کتاپپېژندنه: د افلاطون ژوند، اند او فلسفه
کتابپېژندنه
لیکوال: صديق الله بدر
د افلاطون ژوند، اند او فلسفه
د افلاطون ژوند، اند او فلسفه هغه کتاب دی، چې اردو ژبي لیکوال ملک اشفاق لیکلی او ځوان لیکوال عطاالله حیران پښتو کړی دی.
دغه کتاب د ۱۳۹۰ لمریز کال په لومړيو کې د مومند خپرندويه ټولنې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی او په ۱۶۱ مخونو کې په کوټلې ډول د افلاطون ژوند، اند او فلسفه په کې بیان شوي دي.
ژباړن دغه ژباړه د پښتو ژبې تکړه ليکوال او شاعر ښاغلي اسمعيل يون ته ډالۍ کړې ده. د دې ژباړې په سر کې د ځوانو لیکوالو څېړنیار سید نظیم سیدي، ضیاالرحمن ضیا او خپله د ژباړن یادښتونه راغلي دي، چې په ترڅ کې يې د افلاطون پر فکر او فلسفې او د ژباړې پر اړتیا خبرې شوې دي.
په دې کتاب کې په ۴۲ سرليکونو کې تر ډېره د افلاطون ژوند ځلول شوی او بیا په لنډ ډول د دغه ستر یوناني فیلسوف فلسفي لید توضیح شوی دی.
د ژباړې ژبه تر ډېره بریده ساده او د پام وړ دی، خو د ايډيټ او ډيزاین چارې يې يو څه ټکنۍ دي. سره له دې چې ژباړن محاوروي ژبې ته ډېره توجه لري خو کله چې دغه ژباړه لولو په ډېرو برخو کې يې دې ته ځير کېږو چې حيران په اردو ژبه ښه لاس بری دی او ژباړه يې په داسې بڼه ترسره کړې چې څوک دا نه احساسوي چې دا دې ژباړه وي. که څه هم ښاغلي حیران د ژباړې په برخه کې ډېره خواري کړې، خو په همدې لړ کې يو بل څه ته چې سړی په دې ژباړه کې او په تېره د افلاطون د فلسفي ليد په تشریح کې متوجه کېږي هغه دا دی، که چېرته داسې کتابونه د هغه چا له خوا وژباړل شي چې تر ډېره له فلسفي مسایلو سره آشنا وي، نو د يوه فلسفي افکار ورته ډېر ښه واضح کېدای شي.
د نويو څېړنو پر بنسټ په دې کتاب کې د افلاطون د زوکړې په اړه لولو، چې دی له مسیحي پېړۍ نه وړاندې په ۴۲۳ کال په تن كې زېږېدلی دی. د افلاطون کورنۍ د اتن له شاهي کورنيو څخه و او پلار يې ارسټون نوميده او مور يې پرکشي ټون وه. لرغونو يوناني مؤرخينو ويلي، د ارسټون مېرمن پرکشي ټون چې حامله وه او افلاطون يې په نس و، يوه شپه يوناني ديوتا اپالو ارسټون ته په خوب کې ورغلې وه او دا زیری يې ورباندې کړی و، چې ډېر ښه بختور ماشوم يې په کور کې پیدا کېږي، چې د نړۍ تل پاتې مشهور انسان به وي.
په دې کتاب كې يو بل جالب ټکي ته هم اشاره شوې او هغه دا چې یوناني مؤرخين وايی، افلاطون په زانګو کې ويده و چې د شاتو مچې راغله، د ده پر شونډو کېناسته او په ترنم کې يې ورته فلسفیانه خبرې وروښودې.
افلاطون د څلور پنځو کلونو په منګ و، چې پلار يې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ او مور يې بيا له خپل يوه بل کلیوال پرليمپس سره واده وکړ. پرلیمپس ډېره موده په اتن کې سفیر و.
د افلاطون د نومونې په بحث کې راغلي چې پر افلاطون د هغه د غور نیکه نوم ارستوکلیس ايښودل شوی و، خو د پهلوانۍ استاد يې پر هغه د افلاطون نوم کېښود. په يوناني کې افلاطون د چارشانه او قوي پهلوان معنی ښندي.
