کتابپېژندنه: اروايي خوښي او بدني ځواک
کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر
اروايي خوښي او بدني ځواک
اروايي خوښي او بدني ځواک د هغه کتاب نوم دی چې د لویانو، ماشومانو او نجونو د جنسیت په اړه په زړه پورې معلومات په کې خوندي شوي دي.
دغه کتاب په اردو ژبه لیکل شوی او لیکوال يې ډاکتر شبیر حسین دی. ځوان او هڅاند لیکوال محمد حنیف حیران توتاخېل پښتو کړی او په ۱۳۸۹ لمریز کال د ختځې سیمې د لیکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د پښتو موسیقۍ د ودې، بداينې او پرمختګ سمينار په ویاړ چاپ کړی دی.
د ژباړې ژبه ډېره ساده او روانه ده او د هرې کچې لوستونکی په ساده ډول ترې ګټه پورته کولای شي. خو يو څه چې دلته د يادونې وړ ده، داسې ښکاري چې د کتاب د سم پروف کولو پر ځای د کتاب پر چاپولو ډېره بېړه شوې او ځای ځای د کلماتو د ناسمې کارونې له کبله جملې بې ربطه او بې معنی شوې دي. په کار ده چې زموږ ژباړونکي په راتلونکې کې دې مسئلې ته ډېره توجه وکړي، ځکه زحمت به يې يو ځای ونيسي او ژباړه به يې له نيمګړتياوو خالي وي.
په وروستيو کلونو کې يو شمېر ځوانو لیکوالو د خپلې ژبې د لا بډاينې او غني کولو لپاره له نورو ژبو څخه ژباړو ته مخه کړې او په پوره مينه او لېوالتیا هغه اثار په پښتو ژبه ژباړي چې ډېره اړتیا ورته احساسيږي. محمد حنیف حيران توتاخېل هم د اړتيا له مخې د اردو لیکوال شبير حسين د جنسيت پر موضوع اړوند دغه کتاب ژباړلی دی. خو ځای نيم يې د نورو لیکوالو تجربې هم ورسره شريکې کړې دي. ژباړن په خپله سريزه کې د دغه کتاب د ژباړې د ضرورت پر اړتيا ليکي چې: په پښتو ادب کې پر جنسیت ډېر کم کار شوی دی. ډېری داسې کتابونه موندل کېږي چې يوازې جنسي لارښوونې په کې په نښه شوې دي، خو د جنسي بې لاريتوب او زیانونو په اړوند په کې خاص څه نه تر سترګو کېږي. لیکوال په دې باور دی، دا چې د انساني ژوند بنسټ پر جنسيت ولاړ دی او انسان اړ دی چې په دې هکله ډېر څه واوري، وګوري او ولولي؛ نو ګورو چې اکثره ځوانان او نجونې د اردو او انګلېسي ژبو مجلې، جریدې او ناولونه ګوري، هغوی د دې په ځای چې څه ګټه ترې پورته کړي، دوی لا د بې لاريتوب لوري ته کش کوي.
په دې کتاب کې د هرې طبقې د خلکو پر جنسیت هراړخېږې خبرې شوې، علتونه او درملنې يې په ګوته کړای شوي دي. د کتاب په لوستلو سره لوستونکو ته دا روښانه کېږی چې له جنسي بې لاريتوب څخه کومې اروايي او بدني ناروغۍ را پیداکېږي او ميندو او پلرونو ته د خپل اولاد د روزنې او تربيې لارې چارې څېړل شوې دي.
ژباړن لیکي چې ده د کتاب ځينې هغه برخې ژباړلې دي چې زموږ له ټولنې اړخ لګوي او موږ په خپله ټولنه کې هغه نيمګړتياوې وينو.
دغه کتاب په ۵۷ مخونو کې تر ۱۹ سرلیکونو لاندې د اروايي خوښي او بدني ځواک په اړه راته بحث کوي. د کتاب لومړی بحث د يوې ټولنې پر معنوي، اخلاقي او ټولنيزو ارونو راڅرخي. لیکوال لیکي چې له نورو ټولنو بې ځایه تقلید موږ په په پرله پسې توګه له اخلاقي اقدارو غورځولي يو او په نهيلۍ کې اوسو.
تر دې وروسته لیکوال پر کوچنيانو د جنسيت د اغېزې په بحث کې لیکي چې له خوراک او څښاک وروسته جنس د انسان د ژوند يوه مهمه برخه جوړوي او که چېرې پر انسان په غير صحي انداز کې جنسیت غالب شي نو هغه يې د جبران لپاره د ګناه، جرم او زیاتي لور ته مایله کېږي. د لیکوال په اند زموږ يوه کمزوري دا ده چې د خپلو ماشومانو هغو پوښتنو ته چې پر جنسي مسئلو پورې تړاو مومي، ځواب نه ورکوو او رټو يې.
لیکوال د ماشومانو چنسیت او پالنه یوه ترټولو لويه موضوع په ګوته کوي او لیکي چې له بده مرغه د غير مهذبو خلکو په څېر موږ هم دې مسئلې ته هيڅ توجه نه ده کړې او د اسلام سپيڅلي دين چې د جنسيت په اړه کومې لارښوونې کړې دي له هغې نه د انحراف له کبله موږ له بېلابېلو بدني او اروايي ستونزو سره مخ يو. لیکوال وړاندې سپارښتنه کوي په داسې حال کې چې باید هڅه وکړو پر جنسي مسئلو ولاړ د خپلو ماشومانو پوښتنو ته ځواب ورکړو لازمه ده چې په کورنۍ کې خپلو ماشومانو ته په کمه سترګه ونه ګورو او مېرمن او خاوند باید د هغوی په مخ کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د دوی د بې لاريتوب سبب وګرځي. د لیکوال په باور ځينې ميندې او پلرونه چې باسواده هم دي د ماشومانو په مخ کې يو بل ته د مينې شدید احساسات څرګندوي او بیا وايي، ځه دا خو ماشومان دي او پر دې خبرو نه پوهېږي، حال دا چې په دې ډول کړنو سره په لوی لاس د هغوی د جنسي او اخلاقي بې لاريو سبب ګرځو. لیکوال وايي چې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره په کار ده چې نه يوازې د دوی جنسي پوښتنو ته بلکې د ژوند په ټولو برخو کې پوښتنو ته ځواب ورکړو، هغه هم په ډېره ساده او عام فهمه ژبه چې ورته د درک وړ وي. پوښتنې کول د ماشوم فطري حق دی او کورنۍ نباید دوی له دې حق نه محروم کړي.
د کتاب يو بل په زړه پورې بحث د نجونو د جنسیت او ستونزو مسئله ده. په دې بحث کې ويل شوي چې زموږ د ټولنې يوه بله لویه نيمګړتيا دا ده چې د هلک په پرتله نجونو ته په سپک نظر کتل کېږي. په کوم کور کې چې نجلۍ زېږي په هغه کور کې د وير ټغر غوړول کېږي، د هلک په نسبت نجلۍ ته کمه مينه ورکول کېږي او یا هيڅ مینه نه ورکول کېږي. د ښوونې او روزنې په برخه کې هم نجونې له ستونزو سره مخ وي، کورنۍ هغومره توجه چې هلکانو ته کوي نجونو ته نه کوي او وايي چې دا د پردي کور ده. خو دې ته توجه نه کوي چې په دې ډول کړنو سره د پردي کور په نسبت وېره او ډار پیدا کړي او د عمر ترپايه په ډار کې واوسي.
لیکوال وايي چې له نجونو سره د کورنيو دغه راز چلند په هغوی کې د اروايي ناروغیو د پیدا کېدو سبب ګرځي او ميراثي بڼه خپلوي. له دې کبله لیکوال وړانديز کوي چې کورنۍ باید د هلکانو په نسبت د نجونو تربيې او روزنې ته ډېره توجه وکړي، ځکه په نجونو کې چې په جسماني توګه کوم بدلون رامنځته کېږي هغه د جنس له لوري هم له هلکانو سره ډېر توپیر لري. ميندې باید خپلې لوڼې د هغوی په بدني او جنسي بدلون ښې پوهې کړي تر څو په راتلونکي کې ډار او ستونزې احساس نه کړي، ځکه جنسي ځواک د هر انسان د شخصيت يوه ضروري برخه وي.
تر دې وروسته لیکوال په تفصیلي ډول د نجونو پر جنسيت او جنسي بدلونو خبرې کوي او په دې اړه غوره مشورې راسره شریکوي.
د کتاب په پای برخو کې لیکوال د جنسي بې لاري کس اروايي او بدني ناروغۍ راپېژني، لیکوال ليکي: که په ژوره توګه تاسې د نفسیاتو علم ولولئ، نو حیران به شئ، هغه دا چې د انسان کړوړه، کردار، شخصيت او د نفسیاتو د ټول نظام بنسټ پر جنسي ځواک ولاړ دی، په جنسي ځواک کې دومره زور وي چې انسان يې د زور مخه نه شي نيولی. له يوې خوا که دا ځواک د خوند اخستلو وسیله ده او ځان ساتل ترې ډېر ستونزمن دي، بل لور ته د دې بې ځایه کارول انسان له بېلابېلو وهمونو او ناروغيو سره مخ کوي.
لیکوال وړاندې د هغو ځوانانو په اړه چې په خود لذتۍ اخته وي، د ځينو ناروغيو د رامنځته کېدو خبره کوي او ليکي: عياش او بې لاري ځوانان پر لاندينيو ناروغيو اخته کېږي:
- د زړه ضربان يې تل زیات وي او تل د خپګان احساس کوي.
- د ساه په اخستو کې ورته ستونزه وي، لکه د سابندي ناروغ چې تل يې ساه بنديږي.
- د هاضمې او معدې نظام يې خراب وي، خواړه يې په سمه توګه نه هضم کېږي.
- ځيګر يې ښه کار نه کوي چې له کبله يې بدن ته تازه وينه نه رسېږي.
- د ګردو يا پښتورګو ناروغي تر ټولو ناوړه وي، له دې کبله د پوتکي بېلابېلې ناروغۍ انسان ته پیدا کېږي.
- حافظه يې خپل ځواک له لاسه ورکړی وي او هره خبره يې له یاده وځي.
- مثانه يې کمزورې وي.
په دې پسې لیکوال له دې کبله ځينو اروايي ناروغيو ته هم اشاره کوي او ليکي:
- ارادي ځواک، د پرېکړې ځواک او پر خپل ځان يې باور ختم شي.
- داسې کس ډېر ډارن او بې زړه وي، په هره کيسه او هر کار کې شرم محسوسوي.
- داسې کس ته غوسه هم ډېره ورځي.
- زړه يې نه غواړي چې له کورنۍ او نورو ملګرو سره ټوکې ټکالې، خندا او راشه درشه وکړي.
- ذهن يې له شکونو او اندېښنو ډک وي، د هر چا او هر شي راتلونکی ورته تياره برېښي.
- داسې کس ارومرو د نشه يي توکو په کارولو اموخته وي.
- لیکوال يوازې د جنسیتي مواردو له کبله په راپیدا شوو اروايي او بدني ناروغيو خپله خبره نه خلاصوي، بلکې وړاندې ليکي چې ښايي د دغو یادو ناروغيو له کبله خلک حیران شي او دا وګڼي چې علاج يې ناممکن دی، خو نه داسې نه ده او وايي چې درملنه يې ډېره اسانه ده او هغه دا چې انسان باید په خپلو ذهني تمایلاتو کې د بدلون راوستلو کوښښ وکړي. لیکوال ليکي: که تاسې په خپلو ذهني تمایلاتو کې بدلون راوست، نو یوه ستونزه به هم پاتې نه شي. د لیکوال په اند چې يو طبي ډاکتر هم دی وايي چې په طبي ډول د هرې ناروغۍ بېله بېله درملنه کوي او د اروايي، ذهني او جنسي بې لارو کسانو درملنه په سالم فکر، کلکې ارادې او ذهني مثبتو تمایلاتو باندې کېږي چې نه کوم ډاکتر ته ورتګ غواړي او نه کومه مالي ستونزه لري، خو پر دې ټولو سربېره ارادي ځوک ډېر ضروري دی.
د دې بحث په پای کې لیکوال وايی چې د انسان د بې لاريتوب او ناوړه عادتونو ذمه وار د هغه لاشعور ذهن دی او دا هغه ستر ځواک دی چې د انسان سوچونه او کړوړه په خپله ولکه کې اخستلای شي او چې کومې خوا ته وغواړي هغې خوا ته يې بیولی شي. لیکوال يوه پایله راښيي او ليکي چې دا چې لاشعور ذهن د بدن د نورو غړو په څېر نه محسوسېږي په همدې وجه يې طبي درملنه او پټۍ نه کېږي، دا به انسان په خپله کابو او کنټرولوي.
دلته مو د دې کتاب په اړه ډېر شيان په لنډيز سره اخستي، پر موضوع د لا ښه پوهېدنې لپاره په کار ده چې لوستونکي ټول کتاب ولولي، موږ درنو لوستونکو پر دې مهمې موضوع د پوهېدو لپاره د کتاب د بشپړ لوستلو بلنه ورکوو.