کتابپېژندنه

ليکوال: صديق الله بدر

ويښ زلمیان


دا ځل پر هغه کتاب درسره غږېږم، چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د رامنځته کېدو په لړ کې د سیاسي هڅو پر پیلامه رڼا اچوي. دغه کتاب ويښ زلمیان نومېږي.

ويښ زلميان د دغه تحریک د رښتيني غړي محمدعلم خان بڅرکي اثر دی، چې په ۱۳۷۹ لمریز کال په نیدرلنډ کې افغاني کلتوري ټولنې له خوا، د ښاغلي نثاراحمد پوپل په مالي لګښت په ۱۵۸ مخونو کې چاپ شوی دی.

د دې اثر په پیل کې لومړی د خپروونکي ټولنې يادښت او ورپسې د ښاغلي ډاکتر طارق رشاد درې دېرش مخيزه سريزه راغلې، چې په ترڅ کې يې په پرتليزه توګه د دغه ګوند په اړه د ځينو کورنيو او بهرنيو لیکوالو نظريې څېړلي او په افغانستان کې يې د روښانفکري ګوندونو پر تاريخي شالید رڼا اچولې. ډاکتر رشاد د خپلې سريزې په يوه برخه کې د ويښ زلميانو په اړه ليکي: (( ...خو په هر ډول زموږ ګران هيواد افغانستان د سياسي ډلو د جوړېدو اوږد تاریخ نه لري، که له لومړيو او دوهمو مشروطه غوښتونکو او اخوان افغان يا ملي سري جمعيت څخه راتېر شو، په اوسني تعریف او تعبير باندې يوازنۍ سياسي ډله، چې د لومړي ځل لپاره د سياسي پروګرام او جوړښت له پلوه د سياسي ډلې او ګوند حکم ورباندې کېدای شي، هغه د ويښ زلمیانو ګوند و.))

که څه هم د ويښ زلميانو اساس او بنسټ په کابل کې ايښودل شوی، خو دا چې وروسته په کندهار کې ورته ډېر کار وشو، ښاغلي محمد علم بڅرکي پخپل دې کتاب کې يوازې د کندهار د ويښو زلمو په بهير غږېږي. ليکوال ليکي: (( دلته دې تحريک دومره وده وکړه، چې د نور افغانستان د ويښو زلمو اجراات يې تر سيوري لاندې راوستل، نو په دې اساس کوم جریان چې ستاسو حضور ته وړاندې کېږي هغه عموما د کندهار د ويښو زلمو دی.))

ښاغلي بڅرکي هڅه کړې، چې په کتاب کې له خپلو معلوماتو او يادښتونو سره سم د ويښ زلميانو سياسي نظریات، سرګذشت او واقعات راوړي. هغه هم په داسې شکل چې هغه منفي اړخونه يې هم پټ نه دي ساتلي.

د کتاب ليکوال په ۱۳۰۰ لمريز کال په کندهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې يې د کندهار په احمدشاهي ليسه کې کړې. بیا د کابل طب پوهنځي ته بریالی شو، خو د خپل ذوق له مخې يې دغه مسلک ته دوام ورنه کړ او په مطبوعاتو کې يې کار پیل کړ، چې لومړی د کندهار مجلې مدیر، بیا د کندهار د مطبعې مدیر و. د ويښ زلمیانو د سیاسي غورځنګ په وخت کې د کندهار د زلمو د ګوند منشي و او د ويښ زلمیانو په عمومي بنديګريو کې څلور کاله د کندهار په عسکري چوڼۍ کې بندي و.

پخپله وينا يې، په ۱۳۲۴ لمریز کال کې ولسي جرګې ته کاندید شو، خو د مرکزي حکومت له خوا زابلي صاحب يې په وړاندې ودرېد. په ۱۳۵۸ کال کې يې هجرت ته مخه وکړه او بالاخره په ۱۳۸۱ لمریز کال کې يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

روسي یرغل په افغانستان باندې، افغانستان مې حکمران پارټي په اردو ژبه، تاج د رابندرنات ټاګور د مکټ په نوم د کتاب ژباړه، د خان صاحب محمد ایوب خان سوانح، طلسم عمل ژباړه او د هګل فلسفه ژباړه، د بڅرکي صاحب چاپ شوي کتابونه دي.

د ښاغلي بڅرکي په وينا، د ويښ زلمیانو تحریک يو ولسي تحریک و، چې د ډموکراتيکو ازادیو د لاس ته راوړلو په خاطر، د هيواد روشنفکرو زلمو پیل کړ او په هغه کې مذهبي مبلغين، نشنلستان، سوشلستان او د ټولنې هرډول خلک شامل وو.