په دې کتاب کې د افلاطون د زده کړو په برخه کې راځي چې نوموړی له ماشوموالي ډېر ذهين و او له لیک لوست سره يې دېره مينه درلوده. په زلميتوب کې يې پراخې مطالعې ته مخه وکړه او د خپل وخت معروف او ښه کتابونه يې ولوستل. ده د خپل وخت له مشهورو استادانو ګرامر، موسیقي، منطق، فلسفه او جمناستيک ولوستل او په پوره ځوانۍ کې يو تکړه پهلوان هم و. کريټلیس د افلاطون د فلسفي لومړی استاد بلل شوی، چې پخپله د هیراکلیوټس شاګرد و. هیراکلیوټس هغه فلسفي و، چې له سقراط نه مخکې تېر شوی و. افلاطون د اروپا په کچه د ليسې يا د منځنيو زده کړو د ښوونځي بنسټګر و، تر دې مخکې په ټوله اروپا کې د زده کړې لپاره داسې څه نه وو. دا هغه لیسه وه چې د افلاطون تکړه شاګرد ارسطو هم په کې په زده کړو بوخت و.
افلاطون په داسې وخت کې وزیږېد او را لوی شو چې د اتن ښار وضعه ښه نه وه، که څه هم د ده کورنۍ شتمنه وه او په سوداګرۍ بوخته وه او خلکو د درنښت په سترګه ورته کتل، خو ده له سوداګرو سره ښې اړيکې نه درلودې او له ادبیاتو سره يې ډېره علاقه درلوده، د دې ترڅنګ له سیاست نه يې هم نه رغېده. افلاطون په همدې دوه لارې کې واقع و چې کوم يو غوره کړي؛ ادب او که سیاست، چې له سقراط سره مخ شو. په دې وخت کې د هغه عمر ۱۹ کلن ښودل شوی. افلاطون د سقراط له پوهې، حکمت، فلسفې او رښتينولی څخه ډېر زیات متاثره کېږي او له فلسفې سره اورنۍ مينه پیدا کوي. پر دې سربېره افلاطون د فیثاغورث د نظریاتو منونکی و. فیثاغورث هغه څوک و، چې د تشدد مخالف او د ښځې او نر ترمنځ د برابرو حقونو غوښتونکی و. فیثاغورث ويل، چې ځمکه ګرده او متحرکه ده. افلاطون په خپل جمهوریت نومي کتاب کې د فیثاغورث ډېره یادونه کړې او ویلي يې دي چې هغه خپله ټولنه ډېره ښه رهبري کوله. د جمهوریت له لوستلو سره دا ثابتیېږي چې ده فیثاغورث ته ډېر زیات ارادت او درنښت درلود. افلاطون په سیسلي کې له فیثاغورث سره کتلي وو او يو وخت د هغه ځای له پاچا سره وران شو او هغه افلاطون نه غلام جوړ کړ، خو کورنۍ يې د پيسو په بدل کې هغه له غلامۍ نه خلاص کړ. تر دې وروسته افلاطون سفرونو ته مخه وکړه او پوره ۱۲ کاله يې مختلفو ځایونو ته سفرونه وکړل. کله چې بېرته اتن ته ستون شو او هلته يې د يوې اکاډمۍ بنسټ کېښود. همدغه وخت کې هغه ته دا چانس په لاس ورځي چې خپلو سیاسي نظریاتو ته عملي بڼه ورکړي. افلاطون پوره څلوېښت کاله په یاده اکاډمي کې تدريس وکړ او دا چې له فیثاغورث نه ډېر متاثر و، د نورو علومو په پرتله يې ریاضي ته ډېره ترجیح ورکوله. ده له خپلو شاګردانو فیس نه اخیسته او بلاخره د ۸۱ کالو په عمر ومړ.
جمهوريت نومی کتاب د افلاطون هغه اثر دی چې دی په کې د ریاستي نظام په اړه نظریه وړاندې کړې، له دې کبله تر ننه پورې ټول د ټولنیزو علومو محقيقين هغه ته د ګډ ژوند لومړنی مفکر وايي. هغه په دې باور و چې عدل او انصاف د بنسټيز پرمختګ لپاره ضروري دي او غوښتل يې چې په اتن کې د ګډ ژوند نظام چې همدغه ریاستي نظام دی، رامنځته شي.
