شعر: څلورېزې
ويناوال: صديق الله بدر
څلورېزې
دا وختونه كه نغمې نغمې د نور شي
نصيبونو كې زموږه سور تنور شي
چــــې بد نامه وي د مينې ليوني وي
بدره كلي كې زموږ ه هغه چور شي
***
د اور په څڼو ځنګېدلې ځواني
سو ځوو خپله سوځېدلې ځواني
ست ته كتلي مو د سترګو د جام
ګرځو چې داسې جل وهلې ځواني
***
بارن د اوښكو مې اشنا چې په شېبو ښكاري
ميرې د مينې او وفا په وچېدو ښكاري
د خپلې مينې د ارمان په وينو سره دي چې تل
زموږ كوڅې ښكلې په داسې ليونو ښكاري
***
ښكلې دې چې عشقه د ارمان سندرې وليكم
وايي ليونتوب مې د زندان سندرې وليكم
څو به د جانان ټنډه تروه وي و به نه خاندي
څو به ورته زه د جان قربان سندرې وليكم
***
چې له سترګو نه په زړونو پريوتلي
ليوني داسې مقام ته رسېدلي
ښكلو راشئ د غرور سرونه تيټ كړئ
لوى لوى غرونه مو ليدلي نړېدلي
***
هغه خبره دې رښتيا ښكارېږي
پټه له هر چا چې په ډار كې كوې
وا مبارك دې لېونتوب شه بدره
خبرې ځان سره په لار كې كوي
***
چې بې سته د جنت په لوري نه ځي
پښتانه خو د پښتو د پت په پله ځي
نورې لارې كه هم وتې دي منزل ته
زه په هغه لاره ځمه چې مې زړه ځي
***
څه مې پوښتې له اغاز او له انجام
چې مې ګورې همدغه يمه تمام
سراسر زه لېونى يم ليونتوب يم
سراسر مې نه سكون شته نه ارام
***
واړوه كاته دې ښه ترخه اشنا
هغه كوه غواړي چې دې زړه اشنا
بدر ته دې هو چېرې ونه كړله
ودې سېزه ټول عمر په نه اشنا
***
عشقه ستا په غېږه كې د خوب دعا
شوې ده زما د ليونتوب دعا
كوم خلك چې ګورې ليوني ګرځي
شوې د هغو د مينتوب دعا
***
موږه چې ګرځو داسې خوارې سترګې
د ساقي خپلې دي خمارې سترګې
زموږ په حق دا فيصله شوېده
ملګرو ګرځو چې لا چارې سترګې
***
زه ورته كومه هره ساه دعا
يار راته كوي كه نه كوي دعا
۱۳۷۲
******************
كله په جام او مينا ماتېږي
زما چې نتده ياد كې ستا ماتېږي
د ليونو زور كه دې ولېد لو
رقيبه سر دې خامخا ما ماتېږي
___
دا خو چې ښه خندا ته جوړه نه ده
زما د زړه خندا ته جوړه نه ده
دا چې يې وايي په ژړا يې وايي
د بدر خوله خندا ته جوړه نه ده
__
د ژوند چې ټولې ورځې شپې وژاړم
بې وفا څومره دې وعدې وژاړم
چې خندومه دې خواږه يادونه
خو د غمونو به ترخې وژاړم
__
عشقه چې ستا په نوم مجبور ښه دي
دا ليوني زړونه ناسور ښه دي
چې د رښتيا په مينه دار ته درومي
بدره ياران لكه منصور ښه دي
___
عمري قيدي يم د ژړا زه څنګه وخاندمه
چې خوله مې نه شته د خندا زه څنګه وخاندمه
دا خو چې وايې په بې نمو سترګو مه راګوره
بدر چې ستا غواړم رضا زه څنګه وخاندمه
___
شك د وفا شته دى كه هم ښكلو كې
موږه په يقين يې د دوعدې ورځو
دا چې هره لاره په منزل وځي
خوښه مو په هغه كه په دې ورځو
___
مينې چې نوم دې ښه په شور اخلي
د غسې زړونه به خو د اور اخلي
جانان راګوري خو چې سم نه ګوري
بدره زړګى به مې څه زور اخلي
___
دا چې پوه شوم په بيګانه او سبا نه
ما له عشقه ژړا زده كړه خندا نه
بدره داسې جنتي ګناهكار نه شته
چې دې ټول عمر ثواب كړي ګناه نه
___
مينې ته هر قدم مجبور زړګى
په دار زنګېږي مې منصور زړګى
