو چې هلته څه شوي. خو ټولې جملې يې داسې نه دي، د هرې صحنې د بدلون لپاره نوې، لنډې او خوږې جملې را اخلي.

زموږ داستاني فولکلوریک اثار ټول دغه خواږه لري. ناول له ژویو پیلېږي، تر انسانانو را رسېږي او بېرته د ژویو په ژوند او چاپيریال پای ته رسېږي. دا به څنګه سره نښلوې، ټولې صحنې به څنګه سره یو ځای کوې او یو ګډ انځور به يې د لوستونکي مخې ته ږدې؟ لنډ ځواب يې دا دی چې د فولکلوریک ادب تجربه به کاروې او هغسې به يې کاروې چې د کبۍ او مونوک ليکوال يې کاروي.

دا ناول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی او د دوی لپاره په زړه پورې معلومات لري، دا ناول ماشومان او تنکي ځوانان د بیلابیلو کبانو له ډولونو او خاصیتونو سره بلدوي. ویاله، سیند او سمندر او ترمنځ يې توپيرونه راپېژني او په هغو کې د ژوند کولو طریقه بیانوي.

دا چې دا ناول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته لیکل شوی، لیکوال د هغوی د پوهې د کچې د لوړولو لپاره هڅه کوي. دا ناول یو څه رازده کوي. هر څوک چې هڅه او تلاش وکړي خپل ټاکلي هدف ته رسېږي، کبۍ هم چې د کومې پوښتنې په ځواب پسې وتلې وه، ځواب يې ترلاسه کړی دی. هیڅوک پر بل غوره نه دی. رنګ، زور او غټوالی د غوره والي نښه نه شي کېدای.

د ناول یوه ځانګړتیا له لوستونکي سره مخامخ غږېدل دي. لیکوال دا کار د پوښتنو په مطرح کولو سره کړی او غوښتي يې دي چې لوستونکی ځان د کتاب مخاطب وګڼي او خبرې ورسره وکړي او مینه يې سره پیدا شي او یو بل په خپل غم او ښادي کې شریک وګڼي.

لیکوال د لوستونکي د توجه د خپلولو او پر هغه د فکر کولو لپاره ځای ځای په ناول کې ځینې پوښتنې مطرح کړي دي. په ناول کې د ځيرک عمر نه ښودل کېږي خو د پوښتنې په مطرح کولو سره د لیکوال هدف دا دی چې که هر ماشوم او ځوان هغه لولي فکر وکړي چې ځيرک د هغه همزولی دی او کټ مټ د هغه غوندې فکر کوي. په دې کار سره کرکټر ورته اشنا معلومېږي او لا نور ورته ګرانيږي.

په ناول کې د معلوماتو برخه هغه لا نور په زړه پورې کوي، کله کله دا معلومات دومره په دقیق انداز راوړل شوي چې لوستونکی باور کوي چې رښتيا هم همداسې به وي. په ناول کې هغه برخه دریادوم چې ځيرک د کبۍ د خولې کلمات لیکي. هغه کلمات چې ټول یو څپيز دي او د واو په توري پیليږي. دا ځانګړتیا لیکوال په ناول کې داسې انځور کړې ده:

((په دې خاطر چې کبان حنجره، ژبه او غاښونه نه لري نو ((واو)) په اسانۍ سره ویلی شي خو نور غږونه ورته سخت وي. دوی یوازې هغه غږونه را ایستلی شي چې په وازه خوله ویل کېدای شي. کبان عادت لري چې شونډې مخې خوا ته وخوځوي او ((واو ))هم په همدې حرکت ویل کېږي نو د دوی په ژبه کې هره کلمه په ((واو)) شروع کېږي. کلمې یې لنډې او یوازې د یوې څپې ځکه دي چې کبان سږي نه لري.))

دا ناول په همدې طریقه ماشومان مطالعې، زده کړې او د علم حاصلولو ته هڅوي او دا وايي چې مطالعه او زده کړه په ژوند کې څه مرسته راسره کوي. کبۍ له سمندره خپل کور ته د راګرځېدو هیله لري، خو لاره نه ده ور معلومه او مکتب يې هم نه دی ویلی چې د علم په زور خپل کور پیدا کړي. خو د هغې ملګری مونوک چې مکتبي دی، له کبۍ تر ځینو پوښتنو وروسته د هغوی ویاله پیدا کوي:

(( مونوک وویل: ډېر ښه. زه پوه شوم چې ستاسو ویاله په معتدله سیمه کې ده. د استوا له کرښې به لرې وي خو دا چې د ځمکې په شمالي نیم کُره کې به وي که په جنوبي نیم کره کې، دا نو نه ده معلومه. ښه نو اوس دا راته ووایه چې ستاسو پسرلی به په کومه میاشت کې پیل شو؟))

د یوې کوټلې پايلې په توګه، کبۍ او مونوک یو راټول ناول دی، خور وور نه دی، صحنې يې سره تړلې او د یوې لنډې کيسې په توګه له تلوسې ډک دی.

ادامه نوشته

لیکنه: مکالمه په کیسه کې څه ونډه لري؟

مکالمه په کیسه کې څه ونډه لري؟

زموږ د کیسو یوه همیشنۍ ستونزه دا ده چې یا اوږدې او یا غیر واقعي ایسي.

کره کتونکي خبرې اترې یا مکالمه د کیسې روح ګڼي او وايي چې مکالمه باید کیسه را ژوندۍ کړي.

د دوی په اند د صحنو پر تنظیمولو نباید زیات وخت ولګول شي ځکه کیسه باید ژر یوې پایلې ته ورسېږي. دوی وايي چې مکالمه او په تېره ښه مکالمه کرکټرونه را ژوندي کوي او ورسره کرکټر راته را پېژني او هم ځای او مکان راته راپېژندلای شي.

د دې کره کتونکو په خبره کرکټرونه په صحنه کې راولی، بوخت يې کړئ. اوبه پرې راوړئ، کور پرې جاړو کړئ او یا بل کار پرې وکړئ. خو له دې کار سره سم پر مکالمې تمرکز وکړئ، چې کیسه مخته بوځئ او ټکر رامنځته کړئ.

