د ژوند کيسه
لیکوال: صديق الله بدر
یو بل درد

يوه مور او شپږ ماشومان يې هره شپه له یو عالم نااميديو سره سر په بالښتونو ږدي او هر مازیګر له انتظاره په ډکو سترګو، سره له دې چې ښه پوهېږي هغه نور نه راګرځي؛ دروازې ته ګوري. ماشومان دا انګېري چې اوس يې د پلار د راتلو وخت دی او له خپل زوړ سایکل سره کور ته راننوځي، خو اوس نه کوم بایسکل شته او نه هغه پلار چې دوی ورته سترګې سترګې دي.
يو کال مخکې ملا اذان سمیع الله له ډېرو امیدونو سره، چې ټوله شپه يې د غاښ درد خوب ته نه و پرې ايښی، يوه زړه بوجۍ د بایسکیل کنجوغه کې وتړله او په دې تمه له له کوره ووت چې که نن خپله تنخوا واخلي او کور يو څه سود و سودا وکړي.
اختر نږدې و؛ بېړه يې وه چې تر اختر مخکې يو څه په کور کې ولري.
هغه کوم لوی سړی نه و، نه رييس و او نه د کومې ادارې مدیر. هغه د ښاروالۍ د تنظیف په ریاست کې د ښار د پاکوالي لپاره کار کاوه او هره ورځ به خپل کار ته په تلوار و.
هغه ورځ هم په تلوار خپل کار ځای ته تللی و، چې خپله وظیفه له وخت نه مخکې خلاص کړي او بیا د غاښونو کوم ډاکتر ته لاړ شي. خو ژوند لکه چې نور تر همدې ځایه ورسره یاري منلې وه او په هماغه ځای کې يې د غاښ سره يوازې پرېښود.
سميع الله د کار په وخت کې د غاښ له درده ډېر په عذاب شو، له خپل مشر نه يې اجازه وغوښته او په مکروریانو کې يې د مطبعې لاره خپله کړه. لکه چې دا درد هم پرې په تنګ و او نه يې غوښته چې نور هغه عذاب وګوري. د صحت عامې له څلورلاري لږ ورتېر شوی چې ورته وروستی سلام وکړ او د ځانمرګي برید ښکار شو. هغه د غاښ درد له څو ورځني عذاب څخه د تل لپاره خلاص شو خو خپله کورنۍ يې د تل لپاره د غم په ټغر کېنوله.
په دې کيسه کې تاسو ته د سميع الله د کورنۍ له درده ډکې کيسې تم کېږئ، چې بې له شکه په لوستلو سره به يې زما په څېر ستاسو زړه او ضمير هم يو دروند ټکان وخوري، دا هم تاسو او دا هم له درده ډکه دغه کيسه: