ليکوال: صديق الله بدر
کتابپېژندنه
ته زما ټوله شاعري يې
ته زما ټوله شاعري يې؛ د پښتو د اوسمهالې شاعرۍ د تمثيلي هنر د استازي شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال شعري کليات دي، چې همدا سږکال د زرو ټوکو په شمېر په ۶۶۶ مخه کې د ښاغلي شاعر او ليکوال الحاج محمد حسن حسام په مالي لګښت په افغان مسلکي چاپخونه کې، چاپ شوی دی.
په دغه کليات کې پر يو شمېر نويو شعرونو سربېره، د ښاغلي لېوال د ټولو چاپ شويو شعري ټولګو، چې غزلونه، منظومې او ازاد شعرونه يې په کې خوندي شوي وو، راغلي دي.
مخه ښه او دوې منظومې، ژړا اور مينه، هوسۍ، ارشاك او اوشاس، كله چې ته خپه شې، نه ته مې هېره نه وې او لام او ايلينو، هغه شعري ټولګې او منظومې دي، چې په دغه کليات کې سره راټول شوې دي.
لېوال د يو ښه انځورګر شاعر په توګه، په ډېرو شعري فورمونو کې طبعه ازمويلې، خو په فرهنګي حلقو کې د ازاد شعر د يو ښه شاعر په توګه پېژندل کېږي. د شعر ژبه يې ډېره خوږه او له پوره موسيقيت نه برخمنه ده او همدغه د ژبې خوږلت او ډېر موسقيت د دې سبب شوى، چې شعرونه يې ذهن نشينه او تر ډېره وخته د لوستونكو او اوريدونكو په ذهن كې پاتې شي.
د خيال او فکر ترمنځ توازن، په انځوريزه ژبه د خپل وخت د حالاتو انځوروونه، ساده او روانه ژبه، داستاني خوند او رنګ، کليوالي انځورونه او کليوالي فضا او ځينې نور هغه ځانګړنې دي، چې د لېوال شاعرۍ ته ډېر قوت وربښلی دی.
سکونډارې
سکونډارې د پښتو د اوسمهالې روماني شاعرۍ د سرلاري اشرف مفتون د شعري کلياتو نوم دی. د شاعر دنيا، د ژوند سندرې، څړيکې، کاواکې، لوخړې او وږمې؛ د اشرف مفتون هغه شعري ټولکې دي، چې دغه کلياتو کې سره راغونډې شوې دي.
دغه کتاب دوه ځلي د چاپ په ګاڼه پسولل شوی دی. لومړی ځل په ۱۹۸۱ میلادي کې چاپ شوی او دويم ځل په ۲۰۰۴ میلادي کې د زرو ټوکو په شمېر په ۵۶۸ مخه کې د يونيورسټۍ بک اجنسۍ له خوا په پېښور کې چاپ شوی دی.
د مفتون شاعري جذباتي او بغاوتي شاعري ده، کله چې په ژوره توګه د ده د شاعرۍ مطالعه کوو، دې پايلې ته رسېږو، چې دی پخپل وخت کې د خپلو هم مهالو شاعرانو په منځ کې د يو ممتاز دريځ او سبک څښتن دی. خيال يې خپل دی، رنګين دی، د پښتني ټولنې ترجمان او فلسفي رنګ په کې څپې وهي.
لکه څومره، چې د مفتون شاعري د توجه وړ ښکاري، پخپل وخت کې دومره ډېره توجه ورته نه ده شوې. يو شمېر په دې اند دي، چې ښايي سياسي حالات په دې برخه کې بې اغېږې نه وي. خو اوس، چې دا دی، د هغه د کلياتو د دويم او لا درېيم ځل د چاپ لېوالتيا ليدل کېږي، دا د ده له شاعرۍ سره د پښتون ولس د مينې ښکارندويي کوي.
مسلکي ورځپاڼه ليکنه
مسلکي ورځپاڼه ليکنه؛ هغه ژباړه ده، چې ښاغلي محمد اصف شينواري ترسره کړې او ليکوال يې حسین قندي نومېږي. دغه ژباړه د ۱۳۸۹ لمريز کال د وري په مياشت کې د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د افغاني موسيقۍ د ودې او پراختيا د سیمينار په وياړ په ۹۰ مخونو کې چاپ کړې ده.
دغه ژباړه په څلورو څپرکو کې ليکل شوی دی. په لومړي څپرکي کې د نړۍ په کچه د مسلکي ورځپاڼه ليکنې تاريخچه، په دويم څپرکي کې مسلکي ورځپاڼه ليکنه او د مسلکي کدرونو د روزنې اړتيا، په درېیم څپرکي کې د مطبوعاتو وېشنه او په څلورم څپرکي کې د چاپي مطبوعاتو پر جوړښت بحث شوی دی.
د ژباړن زيار له دوو اړخونو د قدر وړ دی؛ لومړی دا چې پر يوې اساسي موضوع ليکل شوی کتاب يې راژباړلی، چې نن سبا ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي او بله خبره دا چې دغه کتاب يې په ډېره ساده او روانه توګه پښتو کړی دی.
د دې ژباړې خپرېدل ځکه مهم دی، چې نن سبا په افغانستان کې ډېرې چاپي رسنۍ په کار لګيا دي، خو په خواشينۍ سره، چې يو شمېر يې بې له کوم ټاکلي هدف څخه خپرونې لري او سره ورته ښکاري، د دې نیمګړتيا د شتون يو علت دا دی، چې دلته لا په قوي توګه چا مسلکي ورځپاڼه ليکنې ته توجه نه ده کړې. حال دا چې د يو هيواد د پرمختګ د يقيني کېدو لپاره په کار ده، چې په رسنيز ډګر کې د مسلکي خپرونو خپرولو ته ډېره پاملرنه وشي، خو شرط يې بايد وي، چې تر خپرونو مخکې دغو خپرونو ته يوه منظمه طرح جوړه او د هغه له مخې کار وشي. پرته له دې د هغو خپرونو د بقا مساله له پوښتنې سره مخ کېږي.
د کتاب ليکوال د خپل اثر په سريزه کې ليکلي، دا چې په ايران کې مسلکي ورځپاڼه ليکنه چندانې بقا او پايښت نه دی کړی، علت يې دا دی، چې چلوونکو يې تر خپراوي دمخه د هغه لپاره کومه طرح نه وه جوړه کړې.