ليكوال: صديق الله بدر
لومړى څپركى
د ارواښاد اكادميسسن پوهاند علامه عبدالشكور رشاد
ژوند او فرهنګي هاند و هڅه

يادونه: په دې وروستيو كې په كندهار د رشاد اكاډمي په هڅو او زيار د علامه صاحب يو شمېر څېړنيز او شعري كتابونه چاپ شوي دي، زه هڅه كوم چې هغه تر لاسه او پخپلو خپلو برخو كې دروپېژنم.
علامه استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد په سيمه او نړۍ كې د يو ډېر دقيق او باريكبين ليكوال، فرهنګي او د يو ملي او ټولنيز شخصيت په توګه خپله بشپړه پيژند ګلوي لري.
استاد رشاد ۷۰ كاله د افغاني فرهنګ د ښېرازۍ او چوپړ په خاطر شپه او ورځ پر ځان يوه كړې وه، كله به په تحقيق بوخت و، كله په تخليق، خو ډيرځله يې له مطالعې سره مينه ښودله. تر ليكلو، لوستلو ته ډېر لېوال و او پر ژورې او كره ليكنې سربېره يې دقيقه مطالعه هم كوله. ما چې كله هم د اړتيا په وخت كې له استاد نه كوم كتاب د مطالعې لپاره غوښته او يا پخپله استاد د مطالعې لپاره كوم كتاب را كاوه، د لوستلو پر وخت به د كتاب د مهمو ټكو او جملو لاندې پر پنسل ايستل شوې كرښې او پر شاو خوا حاشيو يې كښل شوي ياد اشتونه سم له واره زما توجه جلب كړه، چې دا پخپله د استاد د ژورې مطالعې ښه نښه ګڼلى شو. تر كومه ځايه، چې دغه يادداشتونه ما لوستي او كوم برداشت مې ترې كړى دى، دا حاشيې او يادداشتونه د كتاب د مطالبو او موضوعاتو د لا كره كولو او ښه واضح كولو په نيت كښل شوي دي، كه چېرې پر هر كتاب كښل شوي ياداشتونه او حاشيې سره را ټولي شي، نو يوه بشپړه رساله به ترې جوړه شي او په دې توګه به د ډېرو كتابونو تېروتنې او تېرايستنې په ګوته شي. ( د تېروتنې او تېرايستنې په نامه علامه صاحب يو چاپ او يو ناچاپ كتابونه لري، خو له كومو حاشيو او يادداشتونو، چې يادونه وشوه په يادو كتابونو كې نه دي راغلي)
د استاد د ژورې او دقيقې ليكوالۍ په اړه زموږ او د سيمې د فرهنګيانو نظر دا دى، چې استاد هېڅكله هم عادي او سر سري ليكنه نه كوله. هره ليكنه يې په تول تلل شوې او ځانته پوخ اساس لري. زموږ په فرهنګيانو كې خو بيا دا خبره ډېره عامه او مروجه ده چې: استاد كه "بسم الله الرحمن الرحيم" هم ليكي نو د سم او سهي ليكلو په خاطر له قران شريف سره يې پرتله كوي. ( د لومړي ځل لپاره دا خبره ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي كړې وه)