ليکوال: صديق الله بدر

لعل پاچا ازمون او سفرنامه ليکنه

سفرنامه د هغو ليدلو، اورېدلو او تجربو ثبتولو ته وايي، چې يو شخص لرې او نږدې سيمو ته د خپل سفر په اوږدو کې ورسره مخامخ کېږي.

سفرنامه ليکنه له پېړيو راهيسې دود ده، چې اساسي هدف يې نورو ته معلومات ورکول دي. پخوا سفرنامه د اطلاعاتو يوازنۍ منبع ځکه وه، چې نه راډيو وه، نه کومه چاپي رسنۍ، خلکو به د بېلابېلو سيمو په اړه خپل معلومات له ليکل شوو سفرنامو څخه ترلاسه کول. سفرنامې بېلابېلې انګېزې لري، لکه: نظامي، سياسي، ټولنيز، سوداګريز، مذهبي، علمي، تفريحي او اکتشافي.

د معتبرو معلوماتو د خوندي کولو له کبله او دا چې سفرنامې د خلکو د ټولنيز ژوند د ډېرو ارزښتمنو اړخونو په اړه معلومات رانغاړي، ډېری تاریخ لیکونکو له سفرنامو څخه استفاده کړې ده.

د سفرنامو ځانګړنه دا ده، چې د تاریخ په اوږدو کې د خلکو د ټولنیز، سياسي او اقتصادي وضعې په اړه هغه معلومات خوندي کوي، چې تاريخي کتابونو کې لاسرسی ورته ګران وي.

يو شمېر نور سفرنامه يو ډول رپوټ راپېژني، چې ليکوال د هغه په چوکاټ کې يو شمېر ښارونو او ملکونو ته د سفر په اوږدو کې خپلې مشاهدې ليکي او په هغو سيمو کې د موجودو تاريخي څلو، جوماتونو، کتابخانو، بازارونو، مشرانو، د خلکو د ملي او مذهبي اداب او رسومو، جغرافياي موقعيت، اوبه او هوا، ژبو په اړه معلومات ورکوي.

له اره سفرنامې په دوه ډوله دي: خيالي او حقيقي.

خيالي سفرنامې؛ دا ډول سفرنامې تر ډېره د قصې او تمثيل په بڼه بيانېږي، ليکوال يې د خپل وهم او خيال له قوې په استفادې او د خپلو پخوانيو مشاهداتو په الهام سره ليکي. د شیخ فريدالدين عطار منطق الطیر همداسې يوه منظومه سفرنامه ده.

حقیقي سفرنامې؛ د دغه ډول سفرنامو منځپانګه د هغو سفرونو شرح ده، چې واقعا ترسره شوې وي. ليکوال خپلې خاطرې او هغه پېښې رااخلي، چې د سفر په اوږدو کې يې ليدلي او يا اورېدلي دي.

په پښتو کې پخوانۍ معلومې سفرنامې د خوشال بابا دي، لکه هندکو نامه او سواتنامه. له هغه راهيسې زموږ ليکوالو ځينو ملکونو او سيمو ته د خپلو سفرونو خاطرې ليکلې دي. صابرشاه صابر پخپله يوه مقاله کې، چې د پښتو سفرنامې صحيح صورتحال نومېږي؛ پنځوس لیکل شوي او چاپ سفرنامې معرفي کړې دي، چې په هغه لست کې ارواښاد استاد پوهاند صديق الله رښتين هغه ليکوال راپېژندل شوی، چې تر ټولو يې زياتې سفرنامې ليکلې دي.

تر استاد رښتين وروسته ارواښاد استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ګڼې سفرنامې ليکلې، چې متاسفانه تراوسه نه دي چاپ شوې. 

