ليكوال: صديق الله بدر

دښمني

 

تياره ماښام و چې هغه په بيړه او ستړې ستومانه زموږ كلا ته راننوته، د  كلا دروازه يې په ځان پسې وتړله او خپله پړ مخې پر مځكه پرېوته. دا چې اوله كې چا و نه پېژندله ټول وارخطا شوو او ټول په وېره وېره د هغې پر خوا په منډه شوو. كه څه هم هوا يخه وه خو پر هغې خولې راماتې وې او ساه يې بنده بنده كېده. هغه مو راپورته كړه او كوټې ته مو راوستله. د څراغ په رڼايي كې  زما مور وويل :" اوه! دا خو ګل څانګه د ګل مير  اكا يوازنۍ لور ده، همدا نن د دې بېچاره د نكاح ورځ وه"

 موږ ټول غلي د  هغې سر ته ولاړ  وو، تر  ډېرې شېبې هغه چوپه خوله وه، هاخوا دېخوا يې كتل راكتل او يوه عجيبه وېره يې په سترګو كې ښكارېده.

د  شپې مور  مې له  هغې سره په جلا كوټه كې ويده شوه او زه، پلار او خوېندې مې په بله كوټه كې ويده شوو. تر  سهاره پورې موږ  ته هيڅ خوب رانغى، ځكه همدا چې موږ  له هغې كوټې راووتو د  هغې او زما د مور مركه پيل شوه او هره ګړۍ نيمه وروسته به هغه په ژړا شوه.

سهار همدا، چې د  چاى څښلو پخاطر ټول په يوه كوټه كې سره راغونډ شوو، مور مې پلار ته  څه پسپۍ وكړ، چې موږ  پرې پوه نه شوو.

پلار مې يوه شيبه په سوچ كې لاهو شو او بيايې وويل:" سمه ده، د خداى به همدا رضا وي "

زما د پلار په خبرو ګل څانګه  لكه ګل وغوړېده او ما دا احساس كړ، چې وېره ترې په كډه شوې ده.

تر چاى څښلو وروسته پلار مې يو ليك وليكه او ما ته يې راكړ:" زويه! بر كلي ته لاړ شه او دا زردار خان ته ورسوه، ښار ته هم ورشه او خپلو درې واړو ورونو ته ووايه چې كورته راشي"

زه چې له كوره راوتم، پلار مې خپل ټوپك راواخيست او د هغه په پاكولو بوخت شو.

ما د  پلار حكم په ځاى كړ او مازيګر مهال يوازې د كور پر خوا رارهي شوم. كله  چې كلي ته راننوتم حالت بدل و، ټول كليوال مو له ټوپكونو سره په بامونو كې ګزمې كولې. خپلې كلا ته چې رانږدې شوم، سترګې مې پر خپلو ورونو ولګېدې، درې واړه د  كلا په دريو برجونو كې په څار بوخت وو. د دې حالت په ليدلو وېرې په سر واخيستم او په منډه منډه كلا ته ننوتم.

مور مې زما په ليدو په خوشالۍ زما پر خوا رامنډې كړې، زه يې غېږ كې ونيولم او ويې  ويل:" تر اوسه چېرته وې؟ زموږ  خو دې نفس را وكښه"

ګړۍ نيمه وروسته په كلي كې د ډزو اوازونه پورته شول، ښه شېبه ټوپكې وچلېدې، ماسختن مهال د كلي دوه، درې تنه سپين ږيري زموږ كره راغلل او په حجره كې زما له پلار سره په سلا مشورو سر شول. هغوى چې وتل پلار مې پرې غږ  وكړ:" دې ما ته پناه راوړې، زما كه سر هم پرې لاړ شي پروا نه شته، زه د كليوالو مرستې ته اړ نه يم خو چې كليوال زما د مرګ تماشه غواړي دا به را ته  ګرانه تمامه شي"

نيمه شپه د  كلا  ور  وټكېد، مشر  ورور مې په زوره غږ  وكړ:" پلاره! د كلي سپين ږېري دي"

