لنډه كيسه: درې وينې په څو شېبو
ليكوال: صديق الله بدر
درې وينې، په څو شېبو كې
سردار چې موټر د روغتون تر مخه ودراوه، خپل وړوكى زوى يې غېږ كې ونيو او د عاجلې څانګې مخې ته يې پر ولاړو ډاكترانو غږ وكړ:" د خداى لپاره ژر شئ، هلئ! چې بچيان مې مري، هلئ! هغوى په موټر كې دي"
ډاكترانو په بېړه د هغه زامن عملياتخونې ته ننويستل او دى د وره تر څنګه په دوو پښو كېناست، خپل سر يې په لاسونو كې ونيو، په ژړا سر شو او په ژړا ژړا يې له ځانه سره وويل:" ولې ساده شوم، ولې مې هغوى پرېښودل، كاشكې مې راټينګ كړي واى، ولې مې داسې و نه كړل، ولې ...ولې؟"
سردار ته بل سوچ ورغى، قهر او غوسې ونيو، ودرېد، خپل لاسونه يې په زوره زوره ومروړل:" په زامنو مې كه څه وشي، په والله كه هغه هم ژوندۍ پرېږدم، نه، نه، والله كه يې پرېږدم...نه يې پرېږدم"
هغه له ځانه سره لګيا و، چې يوه ښځه سر لوڅې او پښې لوڅې په چيغو چيغو د ده خوا ته راغله. د هغې په ليدو، دى لا نور هم په غضب شو، د هغې په خوايې منډه كړه او هغه يې تر وهلو ټكولو لاندې ونيوله. د دوى په شور ماشور ډاكتران او نا روغان له خپلو كوټو راووتل او دوى يې سره بيل كړل.
ده، هغه ښځه دومره وهلې وه، چې په مخ يې وينې روانې وې او سلګۍ سلګۍ كېدله. يوې ډاكترې اوبه راوړې او هغې ته يې وويلې، چې مخ او لاسونه پريمنځي، خو هغې و نه منله او ويې ويل:" زما زامن، ما ته مې خپل بچيان وښيئ، ما خپلو بچو ته بوځئ، زه خپل بچيان غواړم...زه... خپ...ل...بچ...يان...غواړ..." هغه بې هوښه شوه، نرسانو يوې كوټې ته ننويستله او په بېړه يې سيروم ورته چالان كړل.
سردار لا هم په دالېز كې ناست و او د عملياتخونې وره ته يې كتل او په زوره زوره يې خپل لاسونه مروړل:" زرينې! كه په بچيانو مې څه وشي، ته به هم را څخه ژوندۍ پاتې نه شې"
هغه خپلو لاسونو ته وكتل، په وينو وو، تازه وينې، مخامخ يې هغه ځاى ته وكتل، چې ده څو شېبې مخكې زرينه خپله ښځه ووهله، هغه ځاى هم په وينو و. وارخطا شو، چيغې يې كړې :" زرينه، زرينه!"
يو ډاكتر چې د هغه تر څنګه ولاړ و، تر لاسه يې ونيو او هغې خونې ته يې ننويست، چې زرينه لا هم بې هوښه د معاينې پر مېز پرته وه. ده سر تر پايه زرينې ته وكتل، د هغې ټولې جامې په وينو ككړې وې. چيغه يې كړه:" اوه خدايه! دا مې څه وكړل، بچيان مې، ښځه مې، دا څه راوشول"
دې سره په ګډو وډو سر شو:" نه، نه! ښه مې وكړل، همدا يې سزا، خداى دې دا هم مړه كړي، بچيان چې مې نه وي، دا به څه كړم، اخر دا چېرې وه؟ حتما بلې كوڅې ته خپلې مور كره ورغلې وه، په ما يې څه چې خور يې له بهر څخه راغلې، اخر څلور ورځې مخكې خو ټول يې ستړي مشې ته تللي وو، دا بيا څنګه ورغله، ولې يې بچيان يوازې پرېښودل. نه، نه! نه يې پرېږدم، وژنمه يې؟"
يو ډاكتر يوې نرسې ته وويل:" هله، اوبه راوړه! د ناروغ لاسونه پرېمنځه. ده غږ وكړ:" نه، اوبه مه راوړئ، دا قاتله ده، علاج يې مه كوئ، پرېږدى، چې مړ...مړه...ړه..."
