شعر: د احساس قرباني
ويناوال: صديق الله بدر
د احساس قرباني
دا چـــې ژړلـــي ژړيــــدلــــى نه شم
لكـــه پخـــوا زه خنــــديــــدلى نه شم
راتــــه كــــوم چــا قسم په تا راكړي
نن چـــې دې كلــي ته درتللــى نه شم
دا خــــو حـــالاتو مجـــبور كـړى يمه
چې دې پــه مينـــه ښكلـــــولـى نه شم
هم مـــې ژړا هــــم مـې خندا هېره ده
چې په هيڅ رنګ درته كتلــــى نه شم
ده مجبورة ته د احســــــــــاس قرباني
څه چې زه غـــواړمـــه ويلـــى نه شم
۲۰/۴/۶۸
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۲/۲۲ ساعت 6:4 PM توسط صديق الله بدر
|