د غشو تنده: د خندا تصوير
ويناوال: صديق الله بدر
د خندا تصوير
اشنـا ته خـانـدمه دنيـا ته خــاندم
د غريب خوله يمه هرچا ته خاندم
د اوښكو اوښكو په هندارو كې مې
موسكى تصوير ستا دخندا ته خاندم
ستا مجبورۍ نه عشقه نپوهېږم
چې چاته ژاړمه او چاته خاندم
پوهېږې ستا وعدې چې څنګه ژاړم
كله بيګاه كله سبا ته خاندم
جانانه بدر چې مين يم پر تا
تا ته به ژاړمه او تا ته خاندم
۱۳۷۶/۱۱/۲۳
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۸/۰۵ ساعت 7:6 PM توسط صديق الله بدر
|