شعر: د نظر تار
ويناوال: صديق الله بدر
د نظر تار
چې مې نظر په كــومه لار خوږېږي
قــدم قــدم پــه پـلو د يــار خـوږېـږي
شيخه د مرګ ګـواښ راته څــله كوي
زما خو سر په ســـر د دارخــوږېـږي
د وينــو ســره زمــا د زړه جــانــانــه
د اننـګيـــو دې پــه قـــار خــوږېــږي
دا چې پــه وار كې بې وارۍ واخيستم
خو بې واري مې هـم په وار خوږېږي
عشـــقه زمـــ د اميـــدونـــو ستـــرګې
ستــا د نظـر پـه هـر يــو تار خوږېږي
ستـرګې د يـار به شــي خــوږې په بدر
چې مړې سترګې په ما خوار خوږېږي
۱۴/۳/۱۳۷۳
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۲/۲۷ ساعت 4:21 PM توسط صديق الله بدر
|