هغوی چې پر مکالمې ټينګار کوي، وايي چې مکالمې باید لنډې وي او واقعي څرګندې شي، ځکه غیرواقعي مکالمې د لیکوال په کار کې د ستونزې ښکارندويي کوي.

د مکالمې يوه ترټولو اساسي ځانګړنه دا هم ګڼل کېږي چې باید په مکالمه کې د کرکټر عمر او ټولنیز موقف (باسواده، بیسواده، ښوونکی، شاګرد، عالم او عامي) په نظر کې وي. دا کار پر کیسې او کرکټر د لوستونکي باور زیاتوي.

له پرونه تر ننه زموږ د اکثرو لنډو کیسو یوه نیمګړتیا دا ده چې هم يې مکالمې له حده اوږدې دي او هم د عمر او ټولنیز موقف خیال په کې نه وي ساتل شوی.

اوږده مکالمه ستونزه نه ده خو لږ زحمت غواړي. زموږ لیکوال باید د ښې مکالمې د لیکلو او بورته يادو دوو ځانګړنو په نظر کې نیولو لپاره باید خپله کیسه بیا بیا ولولي. په تېره د مکالمو برخه باید بیا بیا له نظره تېر کړي.

ځینې کیسه لیکونکي کله هم چې په کوم ځای کې د کیسه لیکلو تجربې شریکې کړې دي، ویلي دي چې د ښو مکالمو د لیکلو لپاره يې خپلې مکالمې بیا بیا له ځان سره تکرار کړې دي.

ادامه نوشته

لیکنه: زیات که کم کرکټرونه

زیات که کم کرکټرونه؟

کره کتونکي او لیکوال وايي، څومره چې د یوې لنډې کیسې کرکټرونه کم وي، ځکه غوره ایسي چې لوستونکي به په ښه توګه په خپل ذهن کې ورته ځای ور کړي او گام په گام به ورسره مخ ته لاړ شي.

د دوی په نظر یوه لنډه کیسه یوازې درې کرکټرونو ته اړتیا لري، اصلي، یو مخالف او رابطه کرکټر.

خو په دې منځ کې ځینې کیسې بیا داسې هم وي چې یو کرکټر ولري. کره کتونکي بیا داسې کیسې ته د عالي او غوره کیسې په سترگه هم گوري. ښايي دوی ورته بیلابیل دلایل ولري خو یو یې کیدای شي دا هم وي چې هر څه په یو زمان او یو مکان کې ډیر ممکن وي او وحدت تاثیر په کې موجود وي.

ځینې کیسې ښایي درې کرکټر هم ولري، خو کیدای شي ځینو ته هغه له کیسې نه د خپل برداشت له مخې یو کرکټر و ایسي. کلونه پخوا مې په سپیدې مجله کې د ایمل پسرلي د یوې کیسې کره کتنه ولوسته. کیسه درې په درې نومېده، د نورو ترڅنگ حقدار لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي پر کیسۑ د خپلې کره کتنې په یوه برخه کې ویلي وو چې دا درې کسه نه بلکه یو کس دی. اوس مې هغه کیسه او د استاد خبرې هیرې دي.

زموږ مشرانو تل ویلي هر څه په خپله اندازه ښه وي، حتی خوراک ځکه هضمول یې ستونزمن نه وي.

که په کیسه کرکټرونه ډېر شي، نه یوازې دا چې لوستونکې ته جذب او هضم یې سختېږي، بلکه لیکوال ته یې پالل او انځورول هم سخت وي.

ما ته یو وخت د څو کیسو ارزول راپه غاړه شول. هم کیسې لږې اوږدې وې او هم کرکټرونه یې زیات وو. ځینې کرکټرونه او په تېره د هغوی نومونه را نه هیریدل او ځینو کې بیا دا ډول هېریدل د لیکوالو ستونزه هم وه. حتی د یو کرکټر نوم به یې بیا بیا بل کرکټر ته لیکلی و.

که کرکټرونه کم انتخاب شي فکر کوم، دا ستونزه به نه راپېښېږي.

ادامه نوشته

لیکنه: د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له‌پاره  د داستان سیالۍ ناولونه

د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له‌پاره

د داستان سیالۍ ناولونه

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز(ACKU)، ځواکمن پروګرام له لوري ۱۵داستانونه/ ناولونه د لوستلو له‌پاره راکړل شول.

دا هغه داستانونه وو چې د تنکیو ځوانانو او ماشومانو د داستان‌ لیکنې په دویمې سیالۍ کې د ګډون له‌پاره د لیکوالو له خوا د معلوماتو مرکز ته استول شوي وو.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز دا دویم کال دی چې داسې یوې سیالۍ ته زمینه برابروي. دا د ماشوم ادبیاتو د غوړېدا په برخه کې یو ستر کار دی. که زموږ ليکوال په دې ډول وهڅول شي، په پوره ډاډ ویلای شم چې هغوی به ډېر غوره اثار ولیکي او ښه به يې هغه وخت ولیکي چې د لیکلو معیارونه ورسره شریک شي.

ادامه نوشته

کره کتنه: کبۍ او مونوک په داستاني ادبیاتو کې د یو بل د منلو او زغم غوره بېلګه

ليکوال: صديق الله بدر

کبۍ او مونوک

په داستاني ادبیاتو کې د یو بل د منلو او زغم غوره بېلګه

 

که څه هم په ناول کې اوږده مخینه نه لرو، خو هغه څه چې له یوې پېړۍ راهیسې په دې برخه کې په لیکلې بڼه تجربه شوي، په ښه او سمه ژبه د یو مثبت پیغام د لېږدولو هڅې دي.

خو دا هم باید هېر نه کړو چې موږ له پخوا په خپل فولکلوریک ادب کې د نکلونو، افسانو او حکایتونو يوه ستره خزانه لرو چې ترټولو مشهوره هغه يې د ادم خان او درخانۍ، موسی خان او شیرينۍ او داسې نور دي. په دې بېلګو کې هغه څه شوي چې نن هم د نړیوالو داستاني ادبیاتو خوراکه يې ګڼلای شو. مینه، نفرت، فقر، جګړه، سوله، طبقاتي تضاد، تاوتریخوالی، حق تلفي، له ښامارانو سره ډغرې وهل، د قاف له غرونو اوښتل او د ښاپيریو په څنګلونو ویده کېدل یې غوره بیلګې دي.

