ويناوال: صديق الله بدر

                  د سترګو تږى سيند

 

عشقـــــــه راوغځــــوه لاس د بنګـــړو خوب ويني

د زړه تــــارونــه مې ويـــده د نغمـــو خــوب ويني

زمـا د ســـترګـــو په هنـــدارو د بــاران تصوير ته

مـــړاوى ګـــــلاب مې د زړګي د وږمو خوب ويني

زما ملـــــت تــه ازميښـــت كـــې د خليـــل دعـــا ده

د وخـــت په لېچــــو هـــره شپـه د لمبو خوب ويني

چـې هره شپه يې په هنــــــــــــــدارو ځليدل خوبونه

اوس مــــــې د سترګو تـږى سيند داوبو خوب ويني

 مينه كـــې بدر لاس نيولــــــــــــى د عارفو او ښــكو

 دې مـريدى كــې هره شپه د تســـــــــبو خوب ويني

۲۷/۳/۱۳۷۸