کتابپېژندنه: د زړه لړې
صدیق الله بدر
کتابپېژندنه
د زړه لړې ( غبار خاطر)
د دې اثر ليکوال د هند د آزادۍ ستر مبارز او نامتو شخصیت ابوالکلام آزاد دی. لیکوال دغه اثر د احمد نګر په زندان کې د مولانا حبیب الرحمن شېرواني په نامه د ليکونو په بڼه ليکلی دی. د دې اثر پښتو کوونکی د سرمحقق مرستیال الحاج مولوي زين الله منلی دی.
دا دويم ځل دی چې نوموړی اثر چاپ او خپرېږي، لومړی ځل په ۱۳۷۰ لمريز په کابل کې چاپ شوی و چې خورا زیات مينه وال يې درلودل. سږکال يو ځل بيا د انډیا- افغانستان فونډيشن له خوا د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ۳۸۶ مخونو کې په ښه بڼه او صحافت چاپ شوی دی.
دغه اثر په ډېره ساده او روانه پښتو ژباړل شوی او تر ډېره داسې نه ښکاري چې ژباړل شوی اثر وي، دا هغه کمال دی چې پر اردو او پښتو ژبې د ژباړن برلاسي په ګوته کوي او لوستونکي هڅوي چې تر پايه پورې يې ولولي.
د هرې موضوع ليکل ځانته ځانګړي اسلوب غواړي چې بیا د همدې اسلوبو له مخې د موضوع بڼه راڅرګندېږي.
د مولانا ابوالکلام آزاد خصوصیت دا دی چې په علم و ذوق کې يې تنوع شته. دی که ديني او علمي مسايل ليکي هغه ته خپل او که ادبي رانغاړي هغه ته خپل اسلوب کاروي.
د ابوالکلام آزاد د دې کتاب ځانګړی خصوصیت دا دی چې په نثر کې يې شاعري کړې ده، تاسو به د کتاب په لوستلو کې خامخا له ځينو داسې ترکیبونو او انځورونو سره مخ کېږئ چې د پوره يو شعر خوند ترې اخلئ.
د مولانا آزاد ډېری مينه وال او ادبپوهان په دې اند دي چې دی پخپلو اکثرو ليکونو کې چې په دې کتاب کې راغلي، ځای ځای له موضوع سره په تړاو د ځينو شاعرانو شعرونه راوړي او ځانګړنه يې دا ده چې یوازې له مطالبو سره سر نه خوري، بلکې د هغه مطلب يو جز ښکاري چې په ایسته کولو سره يې هغه مطلب نيمګړی کېږي.
مولانا د ۱۹۴۳ کال د دسمبر په اووه لسمه د احمد نګر له زندان نه خپل ملګري ته د ليک په سر کې د چای د تعریف په اړه لیکي:
ګرانه دوسته!
وخت خو هماغه دی، خو هغه خوږ چای نشته، چې شورش خوښوونکې طبع مې مسته کړي او د عالم اشوب فکر لپاره مې هوساينه شي.
د لیک په منځ کې په يو ډول چينايي چايو د عادتېدو خبره کوي او ليکي: د دغه چای وږم څومره، چې په زړه پورې دی، هغومره يې کیف تند او تېز دی، د رنګ په باره کې به يې څه ووایم؟ وګړي ورته بهېدونکی اور وايي:
می ميان شيشه ساقی نګر
اتشی ګویا به آب ریخته اند
خو د اور تخیل بیا هم ځمکنی دی او د دغه چای جګوالی راڅخه بل څيز غواړي: زه د لمر وړانګې په موټي کې بندول غواړم...
دا متن اوږد دی، خو دلته يې همدومره برخه کفایت کوي، ځکه ګورو، چې مولانا له شعر نه څنګه استفاه کړې او څومره ترکيبونه يې کارولي دي، لکه د تخييل اور ځمکنی والی، په موټي کې د لمر د وړانګو بندول او د اور بهېدل
دا چې دا ليکونه په زندان کې ليکل شوي او په زندان کې خو کتابونو ته لاسرسی نه وي موجود، نو د ډېرو شعرونو ياد ساتل د مولانا ابوالکلام آزاد د قوي حافظې او عالي ذوق څرګندويي کوي. کوم شعرونه چې په دغو ليکونو ځای شوي، پر انځوريزوالي او فکري والي سربېره ډېر زیات خوندور دي.
د غبار خاطر په سريزه کې لولو، کله چې د دغو لیکونو د چاپ اعلان کېږي؛ غوښتنې کېږي چې په ډېرو ژبو وژباړل شي، خو مولانا له څو هغو پرته د نورو اجازه ځکه نه ورکوي او وايي چې هغه په داسې اسلوب لیکل شوي چې په نور ژبو که ترجمه شي مراعاتول يې مشکل دي او په دې کار سره خوند او اصلیت يې له منځه ځي.
مولانا آزاد په ۱۸۸۸ کې په مکه کې پیدا شوی، د ډېرو استعدادونو خاوند شخصيت و. هغه يو عالم، ليکوال، رساله ليکونکی، مضمون نويس، استاد، د آزادۍ جنګيالۍ او اداره جوړوونکی و. مور يې عربه وه، خو پلار يې مولانا خيرالدين له هغې کورنۍ و چې په شپاړسمه پېړۍ کې له هرات نه هند ته مهاجره شوې وه او بيا په بنګال کې مېشته شوه.
مولانا په ډېرو ژبو پوهېده. په عربي، اردو، هندي، بنګالي، فارسي او انګليسي يې روانې خبرې کولې.
د ۱۹۱۲ په جون کې چې ۲۴ کلن و، د آزادۍ جګړې ته د مسلمان ځوانانو د تحريک لپاره د الهلال په نامه يو ژورنال خپور کړ او په ۳۵ کلنۍ کې د هند ملي کانګريس د دفتر مشري يې په غاړه واخيسته او په څو څو واره د نوموړي دفتر مشر و او تر هغه مخکې يې له ګاندي او بيا نهرو سره آشنايي شوې وه.
نوموړي د آزادۍ د جګړې پر سر څو کلونه د برتانيې په زندان کې تېر کړل. هغه د آزادۍ او خپلواکۍ او د مذهب او عقيدې د آزادۍ لپاره مبارزه پراخه وکړه.
کله چې د هند پوهنې وزیر و، د حرفه يي زده کړو او د ښځو د تعليم د پرمختګ لپاره يې ډېر کار وکړ.
په ۱۹۴۲ اګست کې چې کانګريس د ((هند پرېږدئ)) نهضت پیل کړ، بندي شو او په زندان کې يې غبار خاطر وليکه.
په دې کتاب کې د سياست، اخلاقو ، فرهنګ او ټولنې په اړه د ده شخصي نظريات راغلي دي.