ويناوال: صديق الله بدر

 د ګران او فاضل استاد پوهاند رشاد د ۷۴ كالېزې په درنښت

 

غزل

 

ټول موسمونه پســـــــــــــــرلي غواړمه

د ژوند ګلونــــــــه دې موسكي غواړمه

                                             د غمو سترګـــــــــې درته مه شه چېرې

تل دې په ژونـــــد كې خوشالي غواړمه

چې وي بـــــــــې خوده د خودۍ په مينه

ژوندي همـــــــــــــداسې ليوني غواړمه

د پــيغـــلـــــې مينــــې د وربـــل ګلـــونه

د احســـاســـــــــاتو مــې زلمــي غواړمه

يون چې تكـــــــــل وي د ازمون په لاره

د ميړني قـــــــــــــــــــام ميړني غواړمه

د نن له ســــــــــــترګو نه اورونه اوري

ګلونــــــــــــــــه سترګې پروني غواړمه

د قام چــــې مات انځور پيوند كړي زما

روښان، احمد، خوشال، هجري غواړمه

۲۴/۸/۷۴