ژباړه: هاینریش بل څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

هاینریش بل څه ډول لیکل کول؟

 

 


هاینریش تیودور بل په ۱۹۱۷ کال د المان په کولن کې زېږېدلی او په ۱۹۸۵ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. بل له ۱۹۳۹ کال نه تر ۱۹۴۵ پورې د دویمې نړیوالې جګړې په ډګرونو کې پاتې شوی او تر جګړې وروسته لکه د یوه ځلېدونکي ستوري په شان د المان د ادبیاتو په اسمان کې راڅرګند او تر پايه ځلېدونکی پاتې شو.
ریل ګاډی په وخت راورسېد، آدمه چېرته وې؟، د ځوانۍ د کلونو ډوډۍ، تور پسونه، یو ټکی يې هم ونه ویل، د یوه جوکر عقیدې، پرښتې چوپتیا غوره کړه، میراث، امنیتي شبکه، مساپره اسپا ته راځې؟ او په نهه نیمې بجې د بیلیارد لوبه د هاینریش بل غوره اثارو کې شمېرل کېږي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي هم دي.

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: د ((بدل شوي سړي)) د كيسو موضوعات

زما د کیسو پر دويمې ټولګې د ښاغلي محب زغم لیکنه

 

د ((بدل شوي سړي)) د كيسو موضوعات

 

ځينو روابطو ته مشكله ده، چې سړى نوم وركړي. سړى په ژوند كې له ځينو داسې كسانو سره مخ كېږي، چې غواړي د زړه له تله ورته احترام وكړي، چې ورسره بې مطلبه مينه وكړي. سړى چې داسې كس لپاره يو كار ترسره كړي، خوند ځنې اخلي، د هغه په درد دردېږي او په خوښۍ يې خوشحالېږي. دې رابطې ته د نوم وركول هغه مهال سختېږي، چې مقابل لورى دې نجلۍ يا ښځه وي. دې رابطې ته مينه نه شې ويلى، ځكه چې هغه تمه، چې له معشوقې يې لرې له هغې يې نه لرې، داسې كس خور نه شې بللې، ځكه چې له خور سره دومره صميميت نه شې كولاى، ډېرې خبرې دي، چې خپلې خور ته يې نه كوې؛ خو هغې ته يې كوې.

ادامه نوشته

تا چې څه ویلي: بدل شوی سړی

زما د کیسو پر دويمې ټولګې(بدل شوی سړی) د ښاغلي اجمل پسرلي لیکنه

بدل شوی سړی

                                                                         
کيسه د ادبياتو هغه برخه ده، چې ډډه يې پر تخيل کړې او ولاړه پر حقيقت ده. د صديق الله بدر کيسو حقيقت ته دومره اوږه ورکړې، چې د خيال برخه يې کمرنګه ښکاري.
د « بدل شوي سړي» د کيسو موضوعات هغه دي، چې له تېرو نژدې لسوکلونو يې هره ورځ افغانان اوري. يو ځای ماشوم اختطافېږي، بل ځای قوماندان تېری کوي، په بله کيسه کې له ښځو سره زياتی کېږي، پر لږ عمره ماشومانو کار کېږي، قانون نه تطبقېږي، يو بهر ته قاچاقي ځي، بل په ټوپک پيسې ګټي او يو د ځان مرګي بريد هڅه کوي...
 ليکوال يوازې کرکټرونه له شاوخوا نه دي راټول کړي، ورځني وسايلو ته يې هم پام کړی دی، د چلنج په نامه کيسه کې دوه ياران په موبايل ميسجونه تبادله کوي، د ويبلاګ په کيسه کې پر ويبلاګ خبرې کېږي او له کمپيوټره کار اخيستل کيږي...

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: یادښت

د (سيد جمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا) پر ژباړې د استاد حبیب الله رفیع یادښت

يادښت

د ۱۳۵۵ كال په ژمې کې د شهيد محمد داؤد خان په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت د خپلې ملي كلتوري پاليسۍ له مخې، چې وخت په وخت يې د هېواد د لويو علمي،ادبي، سياسي او ملي هستيو په ياد سيمينارونه جوړول، نو د ختيځ د لوى نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني د مړينې اتيايم تلين يې هم د يوه پرتمين سيمينار په ترڅ كې ولمانځه، چې په دې سيمينار كې گڼو افغاني او بهرنيو پوهانو او عالمانو د سيد د مبارزو او ژوند په باب مقالې واورولې او په هره مقاله بحث او څېړنې وشوې، خو مخكې له دې، چې له دود سره سم د دې مقالو مجموعه خپره شي، په هېواد كې د ۵۷ كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه، چې كمونست او له پردو سره تړلي دولت نه يوازې دا، چې د دغو مقالو د ټولګې له خپرېدو سره مخالفت وكړ ، بلكې د سيد جمال الدين افغاني په نامه اخيستلو هم – له دې کبله، چې د نوي اسلامي او مبارز غورځنګ بنسټ اېښودونكى ؤ، بنديز ولګېد او د كمونيزم د لوى دښمن په سترگو ورته كتل كېدل.