خبره يې خوله كې وچه شوه، د زرينې يو لاس ته يې پام شو. د هغې لاس په وړو ككړ و. د هغه په ليدو په ژړا شو:" نه! دا نه ده ملامته، زه خپله ملامت يم، ما ورته وويل، چې بيګاه ته تندوري ډوډۍ پخه كړي، دا خواره خو ان د كوڅې په اخر سر كې زما د ورور په كور كې ډوډۍ پخولو ته تللې. ما ته چا ويل چې تندوري ډوډۍ ترې وغواړم، ما وې خپل نږدې خپلوان به د شپې راوغواړو او د خپل زوى د سنتۍ مېله به وكړو، كاشكې ډوډۍ يې داش ته لېږله، دا څه وشول، دا مې له خپله لاسه"
دى همداسې له ځان سره لګيا و، چې يوې نرسې پرې غږ وكړ:" كاكا! ډاكتر صاحب دې غواړي"
د نرسې په خبره هغه د عملياتو خونې ته منډه كړه، ډاكتر له وره سره نږدې ولاړ و. دى يې تر لاسه ونيو، له ځانه سره يې عملياتخونې ته ننويست او په كراره يې ورته وويل:" صبر لره، ژوند كې دا راځي"
سردار وارخطا شو:" څه، څه؟ ډاكتر صاحب دا څه وايې، زما بچيان..."
- نه، نه! څه خبره نشته
- نو څه، تا دا څه ويل؟
- ته ډېر مه وارخطا كېږه، د خداى رضا به همداسې وه.
سردار په ژړا شو:" درې واړه..."
ډاكتر ورو وويل:" وړوكى خو، هماغه ساعت چې روغتون ته راورسېدى مړ و. بل چې د عملياتو خونې ته مو ننويست ومړ. يوازې د هغه زوى دې، چې تر نورو غټ ښكاري، څه نا څه د ژوندي پاتې كېدو اميد شته. هغه چې په هوښ راغى څه يې ويل!
څه يې ويل؟
سم پوه نه شوم، سنت سنت يې كاوه.
ما ته مې خپل زوى وښيه. هله زوى مې را ته وښيه!
نه، هغه اوس نه شې ليدلى، هغه تر عمليات لاندې دى.
هغه نور چېرې؟
ډاكتر، بيا سردار تر لاسه ونيو او هغه يې د مړو كوټې ته بوته. سردار د خپلو دوو مړه شويو زامنو په ليدلو بې هوښه شو. ډاكتر پر هغه اوبه وشيندلې. كله چې په هوښ راغى، ډاكتر هغه له ځانه سره خپلې كوټې ته بوته او په زوره يې پرې شربت وڅښل. لږ څه چې د هغه وضعه ښه شوه، ډاكتر ترې وپوښتل:" دا څنګه پېښ شول، څه خبره وه، ستا د زوى د دې خبرې معنى څه وه؟"
سردار ساړه ساړه اسويلي وكښل او بيا يې وويل:" يوه اوونۍ مخكې ما خپل كوچنى زوى سنت كړ. تر هغه وروسته به هره ورځ دا دوه نور ورونه يې په خپلو كې په لوبو كې يو به ډاكتر شو، چاړه به يې راواخيسته او بل ته به يې ويل: راځه چې سنت دې كړم. دا څو ورځې دوى همدا لوبه سره كوله، زه څه خبر وم، چې دوى به په رښتيا هم دا كار كوي"
سردار يو سوړ اسويلى وكښه او بيا يې وويل:" نن يو څه د وخته له وظيفې راووتم، بازار كې مې سودا واخيسته او كور ته راغلم. موږ خپل ځينې نږدې خپلوان د خپل زوى د سنتۍ په خوښۍ كې مېلمانه كړي وو. "
هغه بيا غلى شو، خو دا ځلې ژر په خبرو شو:" كور ته چې ورسېدم هارنونه مې وكړل، چا دروازه خلاصه نه كړه، له موټر نه كوز شوم، په وړه دروازه كور ته ننوتم، د ګراچ دروازه مې خلاصه كړه او موټر مې دننه كړ. همدا چې غوښتل مې د ګراچ دروازه بنده كړم، د وړوكي زوى پرله پسې چيغې هېښ كړم. وارخطا شوم، دروازه مې نيمه پورې پرېښوده او په منډه د كوټې په خوا ورغلم. دوه زامن مې، چې په وينو يې لاسونه ككړ وو، په منډه حويلۍ ته ووتل. زه كوټې ته ننوتم. هغوى خپله د سنت كولو لوبه رښتيا كړې وه. وړوكى زوى مې له ډېره درده چيغې وهلې، هغه مې غېږ كې راواخيست او په منډه مې د موټر په مخكيني سيټ كې واچاوه. دروازه مې خلاصه كړه او په بېړه مې موټر چالان كړ. له ګراچ نه په وتو له موټر نه بهر چيغې مې واورېدې. موټر مې ودراوه، راښكته شوم، چې كتل مې هغه دواړه زما له وېرې د موټر لاندې پټ او د ټايرونو لاندې شوي وو"
ماخوستن مهال سردار او ښځه يې له خپلو خپلوانو سره د خپلو درېو زامنو مړي له روغتون نه وايستل.