شعر: د شعور رڼا
ويناوال: صديق الله بدر
د شعور رڼا
څــو خــو كه مجبـــور او كه مختار يمه
شيــــــــــــــخه ســم روان پخپله لار يمه
څه دې وې چــې ستا په پلونو تلل وكړم
دا لكــــــــــــــه دا ستــا چې په اختيار يمه
لا چې څــــــــــه اميد مـــې تخنوي زړګى
لا خــــــــــــــــو د هغې ښكلې په كــار يمه
څنګـــــــــــه ميخانې نه لاس په سر شمه
لا خــــــــــــو چې خمار يمه هوښيار يمه
تلــــــــــــه د خپل شعور چې په رڼا كوي
بــــــــــــــــــــــدره د هغو يارانو يار يمه
۱۴/۱۱/۱۳۷۱
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۲/۲۲ ساعت 7:32 PM توسط صديق الله بدر
|