ليكوال: صديق الله بدر

 

قسمت

 

سارا خپل كتابونه په خپل دستكول كې ځاى په ځاى كړل  او په نه زړه د ښوونځي په لور رهي شوه. له كوره چې ووته لر او بر يې وكتل او په وېره وېره د موټرو تم ځاى ته يې ځان ورساوه. سارا پس له يوې اونۍ ښوونځي تله، او دا يوه اونۍ يې په كور كې په وير او ژړا تېره كړې وه . موټر ته په پورته كېدو سره يې  شاته وكتل او بيا پر  يوې خالي څوكۍ تكيه شوه. پر څوكۍ تر تكيه كېدو وروسته كرار كرار په يو ژور سوچ كې لاهو شوه.:" لور جانې! اوس مو خلكو ته خوږه وركړې، عالم راباندې خبر دى. او بيا تا خو پخپله واورېدل چې هغوى څه وويل، كوم هغه ملاتړ دې، چې د هغوى مخه ونيسي. خداى نا خواسته په رښتيا هم كومه بده پېښه ونه شي، زه ډېره وېرېږم، لور جانې ډېره وېرېږم، دا ضد دې پرېږده، د خداى رضا به همداسې تللې وي، كه ته نه وې، كه هغوى تا مړه كړي"

د مور د دې خبرو په يادېدو سره د سارا سترګې له اوښكو ډكې شوې او په هماغه چرتي حالت كې يې له ځانه سره ژړل، چې يوې ښځې پر ولو يې لاس كېښود. له دې سره سارا يو سخت ټكان وخوړ او يوه تته كړيكه يې له خولې ووته. موټر كې ناستو ښځو هغه ډېره ټينګه كړه،  چې خپل حال ورته ووايي. خو دې چوپه خوله غوره كړه. د ښځو ډېرو پوښتنو هغه اړه كړه چې په نيمايي لاره كې له موټر نه راښكته شي او پلې ښوونځي ته ځان ورسوي.

دوه درسي ساعتونه تېر شوي وو، چې دا ښوونځي ته ورسېده،ټولې ټولګيوالې ورته حيرانې وې، ځكه هغه هيڅكله هم دومره ناوخته ټولګي ته نه وه راغلې.

ښوونكې لوست پيل كړ او شېبه په شېبه يې سارا ته كتل، چې سخته خواشينې ده او دم ګړۍ وره ته ګوري. تر لوست وروسته ښونكې هغه له ځانه سره ادارې ته بوتله او پوښتنې ګروېږنې يې ترې  وكړې خو سارا د يوې پوښتنې ځواب هم ورنه كړ او په ژړا له ادارې څخه ووتله. د ټولګي وره ته په نږدې كېدو پښه نيولې شوه او تر  لږ سوچ وروسته په بېړه له ښوونځي ووته.

سارا له ښونځي نه په وتو ښكته پورته وكتل او بيا په ډاډه زړه په لاره وخوځېده، خو چې يوه ټوټه وړاندې لاړه  داسې يې وانګېرله، چې ګواكې څوك ورپسې دي او دا څاري، هاخوا ديخوا يې وكتل، د  خلكو په ليدو يو څه ډاډه  شوه. خپل ګامونه يې ګړندي كړل او په بيړه يې خپل ځان د موټرو تم ځاى ته ورساوه. په تم ځاى كې سخته ګڼه ګوڼه وه او دا دوه درې ساعتو كې هم ونه توانېده، چې ي موټر ته پورته شي. د هرې شېبې په تېرېدو سره د هغې وېره زياتېده او شېبه په شېبه يې خپل شاوخوا څاره. د ماښام خړه ولګېده او دا لا په دې خوارۍ كې وه، چې موټر ته وخېږي، خو هڅه يې كوم ځاى نه نيوه، ځكه هر ځل چې به وړاندې شوه د  ښځو په تمبه ټېل كې به بېرته د موټر له وره لرې شوه، يو ځل خو لا له ډېر  بې سيكه توبه پر مځكه هم را وغورځېده او ښى لاس يې لږ خوږ  شو. همدا چې د ډېرې ستړيا احساس يې وكړ  مجبوره شوه د تم ځاى د سايبان ديواله ته تكيه شي. ديواله ته په تكيه كېدو كه څه هم يو څه د راحت احساس يې وكړ خو كرار كرار زړه يې خوى خوى شو او سر پرې راوڅرخېد او پړ مخې پر مځكه پرېوته. خلك پرې راټول شول، دوه درې ښځو چې هغه راپورته كړه پر مخ يې وينې را ماتې وې. چا اوبه راوړلې او د  هغې پر مخ يې وشيندلې، اوبه يخې وې، هغې يو ټوپ وكړ او ځاى په ځاى كېناسته. چا وويل:" خواره ډېره ژوبله شوې، هغه بايد روغتون ته بوځو"

سارا د هغه غږ په ځواب كې وويل:" نه ډېره نه يمه خوږه شوې، كه ښه راسره كوئ ما يو موټر ته وخېږوئ چې كورته ځان ورسوم "

دوه درې ښځې ورسره شوې او له هغو سره په يو ټكسي موټر كې د كور په خوا روانه شوه. په لاره كې بيا سوچونو  حصاره كړه:" كه سارا واده كولو ته تياره نه شي، دا زموږ  بې عزتي ده، موږ به مجبور شو، چې هغه ووژنو، موږ دسمال اخيستى او خامخا واده كوو"

سارا يو سوړ اسوېلى وكېښ او پر  څوكۍ  تكيه شوه. شېبه وروسته بيا په سوچونو كې لاهو شوه:" لور جانې! څه فرق كوي، چې تر تا ډېر مشر دى يا چرس وهي، ته يې له چرس څكولو وګرځوه، ته څه غواړې، له ځانه سره دې لندن ته وړي، ښه ژوند به دې وي، موږ سره به هم وخت نا وخته مرسته كوې، ګوره ډېر ضد مه كوه، خپل ځان خواروې، ګوره رنګ  دې ډېر خراب شوى، خوراك وكه، زه درته حيرانه يم، چې دا درې ورځې څنګه بې خوراكه ژوندۍ پاتې يې، زما د لاسه هيڅ هم نه كېږي كاشكې پلار دې ژوندى واى"

سارا دوه درې ځلې له ځانه سره پلار پلار وكړل او په ژړا سر شوه. ښي څنګ ته ناسته ښځه ترې وپوښتل:" لور جانې څه پېښه ده ولې دومره پرېشانه يې"

سارا غوښتل ټوله كيسه ورته وكړي، خو خوله يې ونيوله يو سوړ اسويلى يې وكېښ او ويې ويل:" هيڅ ترور هسې له څو ورځو راهيسې ناروغه يم"

كور ته په رسېدودا يې له ځانه سره هوډ  وكړ ، چې ځان به زندۍ كوي. كورته په ننوتو د مور ژړا او واويلا يې تر غوږ  شوه:" كاشكې مې نن خپله لور نه پرېښوده، چې مكتب ته تللې واى، زه څه خبره وم د  نصيب او قسمت كارونه دي، زه څه خبره وم، چې جمال الدين به موټر وهي او مړ كېږي، د  جمال په سر مې خپله ګلالۍ لور هم له لاسه وركړه، خداى زده لور به مې په ځان څه كړې وي او چېرته به مړه پرته وي، اوه خدايه زه به يې چېرته او څنګه لټوم"