لنډه کیسه: ځانمرګى
ليكوال: صديق الله بدر
ځانمرګى
له درې ورځو راهيسې د ګلداد فكر خراب و، دم شېبه كې به يې يو سخت ټكان وخوړ او په ځير ځير به يې شاوخوا ته وكتل. كه دننه په كوټه كې و، خو همدا چې به سوچونو په سر واخيست، ټكان به يې وخوړ، يو دم به له ځايه راپاڅېد، ګراچ ته به ولاړ او تر ډېرې شېبې به يې خپل ټكسي موټر ته په ځير ځير كتل.
د هغه له دې كړيكې سره مېرمن يې په منډه ګراچ ته راننوته او پرې غږ وكړ: "د اسد پلاره! څه دي، ولې دې كړيكه وكړه."
د ګلداد تازه ځان ته پام شو او ويې ويل: هيڅ هم نه دي، ته دلته څه كوې؟
هيڅ، ستا كړيكه مې واورېده. ما وې چې خيريت وي.
ګلداد موسكى شو: ته هر څه ته ژر واخطا كېږي، خير و خيريت دى.
له دې خبرې سره دواړه مخ په كوټې وخوځېدل. كوټې ته په ننوتو سره ګلداد اوبه وغوښتل. تر څو يې ښځې اوبه راوړله، دى خپل چپركټ ته تكيه شو او بيا په سوچ كې لاړ خو دا ځل د سوچونو لړۍ يې ژر وشلېده، مېرمنې يې اوبه راوړې. ده چې اوبه وڅښلې، مېرمنې يې ترې وپوښتل: "دا په تا څه شوي، څه خبره ده؟"
ده خپلې مېرمنې ته وكتل، د هغې پريشان حالت وځوراوه، خوله يې جوړه كړه، چې څه ووايي، خو ژر بېرته پښيمانه شو او تر شونډو لاندې یې ډېر ورو وويل: " نه! هغه خو ما ته قسم راكړى، قسم څنګه مات كړم."
له دې سره يو ځل بيا په سوچ كې ډوب شو او يو ځل بيا په ګډو وډو سر شو: "كه خرڅ يې كړم، زه به څه كوم، خرڅ خوراك به څنګه كړم. نه، نه! نه يې خرڅوم... كه خرڅ يې نه كړم، ټول عمر به عذاب ګالم، دا ښه ده، چې خرڅ يې كړم. "
ښځې يې چې د هغه دا حالت وليد په ژړا شوه: "اوه خدايه زما په سړي څه شوي، پخوا چې داسې نه و. "
د هغې د ژړا د غږ په لوړېدو سره ده يو ټكان وخوړ، خو ژر په ځان كابو شو او په خندا يې و پوښتل: ولې ژاړې، څه چل دى؟
- نور به څه چل وي؟ زما خو دې زړه اوبه كړ.
- ولې داسې وايې، ما څه كړي دي؟
- هيڅ
- نو بيا ولې ژاړې؟
- ستا دا حالت مې ځوروي
- كوم حالت؟
- دا له ځان سره چې غږېږې، دا دوه ورځې چې دم شېبه په سوچ كې لاهو كېږې او بيا ټكانونه خورې.
ګلداد په خندا وويل: "مين شوى به يم"
- نه! باور مې نه راځي، ستا دا كانې د مينانو نه دي. خبرې دې بل وړ دي، ووايه څه كيسه ده؟
- ته باور مه كوه، خو زه رښتيا وايم، زه مين شوى يم.
- په دې زوړ ځان دې څوك څه كوي؟
- تا ته به زوړ ښكارم.
- ځه دا خبرې پرېږده اصل خبره وكړه.
- كومه خبره، لېونۍ!؟
- هغه خبره، چې تا ځوروي
- ما خو هيڅ كومه داسې خبره نه ځوروي
ده چې دا خبره وكړه، ښځه يې په ژړا دالېز ته ووتله او په تګ تګ كې يې وويل: "تر اوسه مې چاته د خپل كور خبره نه ده كړې خو اوس مجبوره يم، چې خپل مشر ورور راوغواړم، كه هغه پوه شي، چې پر تا څه شوي. "
څو شېبې وروسته دى هم ورپسې ووت او په خندا خندا يې وويل: لكه چې زما په ټوكو خپه شوې، كه څنګه؟
نه دا ټوكه نه ده، ته سهي حال نه وايې.
