لنډه کیسه: بې سیوري څېرې
لنډه کیسه
بې سیوري څېرې
ستونزه په درېیم سیوري کې وه. زه او دویم سیوری سره جلا شوو، هغه چې تل به زما ترڅنګ روان و. کله مې چې دروازه وتړله، دېوالونو آرامه ساه وکښله.
کوڅې ته مې سر وړاندې کړ، خلک لکه بې سیوري څېرې تېرېدل؛ غږونه یې نیمه لاره کې مړه کېدل او لکه دوړې په هوا کې ورکېدل.
ناڅاپه مې خپل لیک ترلاسه کړ، هغه لیک چې ما هېڅکله نه و لیکلی.
و مې لوست:
"اوس هم کولای شې هغه ووینې، خو شرط دا دی چې د سیوریو له منځه تېر شې."
له هماغې شېبې، د ښار کوڅې په بې پایه لارو بدلې شوې. ګامونه مې هر ځل له هغه لرې کېدل او بیا ور نږدې کېدل.
نپوهېدم، دا واقعیت دی که هغه وېروونکی خیال چې د عقل له لاسه تل په تېښته کې و. داسې مې احساس کړ لکه درېیم سیوری د کوڅې په منځ کې ولاړ وي او ما ته راګوري.
چې ورنږدې شوم، ورو ورو یې زما بڼه خپله کړه.
ساه مې بندېدله… درېیم سیوری پخپله زه وم!
۱۴۰۴.۶.۴