په لیکني ادبیاتو کې بیا د ځینو پورته ذکر شویو مواردو ترڅنګ په پراخه کچه مینه انځور شوې. خو معاصرې هستونې مو جلا رنګ او خوند لري. زموږ ځینې معاصر لیکوال چې ادبي اثار د خپل وخت هینداره بولي، په تېرو پنځوسو کلونو کې يې پر وطن راغلي ناورینونه انځور کړي دي.

کومو مواردو ته چې نغوته وشوه، هغه ټول په خپلو ناولونو کې لرو، پرون مو هم درلودل او نن يې هم لرو. ځکه پرون هم موږ ژوند غوښت او نن هم ژوند کول غواړو. داسې ژوند چې نفرت ته په کې ځای نه وي، مینه په کې وي، زغم په کې وي او د یو او بل د منلو جوهر.

د نورو ناولونو د نومونو له یادولو که تېر شو، د کبۍ او مونوک ناول ته مخامخا پښه نیولی کېږو. ولې؟ دا خپل دلایل لري.

کبۍ او مونوک د یو بل د منلو او د ګډ ژوند اوچت پیغام لري، د انسان له انسان سره ژوند او له ژويو سره د انسان خواخوږي او د څرنګه ژوند کولو پیغام.

کبۍ او مونوک د ډاکتر محب الله زغم ناول دی. تر دې مخکې د ځانمرګي، ځوروونکي او د ولسمشر فرمان په نومونو د زغم صاحب نور ناولونه هم چاپ شوي دي.

کبۍ او مونوک د محتوا او منځپانګې په لحاظ یو روزنیز، معلوماتي او هنري اثر دی. داسې يو اثر چې تراوسه مو په پښتو ادب کې د هغه بله بېلګه ترسترګو شوې نه ده.

کبۍ او مونوک راته څه وايي؟

کبۍ او مونوک د کبانو او انسانانو ترمنځ د ژوند کولو یو اوچت او رنګین انځور دی چې هر لوستونکی ځان ته په مينه پښه نیولی کوي.

کبۍ او مونوک دا وايي چې هیڅ انسان تر بل انسان او هیڅ ژوی تر بل هغه غوره نه دی. د ناول اصلي پیغام همدا دی. لیکوال دا راته وايي چې یو پر بل د برترۍ غوښتنې حس موږ د تباهۍ کندې ورټېل وهي او له یو بل سره له ګډ او له مینې ډک ژوند څخه مو راګرځوي. دا وړتیا راڅخه تروړي چې د يو بل په ژبه پوه شو او یو بل درک کړو.

کبۍ او مونوک په همدې منطق پېلېږي او تر پايه همدغه منطق تعقیبوي. په دې ناول کې يو پر بل د برترۍ د حس زیانونه ډېر ښه انځور شوي، هغوی چې ځان ورته برتره او غښتلی ښکاري، پر دې سوچ نه کوي چې تر ده هم بل غښتلی شته چې زیان ور رسولی شي.

کبۍ او مونوک راته وايي که یو بل ومنو او پر یو بل د برترۍ احساس له ځانه لرې کړو نو ژوند ته ورلنډېږو او ورڅخه خوند اخستلای شو.

په ناول کې دا پيغام په څرګند ډول د احساسولو وړ دی چې انسانان که وغواړي د خپلو همنوعانو او ژويو پر ژوند د پوهېدو وړتیا لري.

په دې ناول کې یو اتل ځيرک نومېږي، ځيرک د خپل یوه ملګري په مرسته دا هڅه کړې چې د کبانو ژبه زده کړي او د هغوی د ژوند په راز ځان خبر کړي.

کبۍ او مونوک نورې ځانګړنې هم لري.

لیکوال هڅه کړې چې خپل اثر د فولکلور په خوږو ښکلی کړي. کیسه تر يوځایه رسوي، پرېږدي يې او له بل ځای نه يې را اخلي. کټ مټ زموږ د فولکلوریکو کیسو غوندې. په معاصرو ناولونو او کیسو کې دا سخته چاره ده، حتی دا چې ناشونې ده. خو لیکوال ښه لاره فولکلوریک ادب کې ورته لټولې او تجربه کړې ده.

هره صحنه چې نوې کېږي، لیکي، دا به همدلته پرېږدو، وګورو چې هلته څه شوي. خو ټولې جملې يې داسې نه دي، د هرې صحنې د بدلون لپاره نوې، لنډې او خوږې جملې را اخلي.

زموږ داستاني فولکلوریک اثار ټول دغه خواږه لري. ناول له ژویو پیلېږي، تر انسانانو را رسېږي او بېرته د ژویو په ژوند او چاپيریال پای ته رسېږي. دا به څنګه سره نښلوې، ټولې صحنې به څنګه سره یو ځای کوې او یو ګډ انځور به يې د لوستونکي مخې ته ږدې؟ لنډ ځواب يې دا دی چې د فولکلوریک ادب تجربه به کاروې او هغسې به يې کاروې چې د کبۍ او مونوک ليکوال يې کاروي.

دا ناول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی او د دوی لپاره په زړه پورې معلومات لري، دا ناول ماشومان او تنکي ځوانان د بیلابیلو کبانو له ډولونو او خاصیتونو سره بلدوي. ویاله، سیند او سمندر او ترمنځ يې توپيرونه راپېژني او په هغو کې د ژوند کولو طریقه بیانوي.

دا چې ناول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته دی، لیکوال د هغوی د پوهې د کچې د لوړولو لپاره هڅه کوي. دا ناول یو څه رازده کوي. هر څوک چې هڅه او تلاش وکړي خپل ټاکلي هدف ته رسېږي، کبۍ هم چې د کومې پوښتنې په ځواب پسې وتلې وه، ځواب يې ترلاسه کړی دی. هیڅوک پر بل غوره نه دی. رنګ، زور او غټوالی د غوره والي نښه نه شي کېدای.

