ليکوال: صديق الله بدر

کتابپېژندنه


بهوپال، د هندونستان پښتانه

دغه تاريخي اثر، چې په هندوستان کې د بهوپال پښتنو په اړه په انځوريزه او کيسه ييزه ژبه معلومات رانغښتي؛ ليکواله يې اغلې صفيه حليم ده. نوموړی اثر د ۱۳۸۷ لمريز کال د وري په مياشت کې د سالنګ کتاب خپروونکي ټولنې له خوا پر انځورونو سربېره په ۱۴۶ مخونو کې د ۵۰۰ ټوکو په شمېر چاپ او خپور شوی دی.

په دې کتاب کې تر شپاړسو سرلیکونو لاندې په هندوستان کې د بهوپال پښتنو د وروستيو دوه درې سوه کلونو تاريخ بيان شوی او دا په کې ويل شوي، چې څه ډول په دې سيمه کې دوه سوه کاله پښتنو مېرمنو سلطنت کړی دی؟

په نوموړي اثر کې د بهوپال د اوسنيو پښتنو ژوند هم رااخستل شوی او جالب ټکی په کې دا دی، چې ليکواله ليکي، اوس هم هلته پښتنې قبيلې لکه اپريدي، يوسفزي او ميرزای خېل اوسېږي او ځينې يې پخپله مورنۍ ژبه پښتو غږېږي.

 

نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل

نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل د هيواد د نوميالي ادبپوه، تاريخ پوه او ژبپوه ارواښاد استاد پوهاند حبيب الله تږي؛ يو ډېر ارزښتمن اثر دی، چې د ۱۳۸۹ لمريز کال په لومړيو کې په ننګرهار کې د ختېزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې له خوا د اصيلې افغاني موسيقۍ د ودې او پراختيا د جوړ شوي سيمينار په وياړ په ۱۰۹ مخونو کې په دانش مطبعه کې چاپ شوی دی.

استاد تږی د افغانستان له هغو لومړنيو اکاډميکو استازو څخه و، چې د پښتو ژبې د سمون او رغون لپاره يې تر هر چا زيات او مسوولانه زيار ايستلی دی. د استاد د دغه اثر ارزښت په کې دی، چې د نويو علمي ارونو په بنسټ يې کښلی دی. دغه اثر په دولسو څپرکو کې پر ژبه او ليک، ليکدود، لهجه، املا، غږ پوهنې، ژبه او ادب، ژبه او منطق، ژبه او ګرامر، د ژبې قدامت پسندۍ، سوچه کېدلو او د معياري لهجې په اړه ژور علمي بحثونه کړي دي.

 

اسلام او موسيقي

اسلام او موسيقي د ځوان او هڅاند ليکوال او شاعر قاضي محمد حسن حقيار ليکنه ده. دغه کتاب په ۱۳۸۹ لمريز کال په ننګرهار کې د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې له خوا د اصيلي افغاني موسيقۍ د ودې او پراختيا د جوړ شوي سيمينار په وياړ په ۱۲۱ مخونو کې په دانش مطبعه کې چاپ شوی دی.

د دغه اثر په ليکلو ښاغلي قاضي محمد حسن حقيار هڅه کړې ده، چې د اسلام د سپېڅلي دين د اساساتو پر بنسټ د موسيقۍ د جواز او نه جواز په اړه علمي بحث وکړي. ښاغلي حقيار د کتاب په پیل کې ليکلي، چې ده په ۱۳۸۱ لمريز کې د هيلې په مجله کې د (نڅا او اتڼ د اسلام له نظره) تر سرلیک لاندې يوه ليکنه کړې وه، چې وروسته د غوټۍ په نامه يوې مجله کې د ده پر دغې ليکنې يو کليشه يي نقد وشو  او دغه کليشه يي نقد دی وهڅاوه، چې د اسلام له نظره د موسيقۍ په اړه دغه اثر وليکي.


اروايي خوښي او بدني ځواک

دا يوه علمي ژباړه ده. ليکوال يې ډاکتر بشير حسين او پښتو کوونکی يې ځوان ليکوال محمد حنیف حيران توتاخېل دی. دغه ژباړه په ۱۳۸۹ لمريز کال په ننګرهار کې د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې له خوا د اصيلي افغاني موسيقۍ د ودې او پراختيا د جوړ شوي سيمينار په وياړ په ۵۷ مخونو کې په دانش مطبعه کې چاپ شوې ده.  

دغه کتاب له اردو ژبې ژباړل شوی او په نولسو برخو کې د ماشومانو، لويانو او نجونو د جنسيت پر مسئلې، چې په پښتو ژبه کې ډېر کم کار پرې شوی؛ بحث شوی دی.

ژباړن يو ځای ليکي، چې ده کوښښ کړی، چې د اصلي کتاب هغه برخې وژباړي، چې د افغاني ټولنې د خلکو له مسايلو سره اړخ لګوي.