ويناوال: صديق الله بدر

څلوريزې

 

 

      لا غوسه غوسه شه قهرېدلې راته وګــــــوره

       ټكنده غرمــه شــــــه قهــرېدلې راتـــه وګوره

       لامې منصوري خماري تنده اورنــۍ چې شي

                                       لا د دار نشــــــه شـــه قهرېدلې راتــه وګــوره

جانانه ستا نه به همداسې لور په لور ګرځم

چې ملنګي مې غوره كړې كور په كور ګرځم

په پر هرونو چې د خوږ زړګي ارمان وځي

څه مې خودي چې به په تمه د ټكور ګرځم

***

بيا ګردجنې چې كوڅې مو د زړګو دي

ګو درونه د نظر په وچېدو دي

په چمن كې د ګل سترګې شوې نمجنې

چې اغزنې فضا ګانې د سپرلو دي

***

د ليونتوب ټولې كانې كومه

تا ته دعا ځان ته ښېرې كومه

مينې حيرانې سترګې څه را ګورې

څه چې كومه ستا د ښې كومه

***

څه شو جانانه كه ارزان خرڅېږي

مينه كې زړونه په تاوان خرڅېږي

چې يې خندل هو سپرستو پورې

هغه له مينې نه قربان خرڅېږي

***

زړه مې لوګو او اسويلو ونيوه

ستا د خندا د اور لمبو ونيوه

د خپل ارمان په وينو سور ليونى

هغه دى مري بدر سلګو ونيوه

***

سترګو نه په غم كې اوښكې تويې شي

راشي زما اوښكې خوشالۍ كې هم

تاب كه مې دې وخته د قيد نشته هم

تنګ مې شي زړګى ستا ازادۍ كې هم

***

د عشق انځور د سترګو جنګ كې نغښتى

زموږه ژوند د وينو رنګ كې نغښتى

دا سندريز د ګودرونو ښايست

د منګو شور د بنګړو شرنګ كې نغښتى

***

لا زما په ژبه چې شپيلۍ شپيلۍ غزل شين دى

غره كې د زړګي زما د زلفو دې ځنګل شين دى

شاړې دا كوڅې لارې چې ماته شاړې نه ښكاري

لا خو هر قدم كې يې زما د اشنا پل شين دى

***

په خپل وطن وطن وطن ژاړم

د يار سالو د ځان كفن ژاړم

د پسرلي كاروان په لاره لوټ شو

ګلونه ژاړمه ګلشن ژاړم

***

كله ورك شمه له ځانه كله ورك شمه په ځان كې

كله خاوروكې اوسېږم كله سترګو د جانان كې

داسې زړه مې ورك له وركې چې له وركې پسې ورك دى

څه خو شته دي خامخا راته ښكارېږي په ارمان كې

***

په لګېدو چې وې ډيوې مـړې شوې

د انتظارغېږه كې شپې مــړې شوې

خوند په سبا كې د سبـــا چې نه شته

د ژوند باور هغه وعدې مړې شوې

۱۳۷۴

                                                    وعدې د نن چې په سبا تېروي

                                                      هر خبره په خندا تېروي

                                                     مينه كې بام ته د كبرونو خېإي

                                                     هره روا په نا روا تېروي

                                                                   .....

                                              چې كوڅې د يار د مكر خندا واخلي

                                                    ليوني به ليوني په كاڼو ولي

                                         لا چې سر په سر رندان جامونه تش كړي

                                               لا په سر سر به ساقي په كاڼو ولي