کتابپېژندنه/ صديق الله بدر

 

د زړونو او دماغونو ماينونه

 

دلته د داسې يو کتاب په اړه غږېږو، چې ټوله محتوا يې پر يوې داسې موضوع راڅرخي، چې له لسیزو لسیزو راهیسې د تباهۍ کندې ته د افغانستان د ورټېل وهلو يو ستر علت راته بيانوي. هغه ستر علت، چې زموږ نورو ليکوالو او سياستوالو پرې ډېر څه نه دي ويلي او د تاریخ په اوږدو کې ډېرو زبرځواکو او یرغلګرو تل له هغه نه د افغانانو د يوې سترې کمزورۍ په توګه ګټه پورته کړې او افغانستان يې له خاورو سره خاورې کړی او لا هم دا لوبه روانه ده او د ډېر افسوس خبره دا ده، چې د بهرنیو د ((بېل يې کړه، اېل يې  کړه.)) او د قومونو ترمنځ د تعصب رامنځته کولو سياست تر ډېره بریده دغه وطن او ولس ته ژور ټپونه ورکړي او ورکوي.  

دغه کتاب د زړونو او دماغونو ماينونه نومېږي او ليکوال يې ارواښاد عبدالجليل وجدي دی، چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په جرمني کې د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې له خوا، د افغانستان د کلتوري خدمتونو د ادارې په زیار، په ښکلي کچه په ۲۴۰ مخونو کې، د لاهور په ملت پريس چاپخونه کې چاپ شوی دی. د کتاب په پيل کې لومړی د خپرندويې ټولنې او ورپسې د ښاغلي ليکوال يادښتونه راغلي دي.

خو مخکې تر هغه، چې د کتاب پر محتوا وغږېږو، راځئ چې يو څه د ليکوال او د هغه د هاندو هڅو په اړه سره وغږېږو:

عبدالجليل وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال د وردګو د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې وزېږيد. تر مروجو زده کړو وروسته په ۱۳۳۰ لمريز كال په پښتو ټولنه كې يې خپل لومړنى رسمي مامويت پيل كړ. په  همدغه كال کې يې د خپلې دندې تر څنګ يو مالي او اداري كورس ته هم مټې بډ وهلې، چي درې كاله وروسته يې په بريالي توب سره د نهم ټولګي برى ليك تر لا سه كړ.

   د وجدي صاحب د رسمي زده كړې يو بل پړاو د ژورناليزم د زده كړې يوه بله دوره وه، چې د كا بل پوهنتون د مطرحو استادانو له خوا يې تدريس كېده. كله يې، چې لومړنى رسمي ماموريت په پښتو ټولنه كې پيل شو، له هغه ځايه بيا وروسته د اصلاح ورځپاڼې مسلكي غړى شو. په ۱۳۴۱ لمريز كال کې د اطلا عاتو او كلتو ر وزارت له خوا په ميمنه كې د مطبوعاتو د مدير او د ستوري ورځپا ڼې د چلوونكي په توګه وګمارل شو او څه له پاسه دوه كاله وروسته يې بيا په همدغه چوكۍ او دندې په ننګرهار كې په كار پيل وكړ. پوره يو كال يې د ننګرهار ورځپاڼه وچلوله. بيا په كا بل کې د پيا م حق ديني مجلې مسوول مدير وټا كل شو، وروسته د فلكلور په مديريت كې يې هم خورا په زړه پورې برياوې لاسته راوړې .

    وجدي صاحب ته د داود خان د جمهوريت په موده كې د هيواد ورځپاڼې رياست وروسپارل شو، يو كال يې دغه دنده په خورا مينه پر مخ يوړه، بيا د اطلاعاتو او كلتور وزارت د پښتو د پرمختيا او پراختيا امريت ور وسپارل شو. په دغه موده كې يې د پښتو مجلې (پلوشې ) بنسټ كيښود او ورسره يې په وروستيو دوو پيړيو كې د پښتو د چاپي اثارو د نړيوال سيمينار د جوړولو اړوند اداري چارې پرمخ بوتلې.

