شعر: د ښېرو بام
ويناوال: صديق الله بدر
د ښېرو بام
ګــــورئ زماكه شوله ساه په خـتو
بـــام د ښېرو ته ده ليـــلا په خـــتو
له ډېــــرې مينې كه له كـبره دي دا
چـــې مې په ولو ده اشـــــنا په خـتو
هره شيـــبه مــې دې ژړا ژړا شــي
كه شي له خولې نه مې خنـدا په ختو
رڼا د دوه ســــــترګو يې مـل ده زما
لمره چې نه يمـــــــــه دا ستـا په ختو
بدره څه تندر خـــــو به نه رالوېږي
كه مې له خولې نه شي رښتيا په ختو
۱۱/۹/۷۰
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۲/۲۲ ساعت 7:12 PM توسط صديق الله بدر
|