ښاغلی بڅرکی ليکي، چې د ويښ زلمیانو تحریک په ۱۳۲۵ لمریز کال کې سر راهسک کړ او دا هغه وخت و، چې نړۍ نوی له دویم نړیوال جنګ څخه خلاصی موندلی و او د افغانستان په ختيځ اړخ کې يو نوی هيواد د پاکستان په نوم جوړ شو. د پېښور او بلوچستان پښتانه او بلوڅ په کې ورګډ کړای شول، په داسې حال کې چې پښتنو نشلستانو د پښتونستان په نوم د يو بېل هيواد دعوا کوله. ليکوال ليکي، چې ويښ زلمیانو په سر کې کوم ټاکلی مرام او منشور نه درلود، خو د عامه اذهانو د بیدارولو لپاره سرکاري مطبوعات، چې د منورینو په لاس کې و، کارول. لیکوال په مشخص ډول د کابل مجلې نوم اخلي او لیکي: ((د دې مجلې مدیر ارواښاد عبدالروف بېنوا و، د دې وخت د خپرونو مقصد په ځوانانو کې د ملي احساس راويښول او د ځوانانو يو له بله تعارف او شناخته کول وو او هم په دغه رنګه ځوانان پر يوه منبر يا ستېژ راټولول او انسجام ورکول وو.))

د ښاغلي بڅرکي په وینا، په تحریک کې ملایان، صوفیان، متجدد، عصري ځوانان او قدامت پرسته شامل وو، چې د ټولو مقصد دا و، چې هیواد ته د فکر ازادي، د تعلیم ازادي، سیاسي ازادي او داسې نور راشي.

ښاغلی بڅرکی استاد عبدالروف بینوا، ارسلان سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کی، فیض محمد انګار، غلام حسن خان ساپي، صدیق الله رښتین او استاد ګل پاچا الفت  د دغه تحریک موسسین راپېژني، چې لومړی يې په کابل کې يوه ادبي ټولنه جوړه کړه او بیا چې سیاسي زمینه مساعده شوه دا تحریک رامنځته شو. د لیکوال په نظر دغه تحریک په لنډه موده کې د هیواد ټولو ولایتونو کې وزرې خورې کړې او په کندهار کې تر ټولو ژر ځوانانو ورته ښه راغلاست ووايه.

ښاغلی بڅرکی ويښ زلميان په افغانستان کې د ټولو راوروسته رامنځته شوو ګوندونو مور راپېژني، چې د فکري ازادۍ لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې.

تر دې وروسته لیکوال تر بېلابېلو عنوانونو لاندې د دغه تحریک فعالین راپېژني، پر مرامنامو يې غږېږي او پر غړو يې راغلې سختۍ او زندانونه بیانوي.  دی په کندهار کې محمد رسول خان پښتون، غلام جیلاني خان مدیر، قاضي عبدالصمد خان، حاجي محمد انور خان اڅکزی، مولوي محمد بهرام خان اڅکزی، عبدالهادي خان هادي، حضرت محمد یوسف اغا او په ځوانانو کې علامه عبدالشکور رشاد، اغامحمد خان کرزی، محمد ابراهيم خان خواخوږی، حاجي محد حسین خان، محمد حسین خان ریدي، صوفي ولي محمد خان، محمد علم بڅرکی، نوراحمد شاکر، شیراحمد جان، محمد علي خان، حاجي لعل محمد خان، محمد اصف خان، مسلم صاحب هغه کسان راپېژني، چې په کندهار کې يې د ويښ زلمو تحریک په پښو ودراوه.

د لیکوال په اند په کندهار کې د ويښ زلمیانو فعالیت مکتوبي نه و او پوره نيم کال د تحریک مشرانو په شفاهي ډول اوامر صادرول او زلمو به هغه عملي کول، خو وروسته تر هغه د تحریک د ځوانو غړو په ټینګار تشکیلات رامنځته شول. البته په دې تشکیلاتو کې ډېر زور د مالي چارو د تنظیمولو مساله وه او غلام جیلاني مدیر يې د مالي چارو مسوول وټاکل شو.        

لیکوال د ويښ زلمیانو پر خپرونو په يو بيل بحث کې ليکي، انګار د ويښ زلمیانو د افکارو ځلونکی و، چې د ښاغلي فیض محمد انګار په مالي لګښت چاپېده او د ويښ زلمیانو د افکارو نماينده ګي يې کوله. دغه اخبار د ۱۳۲۹ لمریز د کب د میاشتې په نهمه نېټه په او دري ژبو خپرېده. انګار تر شپاړسمې ګڼې وروسته په ۱۳۳۰ لمریز کې بند کړای شو. خو لیکوال وړاندې وايي، چې د انګار له بندیدو سره ارواښاد استاد ګل پاچا الفت د ولس په نوم جریده راوکښله، چې وروسته بیا د داوود خان په امر بنده شوه. لیکوال د ويښ زلمیان په نوم د کتاب د خپرېدو په لړ کې وايي، چې د دې کتاب په خپرېدو سره د ويښ زلمیانو سياسي ایديالوژي ښه ځلا ومونده. دغه کتاب د څو مقالو مجموعه وه، چې راټولوونکی يېې استاد عبدالروف بینوا و. دغه کتاب په ۱۳۲۶ کې چاپ شوی و.