د ناول یوه ځانګړتیا له لوستونکي سره مخامخ غږېدل دي. لیکوال دا کار د پوښتنو په مطرح کولو سره کړی او غوښتي يې دي چې لوستونکی ځان د کتاب مخاطب وګڼي او خبرې ورسره وکړي او مینه يې سره پیدا شي او یو بل په خپل غم او ښادي کې شریک وګڼي.

لیکوال د لوستونکي د توجه د خپلولو او پر هغه د فکر کولو لپاره ځای ځای په ناول کې ځینې پوښتنې مطرح کړي دي. په ناول کې د ځيرک عمر نه ښودل کېږي خو د پوښتنې په مطرح کولو سره د لیکوال هدف دا دی چې که هر ماشوم او ځوان هغه لولي فکر وکړي چې ځيرک د هغه همزولی دی او کټ مټ د هغه غوندې فکر کوي. په دې کار سره کرکټر ورته اشنا معلومېږي او لا نور ورته ګرانيږي.

په ناول کې د معلوماتو برخه هغه لا نور په زړه پورې کوي، کله کله دا معلومات دومره په دقیق انداز راوړل شوي چې لوستونکی باور کوي چې رښتيا هم همداسې به وي او کبان همداسې غږېږي. په ناول کې هغه برخه دریادوم چې ځيرک د کبۍ د خولې کلمات لیکي. هغه کلمات چې ټول یو څپيز دي او د واو په توري پیليږي. دا ځانګړتیا لیکوال په ناول کې داسې انځور کړې ده:

((په دې خاطر چې کبان حنجره، ژبه او غاښونه نه لري نو ((واو)) په اسانۍ سره ویلی شي خو نور غږونه ورته سخت وي. دوی یوازې هغه غږونه را ایستلی شي چې په وازه خوله ویل کېدای شي. کبان عادت لري چې شونډې مخې خوا ته وخوځوي او ((واو ))هم په همدې حرکت ویل کېږي نو د دوی په ژبه کې هره کلمه په ((واو)) شروع کېږي. کلمې یې لنډې او یوازې د یوې څپې ځکه دي چې کبان سږي نه لري.))

دا ناول په همدې طریقه ماشومان مطالعې، زده کړې او د علم حاصلولو ته هڅوي او دا وايي چې مطالعه او زده کړه په ژوند کې څه مرسته راسره کوي.

کبۍ له سمندره خپل کور ته د راګرځېدو هیله لري، خو لاره نه ده ور معلومه او مکتب يې هم نه دی ویلی چې د علم په زور خپل کور پیدا کړي. خو د هغې ملګری مونوک چې مکتبي دی، له کبۍ تر ځینو پوښتنو وروسته د هغوی ویاله پیدا کوي:

(( مونوک وویل: ډېر ښه. زه پوه شوم چې ستاسو ویاله په معتدله سیمه کې ده. د استوا له کرښې به لرې وي خو دا چې د ځمکې په شمالي نیم کُره کې به وي که په جنوبي نیم کره کې، دا نو نه ده معلومه. ښه نو اوس دا راته ووایه چې ستاسو پسرلی به په کومه میاشت کې پیل شو؟))

د معلومات دا ډول ارایه کول او شریکول په یو ناول کې د یو اساس او قوي لیکوال چې د هرې خبرې لپاره خپل منطق لري او هیڅ یوه پېښه له منطقي تړاو نه پرته نه انځوروي، کار دی، نه د یو عادي لیکوال. 

د یوې کوټلې پايلې په توګه، کبۍ او مونوک یو راټول ناول دی، خور وور نه دی، صحنې يې سره تړلې او د یوې لنډې کيسې په توګه له تلوسې ډک دی. داسې ځکه دی چې محب زغم د لنډو کیسو یوه تکړه او نوښتګر لیکوال هم دی.

ادامه نوشته

لیکنه/ ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر

لیکنه/ صدیق الله بدر

ټولنیزه ژمنتيا او د حافظ شعر

ارواښاد استاد نصرالله حافظ زموږ ډېر حساس او با درده شاعر و. هغه ته خپله ټولنه او د ټولنې وګړي ډېر ګران وو، ښايي همدا علت دی چې د هغه په شعرونو کې ټولنیزه ژمنتیا ډېره تر سترګو کېږي.

کله چې په شعر کې د ټولنیزې ژمنتیا خبره کېږي، په شعر کې د ټولنې په کچه یو لړ ستونزو، ناخوالو او لوړو ژورو ته د اعتراض په بڼه د کتل کېدو بحث رامنځته کېږي، ځکه ټولنیز شعر په ذاتي ډول د اعتراضي بیان لرونکی وي. که څه هم د همدغه معترض هویت له مخې په ټولنیز شعر کې په غوښتي او ناغوښتي ډول صراحت احساسېږي، خو شاعر د خپل عاطفي قوت په مټ هغه د شعار له قیده وباسي او د مينې په کلام يې بدلوي. خو پر ټولنيزې ژمنتیا ولاړ شاعر لاس و پښې تړلی څوک نه دی، هڅه کوي چې د ټولنې یو عيني واقعیت په شاعرانه واقعیت واړوي. حافظ صاحب که څه هم ډېر ځله د ټولنې درد سخت ځورولی او په ځينو مواردو کې يې صریح او معترض بیان ته اړ کړی خو هغه داسې شاعر پاتې شوی چې عیني واقعیتونو ته يې د مينې او ښکلا رنګ ورکړی دی.

ادامه نوشته

کره کتنه: ژباړه

لیکوال: صدیق الله بدر

ژباړه


د خپلې ژبې د غنی لپاره پر نورو هڅو سربېره ژباړه هم يوه غوره هڅه ده خو له بې خونده ژباړې، نه ژباړه ښه ده. دا خبره مې په دې پورې وکړه چې زموږ یو شمېر ژباړونکي یا ټکي په ټکي ژباړه کوي او یا هم د ژباړې جملې بې ځایه اوږدوي.