پلار مې له برج نه راكښته شو او له سپين ږيرو سره حجرې ته لاړ. ما ته، چې د هرې شېبې په تېرېدو سره عجيب غريب سوالونه په ذهن كې پيدا كېدل له ځانه سره مې پرېكړه وكړه، چې بايد د هغوى خبرې واورم، چې څه وايي. په همدې خاطر د حجرې د كړكۍ تر څنګ ودرېدم. پلار مې وويل:" زه پوهېدم، چې زما كليوال بې همته نه دي او ما يوازې نه پرېږدي. اوس چې تاسې راسره شوى، د دنيا هيڅ طاقت زما تر مخه نه شي ودرېداى، دا خو لا قوماندان ميرك دى. زه پوهېدم چې زما كليوال د حق پر خوا ودرېږي، اخر دا خو ظلم دى چې يوه 14 كلنه نجلۍ دې يو 55 كلن بوډا ته په نكاح شي  "

د ميرك د نوم په اورېدو وېښتان مې زيږه شول، هغه ډېر خطرناكه سړى دى، ټول كليوال ترې وېرېږي، بغير زما له پلار نه، چې بد بد ورته ګوري او څو پلا يې ورسره شخړه هم راغلې"

سهار نا وخته له خوبه پاڅېدم، هاخوا دېخوا مې وكتل، خو ګل څانګه مې تر سترګو نه  شوه، مور ته مې ورغلم  او پوښتنه مې ځينې وكړه. هغې وويل:" زويه! هغه په خپل بخت پسې ولاړه"

ما خپلې مور ته وكتل، هغې وويل:" زويه! هغه مو د  خپل ما ما له زوى سره، چې يو د  بل خوښېدل،  بل ولايت ته ولېږل، خو دشمني يې را ته پاتې شوه، اوس به له ميرك سره موږ ګز وپل كوو"

اوس چې له هغې پېښې درې كاله كېږي،  لا هم موږ له ميرك قوماندان سره په دښمنۍ كې يو .  همدا سږ كال پلار مې ماته يو ټوپك  واخيست او اوس زه د خپل پلار په ځاى په څلورم برج كې پېرې كوم.

هره ورځ چې تېرېږي له قوماندان ميرك  څخه مې كركه زياتېږي او غوسه مې ورته راځي، غوسه مې په دې ورته نه راځي، چې موږ يې په پيره داريو  ستړي كړي يو او يا دا چې زما يو ورور او دوه نور كليوال د ميرك د كسانو له خوا او د هغه د خلكو څو كسان زموږ له خوا ټپيان شول، بلكې كركه مې ځكه ترې راځي، چې هغه په زوره غوښته د  خپل لمسۍ په  ځاى  له يوې وړې نجلۍ سره واده  وكړي.

نن شپه په برج كې خوب راباندې زورور شو او خوب مې وليد ، چې قوماندان ميرك بل ولايت تللى، ګل څانګه يې پيدا كړې او هغه له خپل مېړه او يو تنكي زوى سره وژلې ده. له خوبه  چې را ولټېدم  وېرې په سر واخيستم. فكر مې وكړ  هسې نه رښتيا ميرك ګل څانګې پسې نه وي وتلى او هغه يې نه وي پيدا كړې.

په همدې سوچونو كې وم،  چې د كلا دروازه وټكېده، پلار مې ووت. څو شيبې وروسته، چې يو زړه ښځه او يو زوړ سړى  ورسره وو بېرته حويلۍ ته راننوت  او په لوړ  اواز يې غږ  وكړ:" هئ! زما بچو راځئ راكښته شئ. كيسه تمامه شوه."

ما خپل ساعت ته وكتل، ملا اذان ته لا وخت پاتې و. كله چې ټول ورونه په يوه كوټه سره راغونډ شوو، پلار مې وويل:" دا د ګلڅانګې مور پلار دي، چې تر ننه د هغه په بنديخانه كې بنديان وو. ميرك چرسي پرون ماښام مړ  شوى، خپلوان او كليوالو يې د  سولې او سلا غږ  وكړ، ما ورسره ومنل"