    ښاغلی وجدي له پښتو او دري سربېره په انګرزي باندې هم ډېرې ليكنې كړې دي. خپل هېواد، خلك او كلتور يې نړيوالو ته ور پېژندلى دى. د غوايي له كودتا وروسته وجدي څه موده وزګار شو بيا وروسته يې د هيواد په ورځپاڼه كې، چې ده يې د رياست چارې پر مخ بېولې د يو عادي خبريال په توګه مقرر شو، بيا د وخت چارواكو وردګو ولايت ته د روغې جوړې په جرګه كې واستاوه، خو دا پخلاينه ممكنه نه وه او هملته په وردګو كې له خلكو سره پاتې شو.  بیا له هغه ځایه كوټې ته لاړ او هلته يې په نړ يوالو مرستندويه موسسو كې د ژباړن په توګه دنده سرته رسوله. د ژوند په وروستيو کلونو كې كاناډا ته كډه شوى و او غوښتل يې هيواد ته راستون شي، ځكه ډ اكټرانو ورته ويلي وو، چې نور يې روغتيا ښه ده او كولاى شي، چې په سفر لاړ شي. د ۲۰۰۵ كال د مې په ۱۵ نيټه د خپل ټاټوبي په لور د خوځېدو په بندوبست کې و، چې د همدې مياشتې په ۴ نيټه يې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې.  

ارواښاد وجدي په لسګونه كتابونه ليكلي دي او همدارنګه يې په پښتو، انګريزي او دري ژبو په سلګونه ليكنې چاپ شوې دي، ځانګړي ا ثار يې په لاندې ډول دي .

۱- ړنګې كنډوالې.

۲-  د روښا نيانو روښانه ملي لار  .

۳-  د افغانانو ملي كر كټر.

۴-  ملي لار.

۵-  د افغا نستا ن د عنعنوي جرګو نن او پرون.

۶-  د افغا نستان د لويې لوبې سټيج چې دغه كتاب يې د ښاغلي سميع الله تازه له خوا دري ته ژباړ ل شوى هم دى .

۷-  د زړونواو د ما غونو ماينونه .

۸- د خبر او نظر نړۍ.

۹- د كو چنيانو لپاره لنډې كيسې .

۱۰- د لنډو كيسو مجموعه، چې  ناچاپه ده .

 او نور اثار

د زړونو او دماغونو ماينونه، هغه کتاب دی، چې له ۳۴ معتبرو پښتو، دري او انګريزي منابعو څخه په ليکلو کې يې استفاده شوې او په ۷۲ سرليکونو کې د موضوع په اړه په کې بحث شوی دی.

د افغانستان وروستي ناورین ته په کتو د ليکوال په باور د افغانانو دښمنانو له افغانانو سره د مخامخ جګړې د همت نه درلودلو له کبله د هغوی د له منځه وړلو او تباه کولو لپاره داسې خطرناکې وسلې کارولې دي، چې په سترګو نه ليدل کېږي، خو تخریبي ځواک يې ډېر زیات و. ليکوال له دې پټو وسلو څخه تر ځمکې لاندې لاندې ښخ کړای شوي ماينونه یادوي، چې ډېری افغانان يې شهيدان او يا معيوب کړي دي. وجدي صاحب د ملګرو ملتو د ځينو ماهرينو او چارواکو له قوله وايي، چې د افغانستان او افغانانو دښمنانو تر لس مليونه زیات ماينونه تر ځمکې لاندې ښخ کړي دي، چې که په تخميني ډول د افغانانو نفوس (۲۰) ملیونه کسان وګڼل شي نو د هرو دوو افغانانو د مرګ او ژوبلې لپاره يو ماين ښخ کړای شوی دی.

ليکوال وړاندې وايي، چې نړيوالو موسسو خو يوازې د فزيکي ماينونو حساب نيولی دی، خو د هغو ماينونو چې د کينو او تعصاباتو په بڼه په زړونو کې او دماغونو کې د تبليغاتو په ذریعه ځای په ځای شوي دي، د دوی له نظره لوېدلي دي. ليکوال ليکي، چې تعصبات هغه ماينونه دي، چې تخريبي ساحې يې له هر ډول فزيکي ماينونو څخه ډېرې پراخه او ژورې دي، هغه لیکي: (( د فزيکي ماينونو خصوصيت دا دی، چې هغه بس کړس کوي او چوي او په څو شېبو کې خپله د تباهۍ عمليه سرته رسوي، خو د زړونو او دماغونو د زجر او تکلیف ساعتونه، شپې او ورځې او کلونه ډېر اوږدېږي.))

