ورک ماشومتوب

جلکۍ، له جبري کډې کولو، کلونه وروسته، راګرځېدلې وه.

لاس یې پر زنګ خوړلې بټنه کېښوده، خو نه د دې لپاره چې څوک ور پرانېزي، غوښتل یې د تېر وخت غږ واوري.

ورو یې له ځانه سره وویل: " که لا هم دلته څوک وي، غږ به مې وپېژني؟"

هغه ور چې یوه ورځ په شوق خلاصېده، اوس غلی و او تر شا یې له کلونو تر دوړو لاندې خاطرې پټې وې.

ماشومتوب یې په ذهن کې په ترپکو شو: "ولې دومره وځنډېدې؟"

هغه د چا لیدو لپاره نه وه راغلې، غوښتل یې ځان ته غاړې وځي، له هغې ورکې ماشومې سره چې همدلته، د همدې وره تر شا، ورنه هېره شوې وه.

۱۴۰۴.۴.۶