شعر: يو نيزاره شور
ويناوال: صديق الله بدر
يو نيزاره شور
(د مليار كاكړ د واده په موقع)
جوړه زلزله ده پـه دوه زړونو كې
ويناوال: صديق الله بدر
يو نيزاره شور
(د مليار كاكړ د واده په موقع)
جوړه زلزله ده پـه دوه زړونو كې
ليـــوني زړه چـــې اور په ځـان اخستى
چــا ورتـــه نــوم بيــا د جـــانان اخستى

نه پرېــدي خـوښۍ نـه مې غمونو ته
فــكــر يمــــــــه وړى ستـا يادونو ته
ويناوال: صديق الله بدر
پــه مـــا ورېـــږي چـــې بــــې واره توبې
دا مــــې وتلـــــې لــــــه اختيــــــاره توبې
ويناوال: صديق الله بدر
د ګران او فاضل استاد پوهاند رشاد د ۷۴ كالېزې په درنښت
ټول موسمونه پســـــــــــــــرلي غواړمه
د ژوند ګلونــــــــه دې موسكي غواړمه
لا غوسه غوسه شه قهرېدلې راته وګــــــوره
ټكنده غرمــه شــــــه قهــرېدلې راتـــه وګوره
لامې منصوري خماري تنده اورنــۍ چې شي
لا د دار نشــــــه شـــه قهرېدلې راتــه وګــوره
ويناوال: صديق الله بدر
عشقه حيـران يمــه چې څــه كومه
هغــه كــومــه چــې يــې نــه كومه
غزل
بيا دې ژړېــږمــه وعــدې پــه سلګو
بيــا لـه مــاښــامه دي ډېوې په سلګو
ويناوال: صديق الله بدر
هــــره ســاه چــې ساه ختلې زنده ګي ده
غــــريبي ده مجـــبوري ده پـريشانـي ده
ويناوال: صديق الله بدر
ښاپېرۍ
ولې حيرانېږې
چې درګورم
بسم الله وايم
تا مګر دا نه وې:
ښاپېرۍ يمه
۱۹/۱۸-۵-۱۳۸۱
ويناوال: صديق الله بدر
څلورېزې
دا وختونه كه نغمې نغمې د نور شي
نصيبونو كې زموږه سور تنور شي
چــــې بد نامه وي د مينې ليوني وي
بـدره كلي كې زموږه هغه چور شي
***
ويناوال: صديق الله بدر
ګناهونه – ثوابونه
د ښايست د ســـــــــــپرلي مينه كې ګلونو ته شوو سترګې
چې پرې ځان او زړګى وسوځو اورونو ته شوو سترګې
زه چې وايمـه د ګل مينه په غـيږ كـې د اغـزي ده
رقيب وايــي لـــــيونتـوب دى فلسفــه د ليـونـي ده
چې مـې ارمان پرې ژړېدو كې تېـر شو
ژوند مـې د مينې په ترخو كې تېر شـــو
له زړه نه سترګو سره مينه لرم
وړوكي كلي كې ښارونه ساتم
ويناوال: صديق الله بدر
څو به دې غمونو كې راګېر يمه
ژونده رانه تېر شه درنه تېر يمه
ډېر راته يادېږې مرګه چېرته يې
ستا هم لكه ښكلى جانان هېر يمه
۲۱/۶/۱۳۷۶
ويناوال: صديق الله بدر
شال، ستا د يادونو ته
مينه كې د ستورو زه
هره شپه د غم لپه
اوښكو باندې نمانځنه
۲۸/۸/۱۳۷۸
ويناوال: صديق الله بدر
عشقـــــــه راوغځــــوه لاس د بنګـــړو خوب ويني
د زړه تــــارونــه مې ويـــده د نغمـــو خــوب ويني
تا خو وې راځه چې نور
د سترګو لار
بدله كړو
داسې چې وه ګرانه
بيا دې ولې
سترګې تورې كړې؟
۱/۸/۷۹
ويناوال: صديق الله بدر
د شعور رڼا
څــو خــو كه مجبـــور او كه مختار يمه
شيــــــــــــــخه ســم روان پخپله لار يمه
لويه خدايه لويه خد ايه
ستا په مينه په هر ځايه
غر ولاړ دى درناوى كې
ټولې ژوي په زارۍ كې
ويناوال: صديق الله بدر
ګــــورئ زماكه شوله ساه په خـتو
بـــام د ښېرو ته ده ليـــلا په خـــتو
ويناوال: صديق الله بدر
د مينې لاره
خـدايــه چـې مــينه كـې سـړه خو نه ده
لــــــويــــــه خبــــره ده وړه خــو نه ده
ويناوال: صديق الله بدر
وېره اوكركه
موږچې واړه وو
له تيارې او تورې شپې وېرېدو
ځانله يواځې كور نه، نه وتلو
ويناوال: صديق الله بدر
خوارې سترګې
دا خو د ناكامې مينــــــــــې چارې دي
اوښكې مې په سترګـو لارې لارې دي
ته چــــــــــــې راته وايې، ځم ولـــــــې نه
ته مرمــه اشنا خو، مرم به ولــــــــــــې نه
څوكــــــــــه مې غرور شــولـو لمبې لمبې
تــا چــې راتـه وي خـــو، تلــم به ولــې نه
۱/۶/۶۸
دا چـــې ژړلـــي ژړيــــدلــــى نه شم
لكـــه پخــــوا زه خنــــديــــدلى نه شم
ويناوال: صديق الله بدر
د عشق بلا
پروت د جنون دي چـې په در ليوني
اخلــي بــلا د عشــق په ســـر ليوني
ويناوال: صديق الله بدر
د زړه خبرې
چــې راته كله كــــــړې په خوله خبرې
ماتـــــــه معلــــــومې شي د زړه خبرې
ويناوال: صديق الله بدر
د ارمان رضا
چــــــې دې خندا ته عشقه ما كـــــړې ده
ووايـــــــه داسې ژړا چا كــــــــــــــــــړې ده
د اوښكو رمې
خــــــولې ته مو نه راځــي د خوند خــبـره
له مــــــــــوږه هېـــــــــــره ده د ژوند خــبره
رپوټ: صدیق الله بدر
د ايمل پسرلي نمانځغونډه
د افغانستان د نړيوال ژورناليزم مركز او د ژورنالستانو د دفاع كميټې، د نوموړي مركز په ودانۍ كې، د يوې غونډې په جوړولو سره د هيواد د ځوان دقيق ژورنالست او نوښتګر ليكوال ايمل پسرلي، نمانځنه وكړه.
په دې غونډه كې، د هيواد ګڼو ليكوالو، شاعرانو، ژورنالستانو او د ايمل پسرلي يو شمېر مينه والو برخه اخيستې وه. څو تنو ليكوالو او ژورنالستانو د ښاغلي ايمل پسرلي د ادبي او ژورنالستيكي هاندوهڅو په اړه خپلې ليكنې او ويناوې واورولې.