شعر: غزل
ويناوال: صديق الله بدر
غزل
بيا دې ژړېــږمــه وعــدې پــه سلګو
بيــا لـه مــاښــامه دي ډېوې په سلګو
ياران په ځان پورې يې چېرته اخلي
كــه نــه اشــنا دي يــارانــې په سلګو
بيــا دې زمــا پــه اوښكــو وخنــدلـې
بيا راستنې دې كړې جرګې په سلګو
ګوره زګېـروي زمـا د پــاكــې ګنــاه
خولــې ته مې راغللې تو بې په سلګو
سهر ماښـام چې په كې ورك وم بدره
هغه د مينــې دي كــوڅــې پــه سلـګو
۹/۲/۱۳۷۴
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۲/۲۷ ساعت 4:58 PM توسط صديق الله بدر
|