ګلداد خواشينى له كوره ووت او تېر ماښام په يو تر پالي موټر كې يې له بازاره دوه درې بوجۍ وريجې، دوه پيپه غوړي او نوره سودا له ځان سره راوړه.
د شپې تر ډوډۍ وروسته مېرمنه يې ترې وپوښتل: "په دې وريجو او سودا باندې څه كوې؟"
ګلداد په خندا شو: " درته ومې ويل ، چې مين شوى يم، د واده ترتيبات نيسم. "
د ګلداد دا خبر ه په لوڼو او زامنو يې ښه ونه لګېده او يو يو له كوټې ووتل. ښځه يې هم له خپله ځايه پاڅېدله خو ده له لاسه ونيوله: "كېنه، بې عقلې ! لكه چې په رښتيا دې هم باور وكړ، چې بل واده كوم، واده نه كوم، ختم كوم. "
ښځې يې په حيرانۍ ترې وپوښتل: "په كوم مناسبت يې كوې؟ ته خو كال بل كال په خپل پلار پسې ختم كوې. دا د څه شي ختم دى؟"
- ډېر مې مه ځوروه، هسې زړه مې غواړي د خداى په رضا يو ختم وكړم.
- نه اوس نو خداى مې دې غاړه نه بندوي، ستا په خبرو مې بالكل باور نه راځي.
- څه ! دا څه وايې؟
- خپه كېږه مه! ستا دا خبرې او دا څو ورځې موټر نه چلولو ډېره اندېښمنه كړې يم. څه خبره شته خو ته يې له موږ پټوې. كاشكې مشر ورور مې دلته واى او هغه مې راغوښتى واى، تا به اوس د وخته ټول حال هغه ته ويلى واى. موږ به هم ارامه شوي وو. ګوره ټول نارامه يو، دا ښه نه ده، چې خبره پټه كړې.
ګلداد له كوټې ووت او خپل مشر زوى ته يې غږ وكړ: راشد جانه! يو ځل ته، خويندې او ورونه دې زما كوټې ته راشئ او د ختم د كارت په ليكلو كې راسره مرسته وكړئ.
د ختم د نامه په اورېدلو سره څلور زامن او دوه لوڼې يې كوټې راغلل او تر ناوخته پورې يې كارتونه وليكل. د كارتونو تر ليكلو وروسته راشد په ټوكه كې وويل: پلار جانه! ماته خو غوسه په دې راغلې وه، چې زه در نه هېر وم او ځان ته دې واده كاوه، خو پوه نه شوم، چې رښتيا هم خبره څه ده؟
ګلداد موسك شو: زويه! غم مه كوه، دواړه به يو ځاى واده كوو.
د شپې دوه درې ځلې ګلداد په خوب كې ووېرېد، په درېيم ځل چې ويده شو او بيا يې هم خوب وليد، ووېرېد، چيغې يې وكړې او بيا نو خوب ته يې زړه ښه نه كړ او تر سهاره ويښ پاتې شو.
د ختم تر ورځې، دوه درې ورځې بيا هم غلى و او دا يې ونه ويل، چې څه خبره ده، ولې پريشانه دى او په خوب كې وېرېږي؟
د ختم په ورځې د ګلداد حال نور هم پسې خراب شو او دم شېبه به ووېرېد، ټكان به يې وخوړ. د ډوډۍ وركولو په وخت، چې پوه شو نور نو له خلكو سره د ودرېدو نه دى، خپلې كوټې راغى او كرار پرېوت. مېلمانه ډوډۍ ته ناست وو، چې ده يوه اوچته كړيكه وكړه. د هغه په دې كړيكې سره ټول نږدې خپل خپلوان يې كوټې ته راغلل. ټولو هغه ټينګ ونيو، چې حال ووايي خو هغه هيڅ هم ونه ويل. ښځه يې يو ګوښه كې كېناسته او په ژړا سر شوه. ده پرې څو وارې غږ وكړ، چې غلې شي خو هغې لكه چې د ده خبرې نه اورېدې او همداسې په ژړا سر وه، خو څو شېبې وروسته هغې څه اشنا غږ واورېد، په منډه له كوټې ووتله او بېرته په ډېرې خوشالۍ له خپل مشر ورور سره كوټې ته راننوته او ويې ويل: "رشيد لا لا! خداى خبر د راشد جان په پلار څه شوي، ورځ په ورځ يې حال خرابېږي، هر څومره كه يې پوښتو څه نه وايي. "
رشيد خان له نورو سره تر ستړي مشي وروسته، د ګلداد تر څنګه كېناست او ترې وپوښتل : "څه خبره ده، په تا څه شوي، ولې حال نه وايې؟"
ګلداد لومړى ده او بيا نورو مېلمنو ته وكتل.
