لنډه كيسه: قاتله مينه
ليكوال: صديق الله بدر
قاتله مينه
زر ګل له ډېر لرې نه د موټر په ليدو په منډه منډه سرك ته ځان ورساوه. موټر چې رانږدې شو ده ورته لاس ونيو او ستمى ستمى يې ډرېور ته وويل:" روكى جانه! هلته د پټيو په منځ كې د دوو تور سرو مړي پراته دي، كه پوليسو ته دې خبر وركړ ثواب به دې وشي. څو پوليس راځي، زه به همدلته ورته انتظار يم"
د موټروان له تګ نه نيم ساعت وروسته د زرګل زړه په تنګ شو او له ځانه سره يې وويل:" لكه چې سړي پوليسو ته خبر نه دى وركړى. څومره به انتظار كوم، خپلې رمې پسې به ولاړ شم، هسې نه بله خوا مخه وكړي"
ده حركت وكړ، خو ژر پښه نيولى شو، له لرې نه د پوليسو موټر ته يې پام شو. د پوليسو د موټر په ليدلو ډېر خوشاله شو او ځاى په ځاى ودرېد. شېبه پس د پوليسو موټر د ده تر څنګه ودرېد او يو تن پوليس ترې وپوښتل:" ماما هغه مړي تا ليدلي؟"
هو صاحب!
چېرې دي؟
زرګل پخپلې لكړې سره له سرك نه يو څه لرې ځاى وښوده:" هاغه ونې، چې ښكاري، هغه سره څنګ پټي كې پراته دي"
د پوليسو مشر ورته وويل:" موږ ډېر بلد نه يو، كه راسره لاړ شې، خوشاله به شو"
زرګل ورسره موټر كې كېناست او په لار بې لارو يې تر مړيو ورسول. مړيو ته په رسېدو سره زرګل د پوليسو مشر ته وويل:" صاحب! كه اجازه وي زه به خپلې رمې پسې ولاړ شم، خدا زده پر كومه خوا تللې ده"
د پوليسو مشر له هغه سره خداى پاماني وكړه، خو ژر يې خوله واړوله:" ماما! بښنه كوه، يو څو پوښتنې مې درنه كولې"
څه پوښتنې؟
دا مړي دې څه وخت وليدل؟
همدا ګړۍ دوه د مخه.
ته دلته نږدې اوسېږې؟
نه، خو دومره لاره هم نه ده، كه راسره لاړ شئ نه ستړي كېږى.
ما ويل كه چېرته زه له دې ځايه په زوره چيغې ووهم، تاسې يې اورئ؟
كه ډېر په زوره وي، كېداى شي وا يې ورو.
د دوى غږ تاسې وا نه ورېده؟
نه! كه نه خو مرستې ته يې رسېدو.
ته هره ورځ په دې خوا راځې؟
نه! كله كله، هغه هم د سهار له مخې. غرمه خپله رمه بره خوا پيايم.
د پوليسو مشر له زرګل سره خداى پاماني وكړه او خپل پرسونل ته يې امر وكړ چې كار پيل كړي. د زړې سر مات شوى و او پېغله زندۍ شوې وه. كله چې پوليسو خپل كار پاى ته ورساوه، مړي يې موټر ته پورته كړل او مخ په ښار وخوځېدل.
***
دوه ورځې وروسته يوه ښځه شفاخانې ته د مړو ليدو ته راغله. همدا چې پر مړو يې نظر ولګېد په چيغو سر شوه. ډېره شېبه د مړو سر ته ناسته وه او ژړل يې:" مور جانې، خورجانې دا چا په دې حال كړي يئ، دا كوم ظالم داسې كړي؟"
كله چې دې غوښتل له شفاخانې ووځي، د پوليسو يو موټر يې مخې ته ودرېد او يو پوليس ورته وويل، چې ساعت نيم وروسته دې قوماندانۍ ته ځان ورسوي، هلته د جنايي امر د مړو په هكله ورسره خبرې كوي.
كله چې د پوليسو موټر حركت وكړ، دا هم يو ټكسي ته وخته او قوماندانۍ ته ولاړه او په پوښتنو پوښتنو جنايي امريت ته ننوته. د جنايي امر تر روغبړ وروسته ترې وپوښتل:" كه غلط شوى نه يم، ته به د هغو دوو مړو خپلوانه يې؟
هو صاحب! يوه مې مور او بله مې خور ده.
نوم دې څه دى؟
ثريا
پلار ورونه دې شته؟
نه! ورور نه لرم، پلار مې زموږ په ماشومتوب كې مړ شوى دى.
له چا سره خو به مو څه دښمني نه وي؟
نه! ښځې به له چا سره څه دښمني كوي.
نو څه فكر كوې چې چا به وژلې وي؟
زه څه پوهېږم.
زموږ څېړنې دا ښايي چې كوم چا د دښمنۍ له امله وژلې وي، ځكه ډېر بد ځورول شوې دي.
قاتل مو نه دى نيولى؟
نه ! ځكه نه يې پېژنو، د همدې لپاره مو ته راوغوښتې.