ليکوال د خپل کتاب په سريزه کې د تعصباتو په وړاندې مبارزه او قلمي جهاد د هر افغان د غاړې فرض ګڼي خو پر دې خواشيني څرګندوي، چې زموږ ليکوالو پر دغې مهمې موضوع ډېر کار نه دی کړی. 

وجدي صاحب د افغانستان د دښمنانو په وسيله د افغانانو په زړونو کې د کينې او تعصب د ځای په ځای کولو سخت اندېښمن کړی و او د کينې او تعصباتو په اړه د څه لیکلو په وخت کې زړه نا زړه توب سره مخ شوی و. هغه ليکي، چې د افغانستان په باب د يو چا لیکل شوی تاریخ ډېر ځورولی ځکه په هغه کتاب کې تر تحقیق نه زیات قضاوتونه شوي وو: (( ما سره هم داسې وېره پیدا شوه، چې د تعصب په باب زما لیکنه هم د تعصب رنګ ونه لري....))

دې اندېښنو اخر دې پايلې ته راوست، چې د تعصباتو په اړه د لیکنې په برخه کې خبره د خپل هيواد له خلکو څخه لرې بوځي او خپلو هيوادوالو ته په بل ځای کې د تعصباتو ډولونه وشمېري او د څرنګوالي او تخریب په اړه يې وغږېږي. لیکوال لیکي: (( د مطالعې لپاره مې يوه داسې ټولنه تر مطالعې لاندې ونيوله، چې هغه له موږ څخه لرې يعنې په بله قاره کې پرته ده. دا ټولنه د شمالي امريکا ټولنه ده، چې د مختلفو قومونو، نژادونو او مذهبونو څخه جوړه شوې ده.))

د لیکوال په وينا، د دې ټولنې محققین خپل اجتماعي عیبونه نه پټوي او د داسې موضوعاتو په توګه يې مطالعه کوي، چې بايد وپېژندل شي. دا کار ځکه کوي، چې په دې باور دي که دا عيبونه پټ وساتي نو د اجتماعي ناورین او تباهۍ سبب ګرځي.

د لیکوال د انتخاب يوه مبنا دا ده، چې هغه ټولنه او زموږ ټولنه که څه هم ډېر سره لرې دي، خو ځينې ټولنيز خصوصيات يې لږ يا ډېر له موږ سره نږدېوالی لري او په نولسمه پېړۍ کې کورنيو جګړو د دواړو ټولنو خوشالۍ په غم بدل کړي دي.

ليکوال په دې باور دی که څه هم ځينو خاصو ټولنيزو شرایطو زموږ په ټولنه کې د تعصباتو د ودې زمينې کمزورې کړې دي خو بهرنیو لاسوهنو وخت په وخت زموږ په ټولنه کې تعصبات پیدا کړي دي. خو ورسره دا هم وايي، چې په بېلو بېلو وختونو کې ترسره شوو څېړنو دا ثابته کړې ده، چې د ټولو تعصباتو مور او پلار نابرابري او رقابت دی. او کله چې د ژوندانه شرایط او د ګټو وټو فرصتونه يو څه سره برابر شوي دي، نو د تعصبونو جرړې هم پرې کړای شوې دي.

له لویه سره په دې کتاب کې هم د تعصبونو بېلابېل ډولونه شرح شوي او هم پر هغو لارو چارو خبرې شوې دي، چې د تعصبونو په له منځه وړلو کې موثر واقع کېږي. خو لیکوال له دې کبله، چې تعصب د خلکو يوه اجتماعي ناروغي راپېژني دا وړانديز کوي، چې د صالحو ملي حکومتونو ترڅنګ دا د خلکو دنده ده، چې په علاج پسې يې راووځي. دی وړاندې په هندوستان کې د ګاندي او په امریکا کې د ډاکتر مارتین لوترکینګ او په جنوبي افریقا کې د نلسن ماندیلا هڅې او مبارزې يادوي، چې د عدم تشدد په سیاست ولاړ د تعصباتو په وړاندې ودرېدل او هڅو يې ښه او په ځای نتیجه هم ورکړه.

