کتابپېژندنه: پوره انسان (ص)
کتابپېژندنه
لیکوال: صديق الله بدر
پوره انسان(ص)
پوره انسان د هغه کتاب نوم دی، چې په ترڅ کې يې د بهترین عالم حضرت محمد (ص) د پوره او بشپړ انسانيت بېلګې بيان شوې دي. د دې کتاب ليکوال ښاغلی منصور احمد بټ او پښتو کوونکی يې ښاغلی نجیب الله جالب دی.
دغه ژباړه په ۱۳۹۰ لمریز کال په لومړیو مياشتو کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر په جلال اباد کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په ښکلې کچه په ۱۳۳ مخونو کې چاپ شوې ده.
د کتاب په پيل کې لومړی د ژباړن او ورپسې د لیکوال سريزې راغلې دي. ژباړن پخپله سريزه کې ليکي چې له نن څخه څوارلس سوه کاله وړاندې رسول الله (ص) ته دا علم او پوهه وه چې په راتلونکي کې به زما امت په بدو اعمالو او ګمراهیو كې راښکېل شي او پرده مبارك نازل شوى علم (( د الله(ج) کتاب)) قران حکم به يوازې تر سترګو تېروي او عمل به پرې نه کوي، حال دا چې له هماغه قرآن څخه به نور نامسلمان ګټې پورته کوي او د ژوند له نعمتونو څخه به مالامال وي. 
ژباړن وړاندې وايي چې نن د هماغه سپيڅلي رسول الله (ص) د ۱۴ سوه کاله مخکې مبارکې وینا په زغرده عکاسي کوي چې نن سبا موږ په نارواوو او ګمراهيو او بدو لارو کې راښکېل یو.
ژباړن افسوس کوي چې موږ ځان ته د رسول الله(ص) امتیان وايو خو د هغه د لارښوونو په ضد عمل کوو او له خپل اسلامي ژوند سره هېڅ لېوالتيا او مينه نه لرو، چېرته چې کوم ناروا او فساد ووينو نو سترګې پرې پټوو او مخه يې نه نیسو او بل دا چې موږ ټول مسلمان په هر ځای کې بې اتفاقه يو، ملي وحدت او هم اهنګي نه لرو چې خپل دین ته پوره پوره پراختيا ورکړو.
د ژباړن په وينا، که موږ سترګې وغړوو نو پرته له فساد، غلا، رشوت، خيانت او زوراکۍ څخه بل هېڅ شی به مو لاس ته رانه شي، آیا اسلام دې ته وايي چې یو ورور دې بل ورور ووژني؟
دغه کتاب په ۱۷ څپرکو کې لیکل شوی او په هر څپرکي کې په جلا جلا ډول د بېلګې په بڼه د هغه مبارک سیرت بیان شوی دی. په لومړی څپرکي کې دا ويل شوي چې د ټول انسانیت ښوونکی په ماشومتوب کې هم د ماشومانو لپاره د عبرت او درس یوه بېلګه وه.
هغه حضرت د مشرانو او په تېره د مېندو ډېر احترام کاوه او تل به يې دا ویل چې تاسو د مور عزت، خدمت او احترام د پلار په نسبت درې چنده زیات وکړئ، ځکه چې مور ستاسو په روزنه او پالنه کې ډېر تکلیفونه او سختۍ ګاللې او جنت د مور تر قدمونو لاندې دی.
په دې څپرکي کې لولو، چې حضرت محمد ص په ماشومتوب کې هم ډېر حیاناکه و او له دروغ ویلو يې بدې راتلل. وايي چې په ماشومتوب کې د ده همزولو ماشومانو به په لوبو کې کمیسونه وښکل او په خپلو منځو کې به يې لوبې کولې؛ خو رسول الله ص به په ماشومتوب کې هم ډېره حیا او شرم کاوه او له دې کار څخه به يې بد راتلل.
دغه څپرکي کې د هغه حضرت ص د نرم مزاج، صبر، هوښیارتیا، رښتينولي او همت په اړه هم خبرې شوې دي. له دې ټولو دا راڅرګندېږي چې رسوالله ص په ماشومتوب کې هيڅکله دروغ نه دي ويلي او نه يې په کور کې له چا ډوډۍ او بل شی په خپله غوښتي، چا به چې خپله د خوراک لپاره څه ورکړل هغه به يې خوړل او صبر به يې پرې کاوه، په يو شي کې به يې عیب نه لټاوه او په دې ډول په ماشومتوب کې هم د لوړو اخلاقو، وقار، عزت، حیا، عزم او سوال څخه ډډه کوونکی شخص او د سپېڅلو ارادو لرونکی و.
تر دې وروسته په نورو څپرکو کې رسول الله ص د ځوانانو، پلرونو، خاوندانو، سوداګرو، دعوت کوونکو، پوځي افسرانو، ولسمشرانو، حکيمانو او ډاکترانو، عابدانو او پرهېزګارانو، قاضيانو او د نورو لپاره يوه بېلګه بیان شوې او د هغه مبارک د تدبیر انځور په کې کښل شوی دی.
د دې کتاب نهم څپرکی رسول الله ص د ولسمشرانو لپاره بېلګه ښودل شوی او په کې ويل شوي چې هغه مبارک د عربو د جاهلیت دودونه له یو مخې ختم کړل، په هغه ځای کې چې يو انسان د بل انسان وينې تويولې او ژوندۍ لوڼې يې په قبرونو کې ښخولې په هماغه ځای کې داسې بدلون راوست چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شوه.
هغه د عدالت او انصاف جنډه پورته کړه او بیا کرار کرار ټوله نړۍ د هغه تر سيوري لاندې راغله او ډېرو شاهانو او پاچاهانو پرته له کوم جبر او اکراه څخه د هغه حضرت محمد ص د نيکو اخلاقو او نيکو کړنو او تدبیرونو له کبله اسلام ته مشرف شول. د نړۍ په پاچاهانو کې لومړی پاچا حبشي و چې د حضرت محمد ص د لیک په لوستلو سره یې ایمان راوړ.
خو د افسوس خبره دا ده چې نن ډېری پر تشدد ولاړ فکر لري او له همدې کبله هره ورځ د يو مسلمان په لاس د بل مسلمان وينې تويېږي، حق یې خوړل کېږي، کور يې لوټل کېږي او هره شېبه په وېره او ترهه کې اوسي.
دغه کتاب موږ ته د حضرت محمد ص د ژوند او کړو وړو هېنداره مخې ته ږدي او راته انځوروي چې مسلمان باید څنګه د خپل سپېڅلي پیغمبر محمد ص د کړو وړو او ارشاداتو پيروي وکړي.