ادامه نوشته

کره کتنه: حس امیزي

لیکوال: صديق الله بدر


حس آميزي


په پښتو شعر کې، هغه هم په اوس وخت کې حس آ ميزي يو نوی تمايل دی. په ساده ژبه حس آميزي د پنځو حواسو ګډولو ته وايي. مثلا زموږ يو شاعر هڅه کوي، د ليدلو او اورېدلو حس سره ګډ کړي او پخپل کلام کې يو نوی او جلا خوند پیدا کړي. هغه غواړي، چې موږ هغه شی، چې د ليدلو له لارې احساسوو د اورېدو له لارې يې هم احساس کړو.

ادامه نوشته

کره کتنه: ځانمرګی؛ مقصديت او انځورګري

کتنه

ليکوال: صديق الله بدر

ځانمرګی؛ مقصديت او انځورګري

 

 

هره ليکنه که هغه سياسي، ټولنيزه، تاريخي، علمي او يا ادبي وي؛ خپل ځانګړي اصول لري، خو د دې لپاره، چې دغه ليکنه حد اقل د ټولو لپاره يو څه د درک وړ وي په کار ده، چې په هغه کې د ژبې په کارولو کې تر هر څه زیات دقت وشي. د دې خبرې معنی دا ده، چې هره ليکنه خپله ژبه لري او ښايي، چې د وضاحت اصل ته په کې ډېره توجه وشي. ښه او مسلکي ليکوال تل هڅه کوي، چې خپله تجربه او فکر د يادو ځانګړنو په نظر کې نيولو سره نورو ته انتقال کړي.

ادامه نوشته

کره کتنه: راډيويي ډرامه

لنډ بحث

ليکوال: صديق الله بدر

راډيويي ډرامه

 

راډيويي ډرامه د غږونو او موسیقۍ په وسيله د يوې واقعي يا خيالي کيسې بیانول دي، دغه ډرامې هغه وخت په زړونو چنګ لګوي، چې: 
-    د کيسې موضوع يې په زړه پورې وي.
-    اوريدونکی يې د طبیعي والي احساس وکړي.
-    هدف او غرض يې مشخص وي.
-    اصول په کې مراعت شوي وي.
-    کيسه يې نباید ډېره اوږده او ستړې کوونکې وي او نه هم له طبیعي حالته کمه وي. 

ادامه نوشته

کره کتنه: ډيورند، شکایت او د ښځو نړيواله ورځ

لیکنه

لیکوال: صدیق الله بدر

ډيورند، شکایت او د ښځو نړيواله ورځ

لومړنۍ خو کاميابې تجربې

ډيورند، شکايت او د ښځو نړيواله ورځ؛ د تاندې کيسه ليکوالې اغلې ثنا ساپۍ لومړنۍ خپرې شوې لنډې کيسې دي. ما دغه درې کيسې په فيس بوک او بیا په تاند ويبپاڼې کې ولوستلې. د ښځو نړيواله ورځ لومړۍ د نټ پر مخ راغله، بيا شکايت او ورپسې د ډېورند کيسه. ثنا ساپۍ؛ ((د ښځو نړيواله ورځ)) په کيسه کې راته وويل، چې يو څوک د کيسه ليکنې هڅه کوي، په ((شکايت)) کې يې د ښې کيسه ليکنې ډاډ ورکړ او د ((ډېورند)) کیسه يې، هغه راته يوه ښه او نوښتګره کيسه ليکواله راوپېژنده. د ښځو د ژوند ښه کيسه ليکواله.

ثنا ساپۍ له ۲۰۰۹ کال نه راهيسې کيسې ليکي، خو په ويبپاڼو کې خپرو شوو کيسو ته يې په پام سره دا تمه کېږي، چې په لنډه راتلونکې کې يوه مطرح کيسه ليکواله وي.

ادامه نوشته

ليکنه: تئاتر څه شی دی؟

صديق الله بدر

تئاتر څه شی دی؟

تئاتر يوه يوناني کلمه ده، چې معنی يې يو څه ته کتل دي او د هغو ننداريزو هنرونو په ډله کې راځي، چې د مخاطبانو په وړاندې د پېښو بیان کوي.

انسان تل دا غوره ګڼلې پر هغو پېښو، چې د هغه له ارادې او میل نه بهر دي؛ تسلط ولري او دا د تئاتر اصلي ځانګړنه ده.

دا چې له نورو هنرونو لکه نقاشي، ادبیاتو، معمارۍ، موسیقۍ او ... څخه په هغه کې کار اخستل کېږي؛ نو د نورو هنرونو په پرتله تئاتر ډېر امکانات لري. په اصل کې د تئاتر(theater) کلمه د تئاترون (theater on) له کلمې څخه جوړ دی، چې لومړۍ برخه يې (thea) د نندارچي او يا ننداره ځای مفهوم افاده کوي. د رون برخه يې (اوزګوړی) معنی لري او ويل کېږي، چې هغه وخت يونانيانو يو خدای درلود او هرکال يې د هغه د عبادت لپاره هغه اوزه حلالاوه او په  هغه ځای کې به يې يوه ننداره ښودله.

ادامه نوشته

ليکنه: شعر او څرګنده وينا

صديق الله بدر

شعر  او څرګنده وينا

 

شعر مخيل کلام دی او د عادي وينا په پرتله په هغه کې ډېر اثر، نظم، تناسب او د ژبنيو جوړښتونو توپير ته ډېره توجه او پاملرنه كېږي. شاعر په نورو باندې(لوستونکي او اوريدونکي) د يوه ځانګړي اغېز پرېباسلو لپاره پخپله وينا کې يو ځانګړی هدف د ښکلو لفظونو په اوډلو سره رانغاړي او هغوی فکر کولو ته اړباسي. له دې خبرې دا مفهوم اخستل کېږي، چې شعر د فکر او خيال يو ګډ ترکيب دی. داسې يو ترکيب چې توازن په کې موجود وي او تر ډېره زموږ د خپل ژوند او عصر انځور په کې موجود وي. زموږ يو زيات شمېر شاعران چې د شعر او ژوند مسالې ته ډېر ارزښت ورکوي، هڅه کوي چې پخپلو شعرونو کې د ژوند يو حالت او يوه شېبه په انخوريزه بڼه انځور کړي. ادبپوهان په دې نظر دي چې داسې يوه وينا ډېر ژر د چا زړه ته لاره کوي.