لیکوال د کتاب په پيل کې د تعصب پېژندنه کوي او لیکي چې تعصب يوه مزمنه روحي او اجتماعي ناروغي او د هغو کړوړو او انګېرنو مجموعه ده، چې د بې خونده، مبتذلو او کلیشه يي عقایدو د کرکې او دښمنۍ له احساساتو سرچينه اخلي او د توپير او تبعيض د لارو چارو خوا ته هڅه او میلان پیدا کوي.

د لیکوال په باور تعصبونه دوه ډوله دي؛ سپک او سخت. سپک تعصبونه هغه ګڼي، چې له کوچنيو او بې پروا تبصرو څخه پيل کېږي لکه داسې چې په ځينو خبرو او تبصرو کې له متلونو او نور مفاهيمو څخه ناسم مفهمونه واخستل شي، چې دغه کار د سپکو تعصباتو د رامنځته کېدو او بيا ودې لپاره زمينه برابروي. د لیکوال دا اندېښنه ښيي، چې له همدې ساده حالت نه خبره دومره پسې غټېږي، چې د ده پخپله وينا د تعصب کرغېړنې کرښې په يو رستورانت کې د يو نژادي ګروپ ميزونه له بل نژادي ګروپ څخه جدا کوي او بيا بده لا دا چې د ښوونځيو ترمنځ هم د توپیر او تبعيض کرښې ایستل کېږي او دغه پاک چاپيريال ککړوي.

د سخت تعصب په اړه ليکوال د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره د ډېرو ارواپوهانو نظرونه رااخستي دي او د هغوی له قوله ليکي، چې محروميت د تيري او تجاوز سبب ګرځي.  په دې بحث کې وړاندې لولو، چې د محرومیت اصلي عامل په خپله له متعصب انسان څخه ورک هم وي او دی خپل زړه په نورو لارو چارو تشوي او د هر پردي يا نوي لیدل شوي انسان يا یو شي په مقابل کې يو ډول د شک یا کرکې نه ډک حساسیت ښکاره کوي.

ښاغلی وجدي د يو بل ارواپوه اډورن د نظريې په اساس استبدادي خوی لرونکی هم د معتصبانو له ډلې څخه شمېري، چې خپل استبدادي احساسات په نورو باندې تحمیلوي.

د دې بحث په دوام کې لیکوال دې ټکي ته هم نغوته کوي، چې سیالي یوه بله کور ورانوونکې پديده ده. دی لیکي: (( هسې خو له پخوا څخه زموږ زړو تربګنیو او تربورګلویو په موږ باندې يو زیات شمېر حساسیتونه تحمیل کړي وو، چې زموږ د کار او ارادې مټې يې فلج کړې غوندې وې. بیا داسې وختونه راغلل، چې د نړۍ د لویو سیالیو دروند بار زموږ د ملت په غاړه واچول شو. دغو نړیوالو سیالیو یوازې دا نه چې زموږ هیواد یې وران او ویجاړ کړ بلکې زموږ د خلکو په زړونو کې يې څه نورې کينې هم پخې کړې. البته د سیالیو دغه دروند بار د ټولې نړۍ په اوږه اچول شوی دی، خو په تېرو څو پېړيو کې يې د ثقل مرکز زموږ هیواد او زموږ ملت و.))

د دې کتاب په ۷۱ مخ کې د افغاني ټولنې او تعصباتو تر سرلیک لاندې ليکي، چې په افغانستان کې بيل بيل قومونه او نژادونه د غالي د نقش په څېر يو له بل سره اوبدل شوي دي. د لیکوال په وينا، اوس په افغانستان کې قومونه دومره سره نژدي پراته دي او دومره نژدې روابط سره لري، چې اوس يې خپل نژادي خصوصیات تر ډېره حده له لاسه ورکړي او هيڅ قوم داسې ادعا نه شي کولای، چې نژاد یې خالص دی، خو يوازې ځينو کلتوري مشخصاتو هغوی د قومونو په بڼه په نښه کړي غوندې دي. خو ليکوال سره له دغومره هيلې او خوشبينۍ سره يوه ستره خواشيني دا څرګندوي، چې يو شمېر اشخاص او سیاسي کړۍ د بهرنيو دسیسو له کبله هڅه کوي، چې د دغو قومونو ترمنځ کينه او تعصب رامنځته کړي: ((سړی چې خپرې شوې اوازې له اصلي حقایقو سره مقایسه کړی نو پوهېږي، چې د افغاني ورونو قومونو ترمنځ د کرکو او بدبینیو د راپیدا کولو له لپاره ډېر کوښښونه شوي وو، لا روان دي او کېږي.))