رشيد خان له مېلمنو څخه وغوښتل، چې له كوټې ووځي. ټول ووتل، خو د راشد مور ونه وتله او د وره د پردې تر شا ودرېده.
رشيد خان له څه ځنډ وروسته بيا وپوښت: "خلك ووتل، حال ووايه څه كيسه ده؟"
ګلداد مخامخ هغه ته وكتل: " هيڅ خبره هم نشته، هسې يو دم چرت مې خرابېږي. "
- نه زما باور نه راځي، چې څه خبره نشته، خامخا څه شته خو ته حال نه وايې.
- باور وكړه هيڅ هم نشته
- ګوره تا تر اوسه خپله هيڅ يوه خبره هم له ما نه ده پټه كړې، اوس يې هم مه پټوه ، كېداى شي يوه د حل لار پيدا كړو، تر څو به داسې مړ پړ يې؟
- ما خو وويل چې څه نشته، ولې مې ځوروې
- كه حال ونه وايې، زما او ستا به همدا اخيرنۍ ليدنه وي.
ګلداد چې ډېر ځنډ غلى پاتې شو، رشيد خان له خپله ځايه پاڅېد : "ښه چې څه نه وايې او پر ما باور نه لرې، زه هم در نه ځم. "
هغه چې د وره پر خوا وخوځېد، ګلداد پرې غږ وكړ: "اخر څنګه درته ووايم، هغه ماته قسم راكړى، قسم چې نه شم ماتولى، هغه ماته پر خپل ايمان قسم راكړى. "
د هغه له دې خبرې سره ښځه يې پرده څنډ وهله او په لږ لوړ غږ يې وويل: " هغه كه په ايمان قسم در كړى، زه در ته په خداى قسم دركوم، چې حال ووايه. "
د ګلداد غونې زيږې شوې، نېغ پر خپل ځاى كېناست او څه ځنډ وروسته يې وويل: "د خداى زور نه لرم، خداى مې دې د قسم پر ماتولو نه نيسي. كيسه داسې ده چې ....
هغه غلى شو او له خپلې مېرمنې يې اوبه وغوښتې. هغې چې اوبه راوړه او ده ترې يو غړپ وڅښه، ويې ويل:
"يوه اوونۍ مخكې، چې له كوره ووتم. په تم ځاى كې يو كس راته لاس ونيو او ويې ويل، چې ټوله ورځ په ښار كې د ګرځېدو څومره كرايه تر ې واخلم. تر لږ جرو بحث وروسته دوه نيم زره افغانۍ كرايه يې راسره ومنله او ټوله ورځ په ښار كې ښكته پورته وګرځېدو. ماښام همدا، چې خړه په لګېدو شوه، هغه له ښاره يو ګوښه ځاى د تګ را ته وويل. ما هم ورساوه.
كله چې ښكته شو او پيسې يې راكړې، ويې ويل : "ډېر سم او په نيت صاف سړى راته ښكارې. "
ما ورته وويل: هغه څنګه؟
هغه د خپل اور كوټ جمپر رنځير خلاص كړ.
دې خبرې سره پر ګلداد خولې راماتې شوې، څه شېبه غلى شو او بيا يې وويل: "څه ګورم هيڅ د باور وړ نه و، هغه ځانمرګى و، هغه پر خپل ځان بمونه تړلي وو، د هغه په ليدو عقل مې له سره وخوت، وارخطا شوم. خو هغه تسلي راكړه:
ولې وارخطا شوې، د وارخطايئ خبره نه ده اوس خو بچ شوې. له دې خبرې سره ځانمرګى يو سوړ اسويلى وكړ : ته دا ګوره چې په ټوله ورځ حتى، د خارجي او دولتي عسكرو يو موټر هم مخې او څنګ ته رابرابر نه شو، كه شوى واى اوس به خلكو زما او ستا د غوښو ټوټې ټولولې. خو ګوره ستا دې پر خپل ايمان قسم وي، چې هيچا ته به هم دا حال نه وايې. "