ويناوال: صديق الله بدر

د شوګيرونو لښكر

 

ژوند مې يو سيند هسې څپې څپې تېرېږي او ځي

ګورم ساحل سره ټكرې خوري ماتېږي او ځي

اوس دې يادونه هم جانانه ستا خويونه كوي

راغلي نه وي لا چې بېرته بيا ستنېږي او ځي

د شوګيرونو د لښكر د نظر تاب نه لري

خوب مې تر سترګو پورې راشي خو وېرېږي او ځي

چې كومې ښكلې مې زړه مې واخيستلو اور يې كړلو

نن يې له تاوه ځنې خپله څنګ ته كېږي او ځي

بدره چې وايم د اشنا مخ كې نور نه وايم څه

هره خبره چې كومه خپه كېږي او ځي

۱۳۷۶/۳/۱۶