تر دې وروسته لیکوال د ويښ زلمیانو د فعالیتونو پر پراختيا غږيږي او وايی، چې دغو هڅو حکومت اندېښمن کړ او مداخلې ته يې لاس وغځاوه. دی لیکي: کله چې د ويښو زلمو تحریک په ټول افغانستان کې ريښې وځغلولې او د خپل وخت د حکومت دسیسې، چل او چلبازۍ، سیاسي او اجتماعي درواغ يې رسوا کړل او د دې تحریک وړانګې مخ په پراخېدو شوې، نو حکومت تصميم ونيو، چې د هيواد دا سياسي بچي د نمو او ودې په لومړنيو ګړیو کې خپه او له منځه يوسي. دا وخت چې حکومت زلمو ته لاس اچاوه د پارلماني انتخاباتو وخت دی.

د لیکوال په اند که څه هم حکومت د دموکراسۍ چيغې وهلې خو عملا يې دا نه غوښتل چې حقیقي او حقوقي سیاسي شخصیتونه دې پارلمان ته ورسي. تر دې بحث وروسته لیکوال د ټول هيواد په کچه د ويښ زلمیانو د فعالیتونو د مخنيوي په هڅه کې ډېری کسان ونيول او بندیان يې کړل، خو هيڅکله هم حکومت په دې ونه توانيد، چې د دغه زلمو د هڅڅو مخه ونیسي.

د انتخاباتو د اتمې دورې د بیان په لړ کې د ويښ زلمو د هڅو د يادوږنې په لړ کې ليکوال يوه جالبه پېښه رااخلي او ليکي: زموږ کره په دوهمه غونډه کې فیصله وشوه چې د ولسي جرګې د اتمې دورې په انتخاباتو کې به حصه اخلو چې هغه هم په نن و سبا کې شروع کېدونکیي وو. د زلمیانو له خوا ښاغلی عبدالشکور رشاد وړاندې شو. لیکوال وړاندې لیکي: کله چې د محترم رشاد صاحب عریضه د شورا د اتمې دورې له پاره د کندهار د کاندید په توګه حکومتي مقام ته وړاندې شوه، انتخاباتو ته دوې ورځې پاتې وې، خو حکومت د رشاد صاحب عریضه وځنډوله او خپل نماینده عبدالغفور خان خروټی ودراوه، چې په مقابل کې يې هيڅوک هم موجود نه و، حکومت خپل ټول زور ولګاوه، سرداران، خانان او ملایان يې وګمارل چې رایې سره راټولې کړي. څلور پنځه ورځې یوازې حکومت د خروټي لپاره رايې راټولولې، څو چې دا يې یقین شو چې اوس نو رشاد صاحب نه شي کامیاب کېدای نو يې اجازه ورکړه، چې صندوق کېږدي. دلته نو د انتخاباتو فقط درې ورځې لا باتې وې. په مجرد د دې چې ښار پرې خبر شو، چې د ویښ زلمو نماینده ښاغلی رشاد صاحب کاندید شوی دی، د ويښو زلمو فعالیت شروع شو او خلک رضاکارانه انتخاباتي حوزو ته ورروان شول. د رشاد صاحب رايې دم په دم زیاتېدلې که څه هم د دې انتخاباتي مبارزې په دوران کې زه ګرفتار او د انګار صاحب دوی سره يو ځای بندي شوم خو انتخاباتو د زلمیانو په ګټه همهغسې دوام درلود، په دې انتخاباتو کې زلمیانو هغه شهکارۍ وکړې، چې نه د حکومت توقع وه او نه چا فکر کولای شو.

حکومت د زلمو او رشاد صاحب په مقابل کې سره د خپل ټول ارتجاعي قدرت ونه کولای شو چې ځان دې تم کړي، دم په دم او ګړۍ په ګړۍ د رشاد صاحب رايې په ډېرېدو شوې، څو حکومت ته بله چاره پآتې نه شوه، چې د پولیسو په ذریعه په سپینه ورځ د ټول ولس په مخ کې د رشاد صاحب د رایو اچولو صندوق ظبط او پخپله رشاد صاحب د پولیسو په ذريعه د ښاروالۍ له تالار څخه راوایستل شو. کله چې رشاد صاحب له تالار څخه راووت نو يې غفور خروټي ته اخیرنۍ جمله دا وويله: دا چې په دې ډول وکالت کول ستا وجدان قبلوي، نو دې مبارک شه.

د دې کتاب په وروستيو پاڼو کې، دننه په دغه تحریک د ځينو اختلافونو یادونه هم شوې او ښايي، چې په بشپړ ډول ولوستل شي. زه تاسو د دې کتاب د لوستلو بلنه درکوم.