د سيد جمال الدين افغاني په دې درانه سيمينار كې د هېواد لوى عالم او فيلسوف شهيد پوهاند ډاكتر سيد بهاء الدين مجروح هم، د سيد د نړيوال فكر په ارتباط يوه له نوښته ډكه درنه مقاله درلوده، چې په كې د ختيځ او لويديځ د فرهنګ او تمدن سره د مقابلې او ټكر په اړوند ژوره څېړنه شوې وه، چې افغانان او ټول مسلمانان يې ځان پېژندنې ته وربلل.

ادامه نوشته

تا چې څه ویلي: ((بدر)) او ((د باران انځور))

د باران انځور پر شعري ټولګې د استاد نورالحبیب نثار سریزه

 

((بدر)) او ((د باران انځور))

 

د بدر او باران چې سره نه ده جوړه، نو دغه د انځور خبره په کې بيا له کومه راغله! ځکه چې بدر وي، باران به نه وي او چې باران وي، نو بويه چې بدر نشته. خو تخيل داسې يوه وړتيا ده چې په مرسته يې د بدر په شپه هم د باران شيبې انځورېدلی شي. بدر دی او که باران، دواړه، نږه عاشقانه او عارفانه ښکلا لري.

د باران انځور د ښاغلي صديق الله بدر هغه شعري تابلو يا ټولګه ده چې د افغانانو د اسکېرلي ژوند خد و خال په کې له ورايه ښکاري. که د انګرېز شاعر کيټس په وينا، رښتينولي ښکلا او ښکلا رښتينولي وي، نو د بدر شعر د رښتينولۍ او ښکلا دواړو هنداره ده. ده په خپله شاعرۍ کې زياتره د ولس د لالهانده ژوند، تنګسو او ناکراريو ذکر او فکر کړی دی.

ادامه نوشته

تا چې څه ویلي: د لونګو دريڅې؛ پنځه، كه لا ډېرې؟

د لونګو دريڅې پر دویم ټوک د ښاغلي لیکوال محب الله زغم سریزه

 

د لونګو دريڅې؛ پنځه، كه لا ډېرې؟

 

ښاغلي صديق الله بدر د كليد راډيو ادبي خپرونې ته ((د لونګو دريڅې)) نوم وركړى و. دغه خپرونه له نورو ټولو ادبي فرهنګي خپرونو بېله وه، بدر له نوښته كار اخيست، زحمتونه يې ايستل او خپرونه يې داسې جوړوله، چې بل چا نه وه جوړه كړې.

اوس يې د همدې خپرونو متن د كتاب په بڼه چاپ ته چمتو كړى دى او كتاب ته يې هم هماغه نوم ((د لونګو دريڅې)) غوره كړى دى. دغه نوم د كتاب له محتوا سره له دې نظره اړخ لګوي، چې دريڅې يادوي يعنې يوه دريڅه نه ده، څو دريڅې دي. يو خو كتاب په څو ټوكو كې چاپېږي، چې هر ټوك يې بېله دريڅه بللى شو او بل دا چې د كتاب په هر ټوك كې ګڼې دريڅې شته. موږ له هرې درېڅې د يوې ځانګړې ښكلا ننداره كولاى شو. ما په كې دغه دريڅې وموندې.

ادامه نوشته

تا چې څه ويلي: بدل شوی سړی

بدل شوی سړی : احسان الله درمل

 
ادبې ليكنې


بدل شوی سړی د ښاغلي صدیق الله بدر د لنډو کیسو دویمه ټولګه ده، چې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې په ۱۳۱مخونو کې چاپ شوې ده. دا کتاب، چې ۲۱ لنډ کیسې په کې راغلي، دانش خپرندویه ټولنې په لغمان کې د نومیالي غازي محمدشاه خان بابکرخیل د یادغونډې په ویاړ خپور کړی دی. پر کتاب د داستاني ادبیاتو دوو لیکوالو او کره کتونکو هر یو ښاغلیو اجمل پسرلي او ډاکتر محب الله زغم په زړه پورې سریزې لیکلې دي.



