ويناوال: صديق الله بدر

د ژړا په تال كې

 

كه تېروم دانه دانه زنده ګي

جوړوم خيال كې شاهانه زنده ګي

مرګه له تا سره د مينې په نوم

ده يو ښكلې بهانه زنده ګي

په ګريوانه لكه د اوښكو لړۍ

تېرېږي ځي دانه وانه زنده ګي

خوښه دا ستا چې څنګه ژوند خوښوې

زه خوښوم عاشقانه زنده ګي

غله نظرونه ورته داسې اوړي

لكه وي ستره خزانه زنده ګي

د يار له سترګو نه چې ګوري لارې

غواړمه داسې جانانه زنده ګي

بدره چې تال كې د ژړا يې وايم

ده د غمونو ترانه زنده ګي

۱۳۷۵/۱۲/۱۵