د افلاطون په جمهوريت او فلي بس کتابونو کې د اخلاقیاتو په اړه ژور بحثونه شوي. هغه په دې نظر و چې خير د انساني فطرت تر ټولو مهم اړخ او د انسان حقیقي فطرت دی. که څه هم افلاطون ډېر ځله په ټولنيز خير تمرکز لري، خو ځای ځای پر انفرادي خير هم تم کېږي. خو فلی بس کتاب يې بیا ټول پر انفرادي خیر ټینګار څرګندوي. د دې کتاب ليکوال لیکي چې د افلاطون له دغو دواړو کتابونو د اخلاقیاتو يو ښه نظام ترتيبیدای شي. د لیکوال په اند ښايي همدا علت وي چې افلاطون په اخلاقي فلسفه کې د خیر په حواله د خپلو خبرو طرز تر زیاتې کچې ادیبانه بیان کړی او دا ځکه چې دا د خیر، نیکۍ او د ښو اخلاقو غوښتنه ده چې د خبرو لپاره دې خواږه، نرم او ښه الفاظ وکارول شي.
د عدل او اخلاقو په بحث کې لیکوال د سوفسطایانو د دې نظريې خلاف دی چې عدالت د ځواکمنو حکمرانانو د شخصي ګټې نوم دی، د افلاطون دا نظریه راوړې ده چې عدل په خپله خیر او فلاح ده. د افلاطون نظر دا دی چې عدل او عدالت له اخلاقیاتو سره تلپاتې ريښه لري او د افرادو د سوکالۍ لپاره دی او پر دې سربېره له ټولنې څخه جبر او استبداد له منځه وړي. 
لیکوال د همدې بحث په تړاو د افلاطون دا نظریه هم را اخلي چې د حقيقي حکمران غوره ځانګړنه عدل دی.
د افلاطون په نظر په کوم حکمران کې چې له ټولو نورو ځانګړنو سره عدل نه وي هغه حقیقي حکمران نه دی. افلاطون عدل رښتينولي او صداقت باله او ویل يې چې موږ دغه ټولې خوبۍ په يوه فیلسوف کې لیدای شو او فیلسوف د حقیقي حکمران وړتيا لري، ځکه دوی له ټولنې ښه مطالعه لري او هغه ښه رهبري کولای شي او د ستونزو د اواري لار ورمعلومه وي. د افلاطون په وینا، د عادل انسان ځانګړنه دا وي چې په فطري توګه خپل ولس او ریاست ته ژمن وي ولو که دی په هر مذهب کې وي. هغه د خپل ریاست وقار په پام کې نیسي او سرکاري ریاست ته تاوان نه رسوي او نه ترې سرغړونه کوي، نه خیانت کوي او دا ځکه کوي چې دا د عدل غوښتنه ده.
لیکوال وړاندې د افلاطون د انصاف پر نظریې تمرکز کړی او ليکي چې د انصاف په هکله د افلاطون د نظریې دار و مدار د نه لاسوهنې پر بنسټ ولاړ دی. لیکوال دلته د افلاطون دا خبره را اخلي چې: هر چا ته په کار ده چې هغه کار ترسره کړي چې ورپورې اړه لري، د نورو په کارونو کې دې مداخله نه کوي ځکه د مداخلې له کبله ښايي ورته زیان ورسېږي او له ځان سره ټولنه هم خرابه کړي. د افلاطون مقصد دا دی چې هر څوک دې خپل کار ته کار ووايي او د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د لیکوال په نظر د انصاف په هکله د افلاطون نظریه انفرادیت نه مني ځکه چې هر فرد د خپل متعلق خپل ځان يوازې نه شي بللای او دا ځکه چې د ریاست هر فرد د کل جز دی. افلاطون انصاف د ریاست روح بولي او یو خارجي شی يې نه ګڼي. افلاطون دا وايي، چې انصاف د يو انسان ذهني صفت دی او د انصاف لپاره د انساني ذهن روزنه ضروري ده.