په اوسنيو ليکوالو کې لعل پاچا ازمون له سفرنامه ليکلو سره ډېره مينه لري. تراوسه هغه تر شلو زیاتې سفرنامې ليکلې دي، چې يو شمېر يې چاپ شوې هم دي. د ازمون دغه سفرنامې تر ډېره دننه په افغانستان کې د يو شمېر ولايتونو او په هغو ولايتونو کې د خلکو د ژوند او د سيمې د ټولنيزو او سياسي حالاتو او پېښو بیان کوي.

 د ازمون د سفرنامو لويه ښېګڼه دا ده، چې احساسات او عواطفو ته په کې ډېره توجه شوې ده او ډېر معلومات په کې رانغښتل شوي وي. ازمون يو ښه نوښتګر شاعر دی، د ده د سفرنامو ژبه لکه د شعر ژبه هسې خوږه او تر يو بريده انځوريزه ده. د هغه ترټولو وروستۍ چاپ شوې سفرنامه (ما د کونړ له سينده ځار کړې نومېږي). دغه سفرنامه د ۱۳۸۸ ليکل شوې ده.

ليکوال کونړ ته خپل سفر له جلال اباد ښار نه پیل کړی دی او لوستونکی لاس نيولی کلي په کلي له ځان سره ګرځوي. په دې سفرنامه کې پر ادبي مسايلو ډېره تکيه له دې کبله ده، چې ليکوال يې يو فرهنګي شخصيت دی. ازمون د سفرنامې پیل په ډېره ښه بڼه کړې او د يو شمېر نورو سفرنامه ليکونکو په څېر يې پر مقاله يې خبرو سفرنامه نه ده پیل کړې، چې د ځينو د زړه تنګی سسب وګرځي. دی په لومړۍ جمله کې لوستونکی مخاطب کوي او داسې ښکاره کوي، چې لوستونکی پېژني او لوستونکی هم د همدې شناخت له مخې هڅېږي، چې هغه په مينه ولولي. دی ليکي: (( ياره! الله تعالی مې دې غاړه نه بندوي...)) دا جمله خوږه شروع شوې، چې د اعتماد راجلبولو تدبير هم په کې شته.

ليکوال دا سفر د تفریح لپاره له خپلو ملګرو سره پیل کړی. سفر د بهسودو له پله پیلېږي او د کونړ تر هسکو رسي. سفرنامه له همدې ځايه شروع کېږي، که څه د سفر هدف تفريحي دی، خو ليکوال د معلوماتو ورکولو ډېره هڅه کوي، د بهسودو د پله په اړه غږېږي او تېر هېر يې په خوږه ژبه بیانوي، بيا نو، چې د لارې په اوږدو کې او په کونړ کې، څه ويني د هغه په اړه خپل او د نورو ليکلي او شفاهي معلومات راسره شريکوي. دی ليکي، چې د بهسودو پل په دې مقصد د روسانو له خوا جوړ شو، چې په بهسودو کې د تېلو چينې ړندې کړای شي، چې ړندې هم شوې. دغسې د دغې سفرنامې تر پايه ليکوال هڅه کوي، چې ځينې اساسي معلومات راسره شريک کړي.

ازمون د خپل سفر هره شېبه انځور کړې او هره شېبه يې يو سرليک لري، هغه هم شاعرانه او انځوريز سرليک. لکه له پیله : نیت مې وکړ د زړه له خلاصه، عملي پښتون، مینې دې ستي کړم، یوه شپه د شلمې پېړۍ په يونان کې، ما د کونړ له سینده ځار کړې، که يارې کړې نورګل ته راشه،  د ببوجانې په عشق کې ستي سیدکمال...او کرامت.

ازمون، هم زیارتونه راپېژني، هم مئينان راپېژني، هم شخصيتونه او جوماتونه او څلي. پر دې سربېره د خلکو د روان سخت ژوند حال بيانوي.

د ازمون کابو ټولې سفرنامې دغه ځانګړنې لري، خو په تېره د هغه وروستۍ ليکل شوې سفرنامې. ويې لولئ، خپل معلومات زیات کړئ او ترې خوندې واخلئ.