لنډه كيسه: ناتمامه لاره
ليكوال: صديق الله بدر
ناتمامه لاره
نبيلا ملا بانګ نه مخكې له خوبه راپاڅيده، په ډېر احتياط يې خپله خور رويا هم راپاڅوله او ورته ويې ويل:" ژر كوه، چې ناوخته نه شي"
دواړې خويندې په بېړه بېړه ځانونه تيار كړل. نبيلا له كوټې نه په وتو كې وه، چې مور يې پرې ورغږ كړ:" لورې څه كوې؟"
نبيلا ورته وويل:" هيڅ خوب نه وړلم ما وې تر څو تاسې پاڅېږئ زه د چايو تياري وكړم"
نبيلا په دالېز كې يو سطل هاخوا دېخوا كړ او بيا يې رويا تر لاسه ونيوله او دواړه په بېړه له كوره ووتل. د كوڅې سر ته يو سپين كرولا موټر ولاړ و، د هغې په ليدو نبيلا وويل:" ايله زړه مې ولګېده، ما ګمان نه كاوه چې سيفور دې پر خپلې وعدې دومره ټينګ وي"