تاسې چې څه نه شئ كولى، زما له لاسه څه پوره دي؟
ته ډېره مرسته كولى شې.
څنګه؟
بس يو څو پوښتنې در څخه كوو.
په ما خو به مو د قاتل ګومان نه وي كړى؟
نه! خداى دې نه كوي.
تا ويل له ما نه څه پوښتنې كوئ...
هو! بښنه غواړم.
د جنايي امر مخامخ هغې ته وكتل او بيا يې ترې وپوښتل:" مور او خور دې لكه چې په مېلمستيا چېرته تللې وې؟
هو!
كله؟
پنځه ورځې مخكې.
چا كره؟
كوچي كره، هغه ورته مېلمستيا كړې وه.
كوچي !؟ هغه څوك دى؟
هسې شناخته مو دى.
له څه وخته؟
ډېر وخت كېږي، كابو پنځه شپږ كاله.
څومره شناخت سره لرئ؟
هغه ډېر موږ كره راځي، كله كله يې خپله مور هم موږ كره راوستې ده.
شناخت مو څنګه او په څه شي وشو؟
امر صاحب! دا څه پوښتنې دي چې كوئ يې، ما ته څه بل وړ ښكاري، كوچي ، كوچي؟ زما سر پرې نه خلاصيږي. د قاتل خبره وكړئ.
د جنايي امر څه شېبه په سوچ كې ډوب شو او بيا يې ورو له ځان سره وويل:" كېداى شي خپله وي، هو پخپله دى، بل څوك نه شي كېداى، خپله دى "
ثريا په بېړه وپوښتل:" څه مو وې، قاتل څوك دى؟"
كوچى
څه! كوچي، ده ولې داسې كړي، ولې دومره كركه؟
د جنايي امر ترې وپوښتل:" څه دې وې كركه! ولې كركه؟"
خو ثريا څه ځواب ورنه كړ. امر بيا بيا خپله پوښتنه تكرار كړه او په وروستي ځل پر ثريا په غوسه شو:" مخكې دې هم ځان تېرويسته، څه خبره ده؟ كوچى مو څه پېژانده؟"
بيا هم چې د هغه پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې، خپل عسكر ته يې چې له وره سره برچپك ولاړ و امر وكړ :" دا، دا لېونۍ زنانه زندان ته بوځه او په يوه تياره كوټه كې يې بنده كه"
د زندان د كلمې په اورېدو ثريا په ژړا سر شوه:" باور وكړئ، زه په څه خبره نه يم، ما نور مه ځوروئ، بس دى چې د مور او خور مرګ مې ځوروي، ما ولې زندان ته لېږئ، زما ګناه څه ده، زه خو قاتله نه يم"
د جنايي امر په ډېرې بې حوصله ګۍ وويل:" دا وير دې په محكمه كې كوه"
***
د محكمې په ورځې قاضي ثريا ته وويل:" ستا ټول خپل خپلوان او ګاونډي پوښتل شوي، هغوى يو څه را ته ويلي، خو موږ ته ستا خبرې مهمې دي..."
د قاضي خبرې لا نه وې تمامې چې ثريا په لوړ غږ وويل:" هغه ونيسئ، ما په زندان كې ډېر سوچ وكړ، اول مې ګومان نه كېده، هغه ونيسئ، قاتل همهغه دى"
څوك ښيې؟
بل نو څوك؟ كوچى در ښايم.
هغه ولې، كوم ثبوت پرې لرې؟
هو!
څه ثبوت لرې؟
زړه مې راته همداسې وايي.
زړه دې وايي
هو زړه مې وايي
هغه څنګه؟
ثريا يو سوړ اسوېلى وكېښ:" څنګه يې نو څنګه وي. هغه ونيسئ، ترې وپوښتئ، زما باور دى، چې همهغه دا قتلونه كړى"
قاضي ورته وويل:" ته نه غواړې، چې رښتيا خبره وكړې، موږ په هر څه پوهېږو. خلك وايي چې ستا او د كوچي تر منځ څه اړيكې وې، هغه به وخت نا وخت ستاسو كور راته، داسې نه ده "
ثريا په ژړا شوه، ډېره شېبه يې په زوره زوره وژړل او بيا يې په ژړغوني انداز وويل:" دا تهمت دى، زه پاكه يم، ما هيڅكله هم له هيچا سره بدې اړيكې نه دي ساتلې. كه باور مو نه راځي نو ډاكتر ته مې بوځئ"
قاضي غوښتل څه ترې وپوښتي خو هغې وار لومړى كړ:" دا سمه ده، چې زه واده شوې يم او شپږ مياشتې مې له واده څخه تېرېږي، خو زه لا نجلۍ يم"
قاضي ترې وپوښتل:" دا نو څنګه كېداى شي؟"
ولې نه شي كېداى، كېداى شي، زما مېړه د 75 كالو دى، بيچاره سم په لاره نه شي تلاى"
او كوچي؟
زه د كوچي خوښېدم، هغه، چې پلار مې ژوندى و له خپل تره سره چې زما د پلار دوست و موږ كره به راغى او تر دا لس ورځې مخكې يې هم تګ راتګ كاوه. هغه څو ځلې ريباران راولېږل، اوله كې مور مې ورته رډ ځواب وركړ، كه څه هم په اخره پلا يې څه لوظ غوندې ورسره وكړ، خو د پيسو په خاطر يې يو سپين ږيري ته وركړم.
