لنډه کیسه

غلا

 

ساعت ته مې وکتل، د شپې دولس نیمې بجې وې. خپل خاوند مې راویښ کړ: پاڅه! چې څوک دروازه ټکوي.

دواړه دالېز ته ووتو. مور مې هم په چټکۍ له مخامخ کوټې راووته: خدای دې خیر کړي. خپل خپلوان خو مو لا دلته بلد نه دي.

د مور دې خبرې اندېښمنه کړم او له ځانه سره لګیا شوم: رښتيا هم لا لس دولس ورځې نه کېږي چې دې سرای ته راغلي يو. نو څوک به وي؟

دروازه درګرده ټکېده او یو غږ ورسره مل و: پولیس یو. دروازه پرانیزئ.

په چټکۍ د دروازې خوا ته په منډه شوو، مور مې تر موږ دمخه شوه. په بېړه يې دروازه پرانیستله. له پولیسو سره زموږ د ښي لاس ګاونډی نانوای هم و. لږه ډاډه شوم. له کومې ورځې چې موږ دلته کډه راوړې، هغه دوه درې پلا راته ډوډۍ کړې ده.

مور مې له هغه پولیس نه چې تر نورو مخکې حویلۍ ته راننوت، وپوښتل: قوماندان صاحب! خیریت دی، څه شوي؟

هغه زما خاوند ته چې غوښتل يې له ګاونډي سره روغبړ وکړي بد بد وکتل او خپلو ملګرو ته يې وویل: اول دا ونیسئ، چې ونه تښتي.

بیا يې زما پر مور سترګې رابرګې کړې: زامن دې چېرته پټ کړي؟

د هغه له دې خبرې سره مور مې وارخطا شوه او ويې وویل: وي...وي... ويده دي، ولې پ ...پ...په زا...زا...زامنو مې څه کوې؟

-        ځان ناګاره مه اچوه. هله مخکې شه.

د هغه له دې خبرې سره پولیس د کوټو خواته په منډه شول. زه او مور مې هم ورپسې شوو. پولیس زما د وروڼو کوټې ننوتل. هغوی لا هم ويده وو. د پولیسو له غږ سره درې سره ژڼي په وارخطایۍ له خوبه راولټېدل. پوليسو د خوب په ځای کې درې واړو ته اولچکونه واچول. زړه مې لاړ، پر دېواله تکیه شوم. مور مې ژړل، تر ما یو کال کشره خور مې چې تازه له خوبه راپاڅېدلې وه، وارخطا او ژړغونې د هغې ترڅنګ ولاړه وه.

مور مې د پولیسو له مشر نه په ژړا وپوښتل: ولې اولچک وراچوئ، زامنو مې څه کړي؟

د پولیسو مشر چې په کوټه کې لروبر کېده، لومړی زما د مشر ورور د بوټانو د رنګولو صندوق چې له وره سره نږدې ايښی و، په لغته وواهه، بیا د کوټې بر کونج ته لاړ، هلته يې زما د منځني ورور د تسبو او هيندارو تخته چې پر دېوال يې تکیه کړې وه، پورې وهله. د هیندارو له تختې سره نږدې د سپند قطۍ يې له لاستي ونیو، ويې زانګاوه او په غوسه يې وویل: کشر کشر يې سپندي او هغه غټ سری کراچيوان يې چې دباندې ولاړ دی، دا ټول غله دي، غلا يې کړې، غلا.

ګاونډی ته مې پام شو، د هغه خوا ته لاړمه، هغه د دالېز له وره سره ولاړ و او زما د مور او خور خواته يې په خير ځير کتل، ورته مې کړه: کاکا! ته خو مو پېژنې، دوی ته ووايه، چې موږ غله نه یو. موږ د هیچا غلا نه ده کړې.

زما له دې خبرو سره د پولیسو مشر په پسخند وویل: چا ته يې وايې، همدا تېر ماسوختن مو د همدې سړي له کوره یو بلا ګاڼه او پیسې غلا کړي دي.

پولیسو چې زما وروڼه او خاوند موټر ته وخېژول، پر قوماندان مې چې خپل رنجر ته ختو ورغږ کړل: قوماندان صاحب! تاسو خو تلاشي ونه کړه، دوی په کوم جرم بیایئ.

هغه په زوره د موټر دروازه پورې واهه، زما خوا ته راغی او په جګ غږ يې وویل: جرم مرم پرېږده، پر تاسو ادعا شوې. تلاشي مو چې ونه کړه ‎پوهېږو چې غلا شوي شیان مو بل چېرته وړي. د دې غلو ډډې چې ورګرمې کړو، خپله ځای راته ښيي.

 

په درېیمه ورځ يې زندان ته پرېښودو. وروڼو مې ژړل، د خاوند مې هم وضع ښه نه وه. رانه يې وپوښتل: څه مو وکړل. که خبره محکمې ته شي، په میاشتو میاشتو نه خلاصېږو.

ورته مې کړه: موږ به څه کوو، نور خو څوک نه پېژنو، د نانوای درې واړو مېرمنو او بچیانو ویل چې نانوای يې خبره نه مني، ورته په غوسه شوی او ویلي يې دي چې له موږ نه به پنځه لکه نغدې او د لسو لکو ګاڼه حصول کوي.

خاوند مې خوله جوړه کړه چې څه ووايي خو ژر يې شا واړوله. زه او مور مې هم په ژړا راوخوځېدو، د زندان د دالېز نه وتلو چې هغه راغږ کړل. ستنه شوم.

-        څه دې ویل؟

-        هو، خو د مور او ورونو مخکې مې دې دا خبره ونه شوای کولای.

-        کومه خبره؟

خاوند مې یو سوړ اسویلی وکېښ: خو نپوهېږم چې مور او خور به دې دا خبره ومني او که نه؟

-        څه به ومني؟

- نن سهار د وخته نانوای دلته راغلی و، ورونه يې درته ووېرول، د محکمې خبره هم هغه ورته کړې.

خاوند مې یو سوړ اسوېلی وکېښ: وروسته يې زه د قوماندان شعبې ته وغوښتم. بر سر پر کوچ ناست و، زه يې تر خپل څنګ کېنولم، ویل يې ترڅو قوماندان راځي خپلې خبرې درته کوم.

-        څه يې ویل؟

-        ویل يې چې له خپلې دعوا تېرېږي، خو یو شرط لري؟

-        څه شرط؟

-        هغه دې کشره خور غواړي.

-        دا دې خدای تباه کړي، وروستۍ مېلمستیا کې يې چې رانه وپوښتل ورته مې وویل چې خواستګاران يې ډېر دي او زړه مو دی چې هغه تر ټولو هغه تعلیمافته کورنۍ ته ورکړو.

-        غم همدې خبرې جوړ کړی، نانوای وايي چې د غلا شویو پيسو او ګاڼو په تاوان کې ساده نکاح غواړي، نه ولور ورکوي او نه د واده خرڅ.  

۱۳۹۶.۴.۲۹