ادامه نوشته

ليکنه: شعر او ژوند

صديق الله بدر

شعر او ژوند

په ادبي اثارو کې د دوه ډوله تمایله خبرې کېږي؛ ریالستیک او رومانتیک تمایل. په شعر کې معمولا رومانتیک او په داستان کې ریالستیک تمایل ډېر وي؛ خو په شلمه پېړۍ کې په پښتو شعر کې ريالستيکو مسايلو ته ډېر پام واوښت او يو زیات شمېر شاعرانو پخپلو شعرونو کې د واقعي ژوند انځورولو ته مخه وکړه.  

ادامه نوشته

ليکنه: د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟

صديق الله بدر

د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟

 

په کيسه ليکنه کې؛ که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی؛ په تېره بيا هغه موضوع، چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي. پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري اصلوبو مراعتول دي. د دې خبرې معنا دا ده، چې هره کيسه بايد د خپلې موضوع په بنسټ کيسه ييزه ژبه ولري. د کيسو کره کتونکي پر دې اصل ځکه ډېر ټينګار کوي، چې زموږ د ډېرو کيسو ژبه ډېره اوږده او مقاله يي وي او لوستونکي ترې د کيسې پوره خوند نه شي اخستلای.

ادامه نوشته

لیکنه: ښه او خوندور شعر

لیکوال: صديق الله بدر

ښه او خوندور شعر

 

د ګڼو تعريفونو په منځ کې د شعر يو ښه او د منلو وړ تعريف دا دی، چې شعر په وزم لرونکې ژبه د خيال او فکر عاطفي تړون دی. په دې تعریف کې د شعر اساسي توکي فکر، خيال، وزم او عاطفه په ګوته شوي، یعنې هر هغه شعر، چې دغه توکي په کې موجود وي؛ هغه ښه شعر دی.

شاعر باید خپله خبره، چې شخصي تجربه يې وي؛ د ښکلو کلماتو په کارولو سره په سندريز ډول په داسې بڼه راونغاړي، چې پر نورو ژور اثر وکړي. دا خبره دا معنی نه لري، چې د دې کار په ترسره کولو سره د شاعر کار پای ته رسېږي. نورې لارې چارې هم کېدای شي د شعر په لا ښه کېدو او خوندور کېدو کې ډېر اثر ولري.

ادامه نوشته

لیکنه: ډرامه څنګه ليکل کېږي؟

صدیق الله بدر

ډرامه څنګه ليکل کېږي؟

ډرامه هم کیسه ده، خو ډارمه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې ډیر ښه په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.

ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.

ادامه نوشته

کره کتنه: زموږ په رسنيو کې ناسمې کارېدونکې جملې

ليکوال: صدیق الله بدر

زموږ په رسنيو کې ناسمې کارېدونکې جملې

 

په رسنيو کې د ژبې کاروونه ډېره مهمه موضوع ده، خو ډېرې رسنۍ ورته سمه او اساسي پاملرنه نه کوي.

له اصله رسنۍ په درې ډوله دي: چاپي، صوتي او تصویري. په دې کې چاپي هغه يې د لوستلو، غږيز یا صوتي يې د اورېدلو او تصویري يې بيا په ليدلو او اورېدلو پورې تړاو لري، چې په درې واړو کې د ژبې کارونه خپله ځانګړنه لري، خو مهمه دا ده، چې په دې ټولو کې تروسه وسه ژبه ساده وکارول شي، په تېره بيا په صوتي او تصیویري رسنيو کې، ځکه ډېر امکان لري، چې ډېری اوريدونکي او ليدونکي عام او بې سواده خلک وي. دې ټکي ته په پام سره د دغو رسنیو هڅه باید دا وي، چې د دوی خپرونې ټولو ته د پوهېدو وړ وي. تر وسه وسه باید په رسنیو کې کاریدونکې جملې لنډې او کلمات يې ساده وي، په تېره د خبرونو او رپوټونو په برخه کې. په نورو خپرونو کې د ځانګړو اوريدونکو او ليدونکو د معيار په پرتله کېدای شي، بحثونه تر ډېره د اوچتې کچې وي، خو سره له دې هم ساده والی باید په کې له نظره و نه غورځول شي. لکه په ادبي او فرهنګي خپرونو کې.

ادامه نوشته

کره کتنه: ((ميراث))  راته څه وايي؟

کره کتنه

ليکوال: صديق الله بدر

 ((ميراث)) راته څه وايي؟

 

ميراث؛ د تکړه ليکوالې فریبا سوله مل؛ يوه تر ټوله لنډه کيسه ده. دغه کيسه ګڼې ځانګړنې لري. لومړی راځئ، چې ميراث ولولو او بيا يې پر ځانګړنو وغږېږو:

 مينې خپله ناوکۍ ورپورته کړه. پر سر يې شين ټوکر وروتاړه. د مور څنګ ته ودرېده. تر هغو يې ورته کتل، چې مور يې سلام ګرځاوه. تر غاړې يې لاس تاو کړ، ويې ويل: مورې! زه مې لالا ته وايم، چې بابک په لرګي ووهي.

-          ولې لورې؟

مينې شونډه بوڅه کړه.

-          نو ولې يې ته په لرګي ووهلې؟

مور يې موسکۍ شوه. د لور پر سر يې لاس تېر کړ. بيا يې نيت وتاړه.

سترګې يې پټې کړې. لا يې دوه رکعته نه وو خلاص کړي، چې د مېړه قهرجن غږ ټکان ورکړ: لا حول ولله، دا د اوداسه بدنۍ دې تراوسه نه ده ډکه کړې؟

ښځې ژر سلام وګرځاوه، له کوټې ووته. کړپ شو. چيغه يې شوه.

مينې ناوکۍ په غېږ کې ټينګه ونيوله. د پردې څنډه يې پورته کړه، ژر يې بېرته خوشې کړه. ناوکۍ ته يې په غوږ کې په ټيټ غږ وويل: راځه! چې زه او ته خپل لوښي ډک کړو.