        د بدر کیسې له موضوعي پلوه پوره غني دي، د هغه کابو ټولې کیسې د خپلې ټولنې د زمان او مکان په دایره کې پیل او پای مومي.د هنر د کره کتونکو په اند مستقیم واقعیتونه د هنر لوی دښمنان دي. لنډه کیسه هم د هنري ادبیاتو هغه ژانر دی،چې که پر تخیل تکیه ونه کړي؛ نو د هنر په برخه کې پرې د بحث ساحه تنګه ده. له نیکه مرغه د بدر کیسې، له استثناّتو پرته، پر تخیل ولاړ واقعیتونه دي. د دې کیسو یو بل کمال دا دی، چې که لوستونکي یې له بدر سره بلد وي؛ ممکن ځینې کیسې یې پر بدر تیرې شوې سړې تودې وبولي، ځکه د زمان او مکان له قرینو یې د کیسه لیکوال ژوند، د کار ځای او خویونه د سړي مخته دریږي. په ادبیاتو کې د رښتیاتوب غوندې عنصر یو بل مهم اړخ دی، چې هنري اثار د پام وړ ګرځوي.
بدر پر خپلو ځینو کیسو تر پای ته رسیدو وروسته تبصرې کړي دي، چې د لنډې کیسې ننۍ تیوري ورسره په ټکر کې ده. زما په خیال که د البوم په نوم کیسه پر هغې له شوې تبصرې پیل وای، نو د تلوسې د ایجاد لا زورور ځواک به یې درلود، ځکه چې د داستاني ادبیاتو د کره کتونکو په اند د لنډې کیسې ماڼۍ باید د ننیو هندي فلمونو په څیر له بامه د بنسټ په لور ودانه شي.
له لویه سره د بدر کیسې زموږ د ټولنیز ژوند د بیلا بیلو اړخونو د تصویرونو هندارې دي، چې د ښکلې داستاني ژبې او اړین تخیل په مریو ښکلې شوې دي.
تته کړیکه د ښاغلي بدر د کیسو لومړۍ ټولګه وه. بدر د پښتو ادبیاتو په روان بهیر کې یاده څیره ده، چې د کیسو پر دوو ټولګو سربیره د شعرونو دوې ټولګې او یو شمیر نور تاریخي او څیړنیز اثار لري. د بدر د ژوند او استعداد څانګوره ونه دې تازه او شنه وي.

ادامه نوشته

زباړه: تي اوبرت څه ډول لیکل کوي؟

زباړه/ صدیق الله بدر

 

تي اوبرت څه ډول لیکل کوي؟

تي اوبرت هغه لیکواله ده چې باور لري د یو څه د ښه انځورولو لپاره یو څه باید تجربه کړي. نوموړې د خپل لومړني ناول (د زمري مېرمن) د لیکلو لپاره ډېر خطرناک ښکار ته مټې ونغښتې.

تي اوبرت د ۱۹۸۵ د سپتمبر په ۳۰ د یوګسلاویا په بلګراد کې زېږېدلې او تر ۱۹۹۲ پورې هلته له خپلې مور، نیا او نیکه سره و اوسېده. د یوګسلاویا د جګړو په مهال لومړی قبرس او له هغه ځایه له خپلې کورنۍ سره قاهرې کډه شوه. خو وروسته تي اوبرت او مور يې امریکا ته لاړل. اوبرت په امریکا کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او دمګړۍ په نیویارک کې اوسي.

همینګوې او مارکز د اوبرت د خوښې لیکوال دي. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۵ کلنۍ په عمر د اورنج ادبي جایزه خپله کړه او د نړۍ په کچه د یوې ښې لیکوالې په توګه يې شهرت ترلاسه کړ.

ادامه نوشته

ژباړه: کامیلو خوسه سیلا څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صديق الله بدر

 

کامیلو خوسه سیلا څه ډول لیکل کول؟

 

کامیلو خوسه سلا اسپانیايي شاعر او لیکوال دی، هغه په ۱۹۱۶ کال زیږېدلی او په ۲۰۰۲ کې مړ شوی دی. کامیلو له طبي زده کړو وروسته لیکوالۍ ته مخه کړې. د پاسکوال دو ارته کورنۍ د هغه لومړنی لیکل شوی ناول دی چې د همدې اثر له کبله نړیوال شو.

د خوسه سیلا ۱۴ ناولونه، پنځه شعري ټولګې او ۱۷ سفرنامې چاپ شوې دي. د ورځې په مشکوکه رڼا کې قدم وهل(شعري ټولګه)، د پاسکوال دوارته کورنۍ، خورې ورې وريځې، کالیسیایي او خدمتګاره يې، د ارام لپاره ځای، د لاساریو دو تورس بدې ورځې او نوې ماجراوې، الکاریا ته سفر(سفرنامه)، کندو او بلوند د کامیلو په غوره آثارو کې راځي.