كوچي بيا څه و نه ويل؟
نه، كله چې خبر شو څه موده موږ كره نه راته. كله چې واده شوم دوه مياشتې پس راغى، په بل ځل يې خپله مور له ځان سره راوسته، مور يې په خبرو خبرو كې خبره رانه واخيسته او په دې پوهه شوه، چې زه لا نجلۍ يم، كوچي چې خبر شو وروسته له هغه به له پنډ پنډ شيانو سره موږ كره راغى او زما مور ته به يې ويلې، چې له مېړه څخه مې زما طلاق واخلي.
مور دې ورته څه وويل؟
مور مې دا ورسره ونه منله او ورته يې وويل، چې زما له خور سره واده وكړي.
كوچي څه وويل؟
كوچي وويل چې زه ثريا غواړم، بله لور دې پر ما خور وي
بيا؟
تر هغه وروسته كوچي به دم ګړۍ موږ كره و
هغه مو ولې پرېښوده، چې تاسو كره راشي؟
له وېرې څه مو ورته نه شواى ويلى
ولې؟
هغه زما مور وېرولې وه كه هغه له كوره منع كړي، نو په موږ ټولو پسې به تهمت وتړي
څه ډول تهمت؟
داسې چې اوازه به ګډه كړي، چې موږ درې واړه ورسره جوړ يو. وروستيو كې هغه ډېر توند چلند هم له موږ سره كاوه، ټول ترې وېرېدلو.
چې داسې وه نو خور او مور دې ولې ورسره لاړل؟
څه يې كړي واى، هغه ډېرې زارۍ وكړې
ته يې ولې بو نه تلې؟
مېړه مې پرې نښودم، ويل يې چې شپې ته څوك مېلمانه راځي. نور نو په څه نه يمه خبره. اوس كه زه ملامته يم نو ما په دار كړئ او كه نه د خداى پخاطر له كوچي نه زموږ انتقام واخلئ.
***
په سبا يې چې كوچي محكمې ته راوست، مخكې له دې چې قاضي څه ترې وپوښتي، د ثريا د غمجنې څېرې په ليدو سره يې وويل:" هر څه خپله وايم، زه مينې لېونى كړم، د ثريا مينې. ما نه غوښتل هغوى ووژنم. ما وې هغوى ته خپل ژوند ښكاره كړم، چې ډاډه شي زه غريب نه يم او ډېر ښه ژوند لرم. خو په لاره كې په خبرو خبرو سره ترخه شوو. د ثريا خور، چې تر هغې شېبې حتى زما په مخكې عادي خبرې نه كولې ما ته يې ډېره سخته وكړه او ويې ويل، چې كوچي ګوره او موږ. ما هغې ته يوه څپېړه وركړه، مور يې چيغې كړې، زما غوسه نوره زياته شوه، هغه مې د خپل لاس په لكړې په زوره په سر ووهله، پر هغې وينې راماتې شوې او پر مځكه پرېوته، لور يې زورورې چيغې بنا كړې، زه له دې وېرې چې څوك د هغې چيغې وانه وري د هغې خوله مې په لاس ټپه كړه، خو چې كتل مې په لاس د هغې د چيغو مخه نه شم نيولى، خپله ملا وستنه مې د هغې غاړې نه تاوه كړه او ښه زور مې وركړ، د هغې سترګې رډې رډې راووتې، ووېرېدم، هغه مې ويالې پلو كش كړه، ما وې اوبه پرې واچوم، چې ناګهانه څو تېږې مې په ملا ولګېدې. د ثريا مور وه، يوې تېږې سخت خوږ كړم، په ډېره غوسه د هغې په لور ورغلم، يوه تيږه مې راواخيسته پرې مې وويشته، هغه بيا پړ مخې پر مځكه پرېوته. ډېره شېبه د هغوى سر ته كېناستم او منتظر وم، چې په خود شي خو تر تېر ماښامه هغوى په خود نه شول. همدا چې وپوهېدم نور نو هغوى ختم دي، خپل كور ته وخوځېدم. ټوله كيسه همدا وه، اوس كه ما وژنى او كه هر څه كوئ ستاسو خوښه"
قاضي ترې پوښتنه وكړه:" ته نه وېرېدې، چې پوليسو ته دې خبر وركاوه".
كوچي په ډېر افسوس ځواب وركړ:" هسې خداى ووهلم، كه نه اول مې دا زړه و چې په ثريا پسې ورشم، هغه له ځانه سره راواخلم او بيا دواړه كوم لرې ځاى ته سره لاړ شو"
كه ثريا درسره نه تلله، بيا؟
كوچي مخامخ ثريا ته وكتل او بيا يې وويل:" بيا خو نو معلومه وه، نور نو ژوند څه په كار و، هم مې هغه ختموله هم مې ځان."