ادامه نوشته

کره کتنه: صميمي شاعري

ليکوال: صديق الله بدر

صميمي شاعري

د يو شاعر شعر هغه وخت پر موږ ډېر اثر کوي او د هغه د وينا په نسبت رښتينولي يې احساسوو، چې هغه خپلې تجربې پخپل طرز کې راته بيان کړي. مجيد قرار د بيان خپل طرز لري. دی هره خبره په صميمي بڼه راسره شريکوي او فضل فروشي په کې نه ترسترګو کېږي. دی دا هڅه نه کوي، چې خپله خبره په ډېرو سختو لفظونو او کلماتو کې راونغاړي. هغه څه يې، چې ليدلي او احساس کړي په هماغه ساده بڼه يې بيانوي. ډېر ځله، چې د ده شعرونه څوک لولي داسې فکر کوي، چې قرار له هر چا سره لکه يو صميمي دوست مخامخ ناست دی او غږيږي:

ادامه نوشته

کره کتنه: برکت؛ يوه وړه خو د بشپړ ژوند کيسه

ليکوال: صديق الله بدر

 

برکت؛ يوه وړه خو د بشپړ ژوند کيسه

 

د لنډې کيسې ليکوال د کيسو موضوعات له خپلو تجربو او مشاهداتو نه ترلاسه کوي. تکړه ليکوال هڅه کوي، چې د خپلو مشاهداتو په مټ يو وړه خو بشپړه دنيا انځور کړي، داسې يوه دنيا، چې له واقعي دنيا سره ورته وي، خو د ځينو ځانګړنو له مخې له هغه سره يو څه توپیر لري. زبردست ليکوال دغه واقعي دنيا داسې رڼه انځوروي، چې موږ ته دا احساس راکوي، چې دا هماغه دنیا ده، چې موږ په کې اوسو او ژوند کوو.

 د ((برکت)) په نامه د اجمل پسرلي لنډه کيسه، همدغه ځانګړنه لري. دغه کیسه که څه هم ۲۳۰ کلمې ده، خو داستان په کې په ښه توګه بیان شوی دی. معاصر کره کتونکي وايي، کيسه ليکوال باید له هغومره کلمو یا وييونو نه استفاده وکړي، چې داستان بیان کړای شي. په وروستيو کلونو کې اجمل پسرلي ګڼې نورې لنډې کيسې هم ليکلې دي، چې له دغې ځانګړنې پوره برخمنې دي. راځئ لومړۍ دا لنډه کيسه ولولو او بیا پرې وغږېږو.

ادامه نوشته

کره کتنه: پاراډاکس

صدیق الله بدر

پاراډاکس

 

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پیداييه ناپديد شه

پاراډاکس يو شعري او هنري تکنيک دی، چې د يو ډول متناقضې خبرې کولو معنی ښندي. که څه هم زموږ پخوانۍ شاعري له دې ښکلا نه برخمنه وه، خو زموږ ادبپوهانو دغه شعري تکنيک ته توجه نه ده کړې او نه يې هم کله زموږ په شاعرۍ کې د هغه د څرک لګولو هڅه کړې. 

استاد اسدالله غضنفر پخپله يوه مقاله کې، چې ((د رحمان بابا د شعر سبکي خصوصیات)) نومېږي؛ رحمان بابا هغه شاعر بولي، چې پخپلو هستونو کې له پاراډاکس نه زیاته استفاده کوي. غضنفر د پاراډاکس د تعریف په لړ کې وايي: ((پاراډاکس Paradox  په ظاهره تضاد و طباق ته ورته صنعت دى، ځکه خو پخوانيو نه دى معرفي کړى، خو دا تر تضاد ډېره پياوړې هنري وسيله ده.)) د ښاغلي غضنفر په وينا، پاراډاکس د متناقضو اړخونو داسې  يو ځاى کولو ته وايي، چې نوې معنا وزېږوي.

ادامه نوشته

ليکنه: شاعرانه تصور

ليکوال: صديق الله بدر


شاعرانه تصور


ادب پېژندونکي وايي، چې په ژوند کې خوږې او ترخې پېښې؛ د شاعر په ذهن کې عواطف او احساسات راپاروي. دغه عواطف او احساسات د شاعر په خيال کې وده مومي او  هرکله، چې پخپله شاعر وغواړي، هغه په ښکلې او خيال انګېزه ژبه بيانوي. 

ادامه نوشته

لنډ بحث: ژباړه؛ خو څنګه؟

ليکونکی: صديق الله بدر

 

ژباړه؛ خو څنګه؟

 

له نورو ژبو د علمي، سياسي او ادبي اثارو ژباړه، د خپلې ژبې د غني کولو او د نورو له تجربو سره د بلدتيا يوه هڅه ده. خو دا هڅه ښايي داسې وي، چې د اصلي اثر شکلي او محتوايي ارزښت ته په کې زيان نه وي اوښتی. د اثارو په ژباړه کې دا اندېښنه ځکه موجوده ده، چې ډېر ځله زموږ ژباړونکي د يو اثر په ژباړه کې يا خو د هغه د فکر پر لېږد فکر کوي او يا خو د نثر پر ښکلا، چې دغه کار د ژباړل شوي اثر ارزښت کموي او امانتکارۍ خيال په کې نه وي ساتل شوی. ښايي همدا سبب وي، چې ايټالويان د نړۍ د نورو خلکو په پرتله زيات د ژباړونکو په نسبت بدبينه دي او امانت کار يې نه بولي.

ادامه نوشته

کره کتنه: شعر پیژندنه

لیکوال: صدیق الله بدر

کتاب پیژندنه (۱)

شعر پیژندنه

 

په دې ګروهه، چې كتاب د بشر د روح غذا ده او د كتاب پاڼې د هغو وزرونو په شان دي، چې زموږ روحونو ته د نور او رڼا د عالم خوا ته پرواز وركوي، دغه لړۍ پیلوم.

په دغه لړۍ کې هڅه کوم، چې د پښتو مهم پخواني او اوسني کتابونه تاسو ته درپیژنم. هیله لرم، چې په دغه هڅه کې راسره ملګرتیا وکړئ.

