لنډه كيسه: نيمګړې مينه
ليكوال: صديق الله بدر
نيمګړې مينه
پنځم ځل چې بيا د موبايل زنګ اوچت شو، هوسۍ هغه غوږ ته كړ:" ګورئ! ازار مه راكوئ، په سهوه ستاسو نومره راڅخه دايره شوې وه. هيله كوم، نور زنګ مه راوهئ!"
هغې په ډيره غوسه موبايل بند كړ او په المارۍ كې يې كېښود. له خپل دستكول څخه يې دوه كتابونه راواخيستل خو ژر يې هغه بېرته كېښودل او يو بل كتاب يې راواخيست:" لومړى بايد همدا كار مې خلاص كړم، هغه خو مې خپل كتابونه دي، دې نه چې خلاصه شوم هغه به وايم. دا خو سبا بېرته راڅخه اخلي، ژر ژر يې بايد نوټ كړم"
ګړۍ دوه وروسته يې مور كوټې ته راننوته او ترې وپوښتل:" پلار خو دې زنګ نه و وهلى؟"
د مور له دې خبرې سره هغه په چټكې پاڅېده، له المارۍ څخه يې موبايل راواخيست او روښانه يې كړ. مور يې بيا وپوښتله:" زنګ يې نه وهلى؟ هغه خو ويلي وو، چې مازيګر طرف ته به خامخا تلفون كوي"
مور يې دا خبره وكړه او له كوټې په وتو وه، چې زنګ راغى. هوسۍ هغه غوږ ته كړ، خو ژر يې بېرته بند كړ.
مور يې وپوښتله:" ولې وار خطا شوې، خيريت خو به وي، څوك و، پلار دې و؟"
هوسۍ وويل:" نه! پلار مې نه و، چا په غلطه زموږإ نومره وهلې وه"
درې مياشتې سر په سر بيا هم په هماغه وخت به د موبايل زنګ اوچت شو او هوسۍ به هر ځل له زنګ وهونكي څخه هيله كوله، چې بيا زنګ و نه وهي. خو د درېيمې مياشتې په اخر كې، هوسۍ به پخپله دې ته انتظار وه، چې زنګ ورته راشي. هغه په همدې فكر كې وه، چې د موبايل غږ اوچت شو او هوسۍ په مينه مينه ورسره لګيا شوه:
- چېرې دې ليدلې يم؟
- د مكتب په لاره!
- تا څه ليدلې يم، زه خو څادري په سروم
- زه رښتيا وايم، ستا نومره په سهوه راڅخه دايره شوې وه
- خو ګوره! هر ساعت زنګ مه راوهه! پلار مې په كور وي
- نه ! ما سره نه وي، مور مې ډېر وخت ناروغه وي، پلار مې د دې لپاره، چې ډېر وخت په سفر كې وي او زما د مور له حاله خبر وي، موبايل يې هغې ته اخيستى.
- نه! نه كېږي، نه شم كولى
- شله كېږه مه
- و مې ويل نه كېږي، زر ګله ولې شله كېږې، مشكله ده
- كه څوك مو وګوري؟
- څه راته وايې، خو په تلفون كې راته ووايه
- نه يې وايې
- ځه نو زه هم نه شم درتلى
- نه، نه! نه كېږي، نه درځم
- مشكله ده
سبا او بل سبا بيا زنګ راغى او هوسۍ بيا هم هماغه خبرې وكړې.
بله اوونۍ همدا چې د شپې هوسۍ د خپل پلار او مور خبرې واورېدې، چې هغه يو بډاى سړي ته، چې په عمر ډېر پوخ دى وركوي. پخپله يې زرګل ته زنګ وواهه او چې د خپل پلار او مور له پريكړې يې خبر كړ، په ژړا شوه.
هوسۍ چې چاى وڅښه، څادري يې په سر كړه. د خداى پامانۍ په وخت كې يې خپله مور ټينګه په غيږ كې ونيوله او په ژړا له كوره ووته.
نږدې مازيګر زرګل او هوسۍ د بل ولايت يو هوټل ته ولاړل. درې ورځې وروسته زرګل له هوټل نه ووت او دوه درې شپې چې بېرته رانغى، هوسۍ وارخطا شوه او د هوټل له خاوند نه، چې د زرګل كليوال او ملګرى و، د هغه پوښتنه وكړه. هغه ورته وويل:" زرګل بېرته نه راګرځي، هغه كلي ته تللى، پلار يې ورته ګواښ كړى"
هوسۍ خپلې كوټې ته راغله، خپل شيان يې راټول كړل او د خپل ولايت په لور وخوځېدله. همدا چې خپل كورته ورسېدله، د خپل پلار او مور پښو ته وغورځېدله او ټول حال يې ورته ووايه. لانجه غټه شوه او د هلك خپلوانو د هغه د بښلو لپاره جرګې پيل كړې. جرګه لس ورځې دوام وكړ او په پاى كې جرګه د هوسى په پلار دا ومنله، چې هغه وبښي او خپله لور ورته وركړي.
د جرګې په بل سبا اوازه خپره شوه، چې د هوسۍ پلار زرګل وژلى. بيا جرګې پيل شوې او جرګه د زرګل د خپلوانو په خوښه فيصله وكړه چې: يا دې هوسۍ ووژله شي او يا دې د زرګل مشر ورور ته، چې دوې نورې ښځې هم لري په نكاح شي. د هوسۍ پلار دا ومنله چې هوسۍ د زرګل مشر ورور ته وركړي. چا دا خبره تر هوسۍ ورسوله. هوسۍ په بېړه له كوره ووتله او تر مازيګره يې ځان په يو لرې ولايت كې يو حقوقي دفتر ته ورساوه. دې دفتر د هغې د ژغورلو لپاره ډېرې هڅې وكړې، خو د هغې پلار و نه منله، چې دا دې ژوندۍ پاتې شي. دفتر بله پرېكړه وكړه او دا دى نن هوسۍ په ناهيلي زړه يو نا اشنا ملك ته روانه ده.