ستا د ستم دا مهربانې سترګې
چاته مې وښيم ناسور زړګى
___
سيندونه ژړامه د جال په لمن
اورونه ګرځوم د خيال په لمن
بخت چې د خپلې مينې ژاړم بدره
د خير ګراني شوله د سوال په لمن
___
د رقيب چې په نظر د مينې بد يم
د دې كلي په كوڅه كوڅه بلد يم
ليوني دې ګناهكار ورپېژندلي
زمانې د رواياتو دې چې ضد يم
___
د دنيا كه د حالاتو هر څه تول وي
د ملنګو يو اميد وي بل كچكول وي
رقيبان له بدره داسې تاو را تاو دي
ليوني ځينې واړه لكه راټول وي
۱۳۷۳
************************
لا غوسه غوسه شه قهرېدلې راته وګوره
ټكنده غرمه شه قهرېدلې راته وګوره
لامې منصوري خماري تنده اورنۍ چې شي
لا د دار نشه شه قهرېدلې راته وګوره
***
جانانه ستا نه به همداسې لور په لور ګرځم
چې ملنګي مې غوره كړې كور په كور ګرځم
په پر هرونو چې د خوږ زړګي ارمان وځي
څه مې خودي چې به په تمه د ټكور ګرځم
***
بيا ګردجنې چې كوڅې مو د زړګو دي
ګو درونه د نظر په وچېدو دي
په چمن كې د ګل سترګې شوې نمجنې
چې اغزنې فضا ګانې د سپرلو دي
***
د ليونتوب ټولې كانې كومه
تا ته دعا ځان ته ښېرې كومه
مينې حيرانې سترګې څه را ګورې
څه چې كومه ستا د ښې كومه
***
څه شو جانانه كه ارزان خرڅېږي
مينه كې زړونه په تاوان خرڅېږي
چې يې خندل هو سپرستو پورې
هغه له مينې نه قربان خرڅېږي
***
زړه مې لوګو او اسويلو ونيوه
ستا د خندا د اور لمبو ونيوه
د خپل ارمان په وينو سور ليونى
هغه دى مري بدر سلګو ونيوه
***
سترګو نه په غم كې اوښكې تويې شي
راشي زما اوښكې خوشالۍ كې هم
تاب كه مې دې وخته د قيد نشته هم
تنګ مې شي زړګى ستا ازادۍ كې هم
***
د عشق انځور د سترګو جنګ كې نغښتى
زموږه ژوند د وينو رنګ كې نغښتى
دا سندريز د ګودرونو ښايست
د منګو شور د بنګړو شرنګ كې نغښتى
***
لا زما په ژبه چې شپيلۍ شپيلۍ غزل شين دى
غره كې د زړګي زما د زلفو دې ځنګل شين دى
شاړې دا كوڅې لارې چې ماته شاړې نه ښكاري
لا خو هر قدم كې يې زما د اشنا پل شين دى
***
په خپل وطن وطن وطن ژاړم
د يار سالو د ځان كفن ژاړم
د پسرلي كاروان په لاره لوټ شو
ګلونه ژاړمه ګلشن ژاړم
***
كله ورك شمه له ځانه كله ورك شمه په ځان كې
كله خاوروكې اوسېږم كله سترګو د جانان كې
داسې زړه مې ورك له وركې چې له وركې پسې ورك دى
څه خو شته دي خامخا راته ښكارېږي په ارمان كې
***
په لګېدو چې وې ډيوې مـړې شوې
د انتظارغېږه كې شپې مــړې شوې
خوند په سبا كې د سبـــا چې نه شته
د ژوند باور هغه وعدې مړې شوې
۱۳۷۴
كله په جام او مينا ماتېږي
زما چې نتده ياد كې ستا ماتېږي
د ليونو زور كه دې ولېد لو
رقيبه سر دې خامخا ما ماتېږي
___
دا خو چې ښه خندا ته جوړه نه ده
زما د زړه خندا ته جوړه نه ده
دا چې يې وايي په ژړا يې وايي
د بدر خوله خندا ته جوړه نه ده
__
د ژوند چې ټولې ورځې شپې وژاړم
بې وفا څومره دې وعدې وژاړم
چې خندومه دې خواږه يادونه
خو د غمونو به ترخې وژاړم
__
عشقه چې ستا په نوم مجبور ښه دي
دا ليوني زړونه ناسور ښه دي
چې د رښتيا په مينه دار ته درومي
بدره ياران لكه منصور ښه دي
___
عمري قيدي يم د ژړا زه څنګه وخاندمه
چې خوله مې نه شته د خندا زه څنګه وخاندمه