ادامه نوشته

لنډه کیسه: وسوسه

لنډه کیسه/ صديق الله بدر

وسوسه


د مېز له روک څخه یې یو قلم راواخیست او د یادښت د کتابچې بر سر یې کېښود. ښکته پورته یې ورته وکتل: ښکلی دی خو لا کارولی مې نه دی، هسې نه بند شي، کار ونه کړي.
قلم یې بېرته د مېز په روک کې کېښود، لومړی یې د خپلې کرتۍ جېبونه وپلټل: نه، نه! په بیګ کې په مې ایښی وي. د مېز تر څنګه یې ایښی بیګ راواخیست، د مېز پر سر یې کېښود. ښه یې لټ په لټ کړ خو ورپه یاد شو چې پرون اداري مدیر د سندونو تر امضا اخیستلو وروسته د ده قلم هم به خپل جېب کېښود، موسکی شو: یو قلم ته هم ناست دي، ورته په زنګ ووهم چې رایې وړي.

ادامه نوشته

ژباړه: امیلي نوتومب څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

اميلي نوتومب څه ډول لیکل کوي؟

 

 

امیلي نوتومب یوه فرانسوي ژبې لیکواله ده چې هر کال کابو څلور ناولونه لیکي خو یوازې يو يې چاپوي. نوتومب په ۱۹۶۶ کال په بروکسل کې زېږېدلې خو دا چې پلار يې ډپلومات و د ژوند ډېره برخه يې په اسیايي هیوادونو کې تېره کړې او د آثارو منځپانګه يې د همدې سیمې د خلکو د خویونو مالګه لري.

تراوسه د نوتومب څلوردېرش کتابونه چاپ شوي چې ۲۴ يې ناولونه، دوه يې ډرامې او اته نور يې د لنډو کیسو او او اوږدو داستانونو ټولګې دي. 

ادامه نوشته

لایق څه ډول لیکل کوي؟

لایق څه ډول لیکل کوي؟

 

د افغانستان نوښتګر شاعر او لیکوال لایق، چې بشپړ نوم يې غلام مجدد سلېمان لایق دی په ۱۳۰۹ لمریز کال د پکتیکا په ښرنه کې زېږیدلی. لایق یو سیاستوال هم پاتې شوی او ګڼ شعرونه يې دغه مالګه لري.

لایق په کابل پوهنتون کې ادبیات لوستي او د وزارت تر څوکۍ پورې رسمي دندې ترسره کړې دي.

ادامه نوشته

لنډه کيسه: غلا

لنډه کیسه

غلا

 

ساعت ته مې وکتل، د شپې دولس نیمې بجې وې. خپل خاوند مې راویښ کړ: پاڅه! چې څوک دروازه ټکوي.

دواړه دالېز ته ووتو. مور مې هم په چټکۍ له مخامخ کوټې راووته: خدای دې خیر کړي. خپل خپلوان خو مو لا دلته بلد نه دي.

ادامه نوشته

ژباړه: آن ټایلر څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

آن ټایلر څه ډول لیکل کوي؟

دا هغه ناول لیکونکې ده چې په څلور کلنۍ کې يې له یوه انځوریز کتاب نه زده کړل چې هیڅ شی ابدي نه دی.

ټایلر یوه امریکايي لیکواله ده چې په ۱۹۸۹ کې يې د پولیترز ادبي جایزه خپله کړې او تراوسه يې ۲۰ ناولونه لیکلي دي.

آن ټایلر د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۵ دنیا ته راغلې او تر نورو زده کړو وروسته يې د دوک په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې او هلته يې د خلاقې لیکوالۍ د طریقو زده کړه وکړه.

ادامه نوشته

ژباړه: ګونتر ګراس څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

ګونتر ګراس څه ډول لیکل کول؟

 

الماني لیکوال، مجسمه جوړوونکی، نقاش او د ۴۷ ډلې مشهور غړی ګونتر ویلهلم ګراس چې ويل يې کتاب لیکل به يې هغه وخت تم کېږي چې دی له پښو وغورځي، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر په ۱۶ په ګدانسک ښار کې چې اوس د پولنډ برخه دی زېږېدلی او د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۳ د ۸۷ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي. حلبي ډول، پېشو او موږک، ، مږه، منګری کب، د پیازو سپینول، زما پېړۍ او د سپي کلونه د نوموړي هغه اثار دي چې په څو ژبو بیا بیا چاپ شوي او مشهور اثار دي. د ده ډېری اثار له سیاسي شرایطو او ټولنیزو ناخوالو سره تړاو لري.

ادامه نوشته