ليكوال: صديق الله بدر

 

خپل بخت

 

كور ته د پلار له راننوتو سره ګل مكۍ د خپلې مور له څنګه پاڅېده او خپلې خونې ته وخوځېده، خو د پلار قهرېدلي حالت پښه نېولې كړه، بېرته راوګرځېده او د وره تر شا ودرېده. پلار يې په زوره ور په ځان پسې بند كړ:" سردار خان! په خبره نه پوهېږي، بيا يې هم هماغه پخوانۍ خبرې كولي، خو زه كله ورسره منم، نن د هغوى د كلي يوه سپين ږيري ډېر په غوسه كړم، هغه را ته ويل چې ادم خانه! ستا كار سم نه دى"

د ګل مكۍ مور د هغه په خبرو كې ورولوېده، ويې پوښتل:" سردار خان څه ويل؟"

- هغه وايي كومه طويانه چې مې پخوا دركړې، هغه دې بس ده، نور يو غران هم نه شم دركولى، اف چې..."

د ګل مكۍ مور دا پلا بيا د هغه خبرې ورپرېكړې:" تا ورته څه وويل؟"

د مور له دې پوښتنې سره ګل مكۍ غوږونه څك كړل او د پلار ځواب ته په تلوار شوه. پلار يې په جګ غږ وويل:" ما ډېره سمه او راسته خبره ورته وكړه، ورته ومې ويل، چې كه د نن ورځې طويانه را نه كړې زه به خپله لور بل ځاى بل چا ته وركړم. "

- بيا

- سردار خان ويل، چې كه دا كار كولى شې او د يو چا ښځه بل چا ته وركولى شې، نو ور يې كړه. 

دا ځل تر ډېرې شېبې د ګل مكۍ د مور غږ اوچت نه شو، خو پلار يې هسې له ځان سره غم غم وكړ او ويې ويل:" زه بر كلي ته ځم، ښايي ناوخته كور ته راشم."

 هغه چې له ځايه ولټېد، د ګل مكۍ مور ترې وپوښتل:"تا رښتيا داسې ورته وويل، چې ګل مكۍ به بل ځاى ودوې"

ادم خان وخندل:" نو ته څه فكر كوې، چې زه به داسې نه كوم، ګل مكۍ زما لور ده او واك يې هم زما په لاس كې دى. دا اوس چې زه چېرته ځم د همدې خبرې په خاطر روان يم"

- اخر دود او دستور..

- بې عقلې! په دود او دستور تر تا ښه پوهېږم، خو ما د ډېرو كسانو په مخكې دا خبره كړې او له خپلې خبرې نه شم اوښتى.

د پلار د دې خبرې په اورېدو سره ګل مكۍ په منډه خپلې كوټې ته ننوته او په ژړا سر شوه، خو ژر په ځان كابو شوه، خپلې اوښكې يې پاكې كړې. له كوټې ووته، ګړۍ يې را واخيسته، چې چينې ته ولاړه شي. له كور نه په وتو كې وه، چې مور يې پرې غږ وكړ:" لورې وخت دې غلط كړى كه څنګه، نور كله خو مازيګر چينې ته ځې"

ګل مكۍ بېرته راوګرځېده او په شرمناكه ډول يې وويل:" زه خوب وړې وم، ما وې خير مازيګر دى"

مازيګر شاو خوا ګل مكۍ د تل په شان خپل وړوكى ورور تر لاسه ونيو او د چينې پر خوا روانه شوه، تر ډېر ځنډ وروسته د هغې مور خپلې پڼې په پښو كړې او چينې ته لاړه، چينې ته په رسېدو هك حيرانه شوه، په چينه كې هيڅوك هم نه وو. بېرته كور راستنه شوه. په نيمه لاره كې د خپلو خپلوانو او د ګل مكۍ د خورلڼو كورونو ته لاړه. د ګل مكۍ خورلڼو ورته وويل، چې نن يې ګل مكۍ هيڅ ليدلې نه ده او نه چينې ته راغلې.

د ګل مكۍ مور نږدې ماښام كورته راورسېده. كورته په رارسېدو ټولې خونې يې پسې ولټولې خو نا اميده او په ژړا سر شوه. په ژړا ژړا يې ځان ستړى كړ.

نږدې ماسختن ادم خان كور ته راغى او له لرې يې غږ وكړ:" كار وشو، سبا د بركلي د خان زوى ته د ګل مكۍ دسمال وركوو"

هغه په خبرو خبرو كوټې ته راننوت او د خپلې ښځې د ژړا د اواز په اورېدو سره يې وپوښتل:" ولې ژاړې څه كيسه ده، لكه چې ته هم د سردار خان په طرف يې څه؟"

د ګل مكۍ مور څو ځلې خوله جوړه كړه، چې څه ووايي خو ژبه يې ورسره ياري ونه كړه. ادم خان په لوړ غږ د ګل مكۍ نوم واخيست، دا چې د ګل مكۍ غږ يې هم وا نه ورېد په ډېره غوسه يې د ګل مكۍ كوټې ته منډه واخيسته، خو وره ته نږدې ښځه يې پرې غږ وكړ:" راځه! هغه او ورور يې دواړه نه شته، نن مازيګر د هغوى په لټه كې له پښو وغورځېدم، مازيګر چې وتلي دي بېرته نه دي راغلي. خداى زده لور به مې چېرته وي"

سبا سهار د ګل مكۍ پلار په لر او بر كلي كې د خپلو ټولو خپلو خپلوانو كورونه وپلټل خو د ګل مكۍ  او د هغه ورور درك و نه لګېد.

يوه اوونۍ وروسته غرمه مهال د ګل مكۍ وړوكى ورور كور ته راستون شو او له خپل پلار نه پټ خپلې مور ته يې وويل:" هغه ورځ زه او ګل مكۍ د سردار خان دوى كره ورغلو، تياره وه، چې هلته ورسېدو. پرون د ګل مكۍ او سردار خان واده وشو. ګل مكۍ ښځو ته ويلې، چې نه غواړم په يو او بل خرڅه شم"