لیکوال وړاندې ليکي، چې په امریکا کې د تعصباتو ترټولو لوی عامل سيالي او نابرابري ده، خو په افغانستان کې د هغه ريښه په اخلاقي سیالیو کې ويني او وايي، چې دا بدمرغي هغه وخت تر ډېره زموږ په هيواد کې ريښې وزغلولې، چې د جهاد په ماهيت کې تغيير راغی او د هيواد په ځينو برخو کې د اجارې او ټيکې جګړې زیاتې شوې نو له بده مرغه په ملي اخلاقو کې هم تغييرات راغلل او ورسره ورو ورو د افغانستان د قومونو ترمنځ د تعصب تورې کرښې و ایستلې شوې.

خو سره له دې ټولو اندېښنو په افغاني ټولنه کې د قومونو ترمنځ تېرو او پخوانيو اړيکو ته په پام سره لیکوال ډاډمن دی، چې د افغانستان د اوسېدونکو قومونو ترمنځ د دښمنانو د تعصب خورولو هڅې کومې مثبتې نتیجې ته به ونه رسېږي.

   وجدي صاحب ځکه دې پايلې ته رسیدلی دی، چې د افغانستان په اکثرو جنوبي، شرقي، مرکزي او شمالي ولایتونو کې یې رسمي مطبوعاتي دندې سرته رسولې او تر ډېره د خلکو په منځ کې پاتې شوی، هغه لیکي سره له دې، چې د خپل کار په موده کې يې داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي، چې د اجتماعي قضیو په تحلیل کې زیات علمي ارزښت ولري، خو سره له دې هم په فاریاب، ننګرهار او پکتیا کې مطالعاتو او مشاهدو یې څه ناڅه د افغانستان په ټولنیزو واقعیتونو پوهولی دی. د دې ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ دی لیکي: (( په افغانستان کې بیلابیل قومونه په يو باغ کې د ډول ډول ګلانو د غوړېدو خوند او کیفیت لري، چې هر ګل يې د ستاینې او کتنې وړ دی. دغه قومونو یو کلتور روزلي او پاللي دي او مشترک تاریخ لري، که څه په افغانستان کې قومي تنوع شته خو په عمده خصوصیاتو کې یو شان والی لري.))  

  په دې کتاب کې ځينې نور داسې بحثونه رااخستل شوي، چې روسي مشاروانو څه ډول هڅه کوله، چې د کارمل په دوره کې د يوې اتنيکي ډلې په جوړولو سره پخپل لاس رامنځته شوې ستونزه او ناورین له خپلې غاړې د خلکو غاړې ته واچوي او له نورو قومونو سره يې په جګړه ښکېل کړي. ليکوال په دې بحث کې تر ډېره د حسن شرق له يادښتونو استفاده کړې او مستند دلایل يې وړاندې کړي دي. وجدي صاحب د حسن شرق د یادښتونو له مخې د يوه پرچمي له خولې، چې حسن شرق يې د ځينو ملحوظاتو له د نوم له اخستلو ډډه کړې ليکي: (( رفقا ما به اینصورت جنګ حزبی با مردم را به یک جنګ قومي تغییر جهت خواهیم داد. اطمینان دارم که برای این مقصد رفیق کارمل و رفیق نجیب بهترین و با استعداد ترین شاګردان دبستان لینن کبیر است.))

په دې بحث کې وجدي صاحب د حسن شرق له خولې په هغه غونډه کې د روسي مشاور خبرې هم رااخلي او وايي، چې څو زره هغه ځوانان چې په بمباریو کې يې خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې او عمرونه يې کم وو، د فکر د بدلولو لپاره شوروي ته لېږلي او کله چې راغلل نو هغوی په قومي ګروپونو کې ځای په ځای کړئ. د دې خبرې معنی دا ده، چې روسانو له اوله د سبا ورځې د جنجالو د تخم د کرلو په هڅه کې وو او بیا يو شمېر تنظیمونو لا پسې دغې نظريې ته قوت ورکړ او په وروستيو لسیزو کې افغانستان د همدې تعصبونو په اور کې لولپه شو.