دا خو چې وايې په بې نمو سترګو مه راګوره
بدر چې ستا غواړم رضا زه څنګه وخاندمه
___
شك د وفا شته دى كه هم ښكلو كې
موږه په يقين يې د دوعدې ورځو
دا چې هره لاره په منزل وځي
خوښه مو په هغه كه په دې ورځو
___
مينې چې نوم دې ښه په شور اخلي
د غسې زړونه به خو د اور اخلي
جانان راګوري خو چې سم نه ګوري
بدره زړګى به مې څه زور اخلي
___
دا چې پوه شوم په بيګانه او سبا نه
ما له عشقه ژړا زده كړه خندا نه
بدره داسې جنتي ګناهكار نه شته
چې دې ټول عمر ثواب كړي ګناه نه
___
مينې ته هر قدم مجبور زړګى
په دار زنګېږي مې منصور زړګى
ستا د ستم دا مهربانې سترګې
چاته مې وښيم ناسور زړګى
___
سيندونه ژړامه د جال په لمن
اورونه ګرځوم د خيال په لمن
بخت چې د خپلې مينې ژاړم بدره
د خير ګراني شوله د سوال په لمن
___
د رقيب چې په نظر د مينې بد يم
د دې كلي په كوڅه كوڅه بلد يم
ليوني دې ګناهكار ورپېژندلي
زمانې د رواياتو دې چې ضد يم
___
د دنيا كه د حالاتو هر څه تول وي
د ملنګو يو اميد وي بل كچكول وي
رقيبان له بدره داسې تاو را تاو دي
ليوني ځينې واړه لكه راټول وي
۱۳۷۳
************************
لا غوسه غوسه شه قهرېدلې راته وګوره
ټكنده غرمه شه قهرېدلې راته وګوره
لامې منصوري خماري تنده اورنۍ چې شي
لا د دار نشه شه قهرېدلې راته وګوره
***
جانانه ستا نه به همداسې لور په لور ګرځم
چې ملنګي مې غوره كړې كور په كور ګرځم
په پر هرونو چې د خوږ زړګي ارمان وځي
څه مې خودي چې به په تمه د ټكور ګرځم
***
بيا ګردجنې چې كوڅې مو د زړګو دي
ګو درونه د نظر په وچېدو دي
په چمن كې د ګل سترګې شوې نمجنې
چې اغزنې فضا ګانې د سپرلو دي
***
د ليونتوب ټولې كانې كومه
تا ته دعا ځان ته ښېرې كومه
مينې حيرانې سترګې څه را ګورې
څه چې كومه ستا د ښې كومه
***
څه شو جانانه كه ارزان خرڅېږي
مينه كې زړونه په تاوان خرڅېږي
چې يې خندل هو سپرستو پورې
هغه له مينې نه قربان خرڅېږي
***
زړه مې لوګو او اسويلو ونيوه
ستا د خندا د اور لمبو ونيوه
د خپل ارمان په وينو سور ليونى
هغه دى مري بدر سلګو ونيوه
***
سترګو نه په غم كې اوښكې تويې شي
راشي زما اوښكې خوشالۍ كې هم
تاب كه مې دې وخته د قيد نشته هم
تنګ مې شي زړګى ستا ازادۍ كې هم
***
د عشق انځور د سترګو جنګ كې نغښتى
زموږه ژوند د وينو رنګ كې نغښتى
دا سندريز د ګودرونو ښايست
د منګو شور د بنګړو شرنګ كې نغښتى
***
لا زما په ژبه چې شپيلۍ شپيلۍ غزل شين دى
غره كې د زړګي زما د زلفو دې ځنګل شين دى
شاړې دا كوڅې لارې چې ماته شاړې نه ښكاري
لا خو هر قدم كې يې زما د اشنا پل شين دى
***
په خپل وطن وطن وطن ژاړم
د يار سالو د ځان كفن ژاړم
د پسرلي كاروان په لاره لوټ شو
ګلونه ژاړمه ګلشن ژاړم
***
كله ورك شمه له ځانه كله ورك شمه په ځان كې
كله خاوروكې اوسېږم كله سترګو د جانان كې
داسې زړه مې ورك له وركې چې له وركې پسې ورك دى
څه خو شته دي خامخا راته ښكارېږي په ارمان كې
***
په لګېدو چې وې ډيوې مـړې شوې
د انتظارغېږه كې شپې مــړې شوې
خوند په سبا كې د سبـــا چې نه شته
د ژوند باور هغه وعدې مړې شوې
۱۳۷۴