دا زما لومړنى ګام دى، كيداى شي ځينې ښوييدنې په كې ولرم. له کبله ستاسو وړانديزونو او نيوكو ته سترګې په لار یم.

ادامه نوشته

لیکنه: ټال؛ د رنګينو خيالونو زرين ټال

ليكوال: صديق الله بدر

 

ټال؛ د رنګينو خيالونو زرين ټال

 

 

د حكمت الله مليار د شعري ټولګې د خپرېدو په هيله

 

زما په اند ښه شعر هغه شعر دى، چې په ښكلو او سندريزو لفظونو پسوللې خبره او سندريزه ښكلا ولري. له نېكه مرغه پر كومې شعري ټولګې، چې درسره غږېږم شعرونه يې له همدې كمال نه برخمن دي او فكر او خيال په كې څپې وهي.

هو! د مليار شعر همدا خصوصيت لري، يعنې د فكر او خيال يو ګډ سندريز تركيب دى، چې په هر بند كې ښكلى غزليز انداز لري:

په ما تـږي دا څــه تنــدر له پاســـه پــرېوتلى

راكړى جام مې څو ځلــې له لاســــه پرېوتلى               

ملالې د لنډيو په شرنګي باندې يې جګ كړه

د هسكـــو برېتــور ځلمـــى لـه اسـه پرېوتلى

                                                    تر پايه

كه څه هم مليار، په بيلابيلو فورمونو كې شاعري كړې، خو ډېر ځله يې د غزل ناوكۍ تر ګوتو نېولې.

ادامه نوشته

كره كتنه: هايكو، دوېمه برخه

ليكونكى: صديق الله بدر

 

هايكو

 

دوهمه برخه

 

نامتو جاپاني هايكو ويوونكي

 

د جاپان د ادبياتو په تاريخ كې ماتسو باشو، يوسا بوسان، كوباياشي ياسا او ماساو كاشيكي د هايكو سرلاري ګڼل كېږي. دا څلورتنه هغه كسان دي، چې هر يو يې پخپل وار هايكو ته نوى خوند، نوى رنګ او نوې معنى وربښلې ده.

دا هم د دغو هايكو ويونكو په اړه لنډ او كوټلي معلومات:

 

ادامه نوشته

ليكنه: هايكو

ليكوال: صديق الله بدر

 

هايكو

 

 

كال نيم دمخه يو شاعر دوست راته وويل، چې اوس اوس يې په هايكو ليكلو پيل كړى او څو هايكوګانې يې ليكلې دي. هغه يې راته ولوستل خو تر كومه بريده، چې ما د هايكو په اړه معلومات درلودل، د جوړښت له مخې د نوموړي دوست  ليكلي شيان راته هايكوګانې  ښكاره نه شوې. يوه هايكو يې داسې وه:

كه راځې راشه خو نو

دروازه خلاصه د زړه

ته منع كړې چا يې

كه څه هم ما دمخه دا هوډ درلود، چې د هايكو په اړه يو څه وليكم خو نه بريالى كېدم او كه رښتيا ووايم د هايكو په اړه د څه ليكلو جرائت مې نه شو كولى او  په دې هيله وم، چې يو بل پښتون ليكوال، چې په جاپاني ژبه او هايكو پوهېږي، په دې ژانر يو څه وليكي.

دلته په دې ليكنه كې، چې ښايي اوږده او په څو برخو كې به وي، لومړى د هايكو، د هغه تعريف او جوړښت، تاريخي شاليد،  او مشهورو جاپاني هايكو ليكونكو په اړه يو څه ولولو، په دويم قدم كې به د يوه جاپاني دوست په مرسته، چې په دري ښه پوهېږي څو هايكوګانې په پښتو درته مخې ږدم او په پاى كې به د پښتو او هايكو تر سرليك لاندې، ليكل شوې پښتو هايكو ګانې وارزو.

هايكو* يو ډول لنډ جاپاني شعر دى، چې تر ډېره د طبيعت توصيف او انځورونه په كې كېږي. د جوړښت له مخې دا شعر ۱۷ څپيز دى او په دريو كرښو يا دريو بندونو كې ليكل كېږي، چې لومړى او درېيم بند يې ۵_۵ څپې او منځنى يا دويم بند يې ۷ څپې دي.

ادامه نوشته

لیکنه:"قرباني" يوه ګونګه تلوسه

ليكوال: صديق الله بدر

 

                             "قرباني" يوه ګونګه تلوسه

 

 

قرباني د ښاغلي منقادالرحمن رودوال لنډه كيسه ده. نوموړي دغه كيسه د افغان ادبي بهير يوې غونډې ته د كره كتنې لپاره وړاندې كړې او ما پرې دا ليكنه كړې وه:

 

كيسه ښه پېلېږي او پاى ته رسېږي خو له سره تر پايه يوه ګونګه تلوسه ده. څه دي، څه شوي، څوك ده، څوك دي، څه كېږي؟ كه څوك دا كيسه د لومړي ځل لپاره واوري يا ولولي، نو له پورتنيو پوښتنو سره به مخامخ كېږي.

ادامه نوشته

ليكنه: زهره؛يوه شهكاره منظومه كيسه

ليكوال: صديق الله بدر

 

              زهره؛

      يوه شهكاره منظومه كيسه

 

د موضوع موندل د كيسه ليكلو لومړى ګام دى.  هرښه كيسه لېكوال دا هڅه كوي، چې يوه ښه موضوع پيدا او كيسه پرې وليكي. د ښې موضوع خبره هغه وخت مطرح كېږي، چې پېښې او موضوعات ډېر وي، كيسه ليكونكي په  هغو كې غورچان وكړي او  د هغه په بنسټ يوه ښه كيسه وليكي.  نن سبا موږ او  تاسې په يو داسې  چاپېريال كې اوسېږو، چې هره شيبه د ګڼو پېښو شاهدان يو، د داسې پېښو شاهدان يو، چې په هره يوه يې لنډه كيسه څه، چې ناولونه لېكل كېداى شي. 

ادامه نوشته