کتاپپېژندنه: نجيب محفوظ څرنګه کېسې ليکي؟
کتابپېژندنه
ليکوال: صديق الله بدر
نجيب محفوظ
څرنګه کيسې ليکي؟
دا د ښاغلي اجمل پسرلي کتاب دی. په دې کتاب کې ښاغلي پسرلي د عرب ليکوال نجیب محفوظ پر څو لنډو کيسو کره کتنه کړې. دغه کتاب په ۱۳۸۸ لمريز کال د زمري په مياشت د سالنګ کتاب خپروونکې ټولنې له خوا د هينداره مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ، د زرو ټوکو په شمېر په ۱۴۲ مخونو کې په کابل کې چاپ شوی دی.
ليکوال، چې په عربي ادبیاتو کې لوړې زده کړې کړې دي او په دې ژبه کې خورا ډېره مطالعه لري، له څو کلونو راهيسې د عربي ادبیاتو او ادیبانو د پېژندنې پوره هڅه کوي. د ده دا هڅه ځکه د ستاينې وړ ده، چې دی د مينې له مخې دا خواري کوي، حال دا چې په تېرو څو لسيزو کې موږ د دې شاهد وو، چې زموږ يو زیات شمېر ليکوالو د سياسي غوښتنو او اړيکو له مخې د نړيوالو ادبیاتو پر پېژندنې لاس پورې کاوه.
په دې کتاب کې د نوبل جايزې ګټونکي نجیب محفوظ د ناانشا، پېښه او د خدای دنيا، په نومونو لنډو کيسو کره کتنه شوې او د دغو کيسو د قوت ټکي په کې په ګوته شوي دي. اجمل پسرلي د لنډو کيسو د تخنيکي ارونو په نظر کې نيولو سره، د محفوظ کيسې شنلې دي. لومړی د مضمون ترسرلیک لاندې د کیسې د موضوع په اړه خپل او د نړۍ د نورو مشهورو ليکوالو نظرونه راشریکوي. هغه ليکي: ((کیسه هغه وخت ښایسته وي، چې موضوع يې ښایسته وي او له تخنیکي اصولو سره سمه لیکل شوې وي.))
د لیکوال په باور کيسه ليکوال هغه وخت يوه پېښه ښه ليکلی او انځورولای شي، چې پخپله يې لیدلې او حس کړې وي. خو د دې خبرې معنی دا نه ده، چې هغه پېښه دې خامخا کيسه لیکوال ته پېښه شوې وي. ليکوال وړاندې د نجیب محفوظ پر ((نااشنا)) کيسه خپل بحث د کرکټرونو د پېژندنې له اړخه پیلوي او لیکي، چې محفوظ د خپلې دغې تحليلي کيسې د کرکټرونو په اړه د څه ويلو په ځای د هغوی د انځورولو هڅه کوي. دلته ليکوال ټينګار کوي، چې کيسه ليکوال باید خپل کرکټرونه د ولاړ حالت په ځای په متحرک حالت کې انځور کړي. يعنې کيسه باید له موضوع سره په تړاو کې په يو حرکت باندې شروع شي او يو عمل ترسره کړي. د اجمل په اند په تحلیلی کیسو کې د کرکټرونو بدلون درې شرطه لري: لومړی دا، چې د کرکټر له وس سره پوره وي؛ دويم دا، چې له پیښو سره سم د منلو وړ وي او درېیم دا، چې د کرکټر لپاره دومره وخت وي، چې ځان بدل کړي.
د ليکوال وړانديز دا دی، چې د کرکټر کښنې په وخت کې باید دغو درېو ټکو ډېر پام وشي. لکه مخکې هم، چې يادونه وشوه، کرکټر باید پخپل رفتار او کردار کې ثابت وي، مګر د روحیاتو په تغییر سره، نه دا چې يو ځل يو ډول چلند وکړي او بيا بل ډول. د کرکټر د خوی د بدلیدو په اړه وايي، کرکټر، چې څه کوي باید ورته انګېزه ولري. که په خوی کې يې څه بدلون راځي دلیل يې باید موجه وي، لوستونکی باید قانع شي، چې هو کرکټر باید داسې کړي وای. وړاندې وايي، چې کرکټر باید د منلو وړ وي، داسې چې نه فرشته وي نه شیطان، ځکه چې انسان دوه اړخه لري ښه او بد. دلته دا هم وايي، چې لوستونکی باید ځان د کرکټر په ځای احساس کړي، که چېرته د هغه اعمال او رفتار يې ورته منطقي ښکاره شول، نو کرکټر سم انځور شوی دی.
د محفوظ د خدای دنیا، په کيسه کې اجمل پسرلی د مکالمې بحث رااخلي او ليکي، چې کيسه ليکوال د مکالمې په مرسته څلور کارونه ترسره کوي: کرکټر راپېژني، د کیسې طرحه پراخوي، معلومات ورکوي، د ژبې او لحن له نږدېوالي سره مرسته کوي، يعنې په دې حصه کې د کرکټر ټول حالتونه په نظر کې نيول کېږي، ژړا، غوسه، خندا او... خو دا ټول د انځورونې په مټ، نه د بیانولو له لارې او په پای کې هم صحنه روښانوي. صحنه البته هغه ځای دی، چې پېښه کې رامنځته کېږي او د لیکوال په وينا، صحنه هغه مکان، زمان او چاپيریال دی، چې داستاني عمل په کې پېښېږي. په دې ډول ليکوال مکالمه د کرکټر د پېژندنۍ يوه بریالۍ هڅه راپېژني.
د ليکوال وروستی بحث د کيسو پر عنوان راڅرخي او وايي، چې د عنوان په ټاکلو کې ډېر دقت په کار دی. عنوان باید داسې وټاکل شي، چې نه کيسه افشا کړي او نه هم له کيسې سره بې تړاوه وي. اجمل لیکي: د ګڼو کره کتونکو په وینا، ښه عنوان هغه دی، چې هم لفظي ښکلا ولري، هم معنوي او هم د کيسې له محتوا سره پردی نه وي.
د دې کتاب په ليکلو کې ليکوال تر ډېره بريده خپلې تجربې راسره شريکوي او ځای نيم په مقايسوي ډول د نړيوالو او افغاني کيسو د توپيرونو په اړه غږيږي. د لیکوال يوه بله ځانګړتيا دا ده، چې د بحث لپاره يې د نجیب محفوظ کيسې په روانه او ساده ژبه ژباړلې دي. دا ځکه، چې اجمل پسرلی هم په عربي ژبه پوره مسلط دی او هم پخپله يو ښه کيسه ليکوال دی. د اجمل پسرلي د کره کتنې دغه کتاب له ټولو او په تېره له نويو کيسه ليکوالو سره د لنډې کيسې په پېژندنه او ليکنه کې ډېره مرسته کولای شي.