کتاب پېژندنه

لیکوال: صدیق الله بدر

ملي مبارز، علامه محمود طرزي

ملي مبارز، علامه محمود طرزي، د ځوان ليکوال او ژورنالست نصیر احمد روښان، هغه ۱۲۳ اثر دی، چې په همدې تازه ورځو کې په ښکلې کچه چاپ شوی دی.

د کتاب په پیل کې د ښاغلي محقق محمد شریف ځدران یو په زړه پورې تقریظ او د کتاب د ليکوال سرېزې راغلې دي.

ښاغلي ځدران د خپل تقريظ په یوه برخه کې، دغه کتاب د علمي ارزښت له مخې خورا بډای او د علامه محمود طرزي د نسبت، زوکړې، ژوند، سیاسي او فرهنګي هڅو، د هغه د اولادې او له دوستانو سره د اړیکو، له افغانستان او بهرنۍ نړۍ سره د ده د پوره او بشپړ معرفت په اړه، هراړخیز بللی او ليکلي يې دي: (( محمود طرزي د افغانستان ي، له غوره فرهنګي او سياسي شخصيتونو څخه ګڼل کېږي، نو ځکه د هغه د فرهنګي او سياسي ميرات څېړل او ټولنې ته يې وړاندې کول، يوه تاریخي علمي اړتيا ده.))

په دغه کتاب کې، چې لسو څپرکو کې ليکل شوی دی، پورته ياد موارد په ښه توګه بیان شوي او د دې ښکارندويي کوي، چې زموږ زلمي لیکوال له خپلو اسلافو سره د زړه له تله مينه لري.

د دې اثر یو ګټورتوب په دې کې هم نغښتی، چې د ښاغلي محقق ځدران په قول، چې زموږ د بهیر یو له دقیقو محققینو څخه دی، تراوسه د علامه طرزي په اړه، په پښتو ژبه کې کوم مستقل اثر نه و کښل شوی.

علامه طرزي څوک و؟

علامه محمود طرزي دغلام محمد خان طرزي زوی، په ۱۲۸۵ ﻫ ق کال په کابل کې زېږېدلی او په ۱۳۵۳ ﻫ ق کال په استانبول کې وفات شوی دی. طرزي له خپل پلار غلام محمد خان سره، چې د امير عبدالرحمن خان له خوا تبعيد شو، هند ته لاړ او وروسته له درې کلونو عثمانيې ته يې مخه کړه.

طرزي د رسمي کار له پيل نه د مخه په عربي هيوادونو په ځانګړې توګه په سوريه او کوچنۍ اسيا کې څه موده تېره کړې وه او د لويديځ نوی مدنيت، د شام، عثمانيه او د مصر تحولات يې له نږدې نه ليدلي وو.

علامه طرزي يو فاضل شخصيت، ليکوال او شاعر و، هغه په نظم او نثر کې د يو مکتب خاوند بلل کېږي. د امير حبيب الله خان د سلطنت په موده کې يې د سراج الاخبار او سراج الاطفال په خپرونو، ژباړو او نورو ليکنو لاس پورې کړ او د افغانستان په ادبي او سياسي چاپېريال کې يې لوی انقلاب او بدلون راووست. همدغه دلیل دی، چې دغه نومیالی افغان د افغانستان د ژورنالیزم پلار ګڼل کېږي. علامه طرزي د خپل ویاړلي ژوند په اوږدو کې په دري ژبه ۲۸ ټوکه کتابونه ليکلي دي. مجموعه اخلاق، سیاحت نامه، از هر چمن سمنی و از هر دهن سخنی، تلخیص حقوق بین الدول، روضه حکم، مطالعات صحيه، جزیره پنهان، تاریخ حرب، معلم حکمت، دیدنی ها و شنیدنی ها، مختصر جغرافیای عمومی، ادب در فن، فلسفه وطن، علم و اسلامیت، ایا چه باید کرد او خاطره ها، د علامه طرزي له مهمو او مشهورو کتابونو څخه دي.

علامه طرزي، په ۱۹۱۹ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير و.

دغه کتاب د علامه طرزي په پېژندنه کې يو تر ټولو غوره اثر دی او موږ هيله لرو، چې زموږ نور ځوان ليکوال هم  د خپلو داسې رښتیڼو خدمتګارانو ژوند هندارې وځلوي.

په همدې هيله