ويناوال: صديق الله بدر

نيم نظر

 

هــــره ســاه چــې ساه ختلې زنده ګي ده

غــــريبي ده مجـــبوري ده پـريشانـي ده

هـــــــره ورځ د نهيليـــــو مــاتمــــونـــــه

هـــره ورځ د ارمــانــونــو قــربــاني ده

دا چې نيم نظر يې خور اوربل ته ګورم

دا زما د يار په غــم كــې ستــومــاني ده

ليوني دي خپل نظـــر په كاڼو مات كړي

چـې تــرڅـــو د رقيبـــانـــو واكمنـــي ده

چې كـوڅه په كوڅه خير غواړمه ګرځم

بـــدره مينـــه كــې مـــې برخه ګدايي ده

۱